که د برلين ديوال نړېدلی شي، نو ډيورنډ هم له منځه تللی شي

که د برلين ديوال نړېدلی شي، نو ډيورنډ هم له منځه تللی شي
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د ډيورنډ کرښه په تاريخي لحاظ ختمه شوي يا اېکسپاير شوې ده. دغه کرښه د يو ملت په منځ په ۱۸۹۳ کال کې تېره شوه، په تړون کې د سلو کالو لپاره د کرښې هغه غاړې ته سيمې له افغانستان جدا شوې. اوس ۲۰۱۸ کال دی، د ډیورنډ په کرښه ۲۵ کاله تېر شوي چې په حقوقي او قانوني ډول بايد له منځه تللې وه او لوی افغانستان جوړ شوی وای.

خو افغان ولس او افغان حکومتونه د نړۍ او سيمې په داسې بد بخته جګړه کې ښکېل وو، چې د مرګ - ژوبلې د خبرونو په خپرولو يې غربي رسنۍ ستړې شوې.
 
دا به نه وايو، چې د تېرو ۲۳ کالنو په موده کې، لوی افغان ولس (د کرښې دغه او هغه غاړه پښتون ولس) د ډيورنډ په ختمولو او د لوی افغانستان په جوړولو کې هڅې او مبارزې نه دي کړي، دوی داسې مبارزې کړي چې بايد وستايل شي. د دوی دا مبارزه به بس وي، چې تر نن يې دغه کرښه په رسمي ډول نه ده پېژندلي، که څه هم د رسميت پېژندنې هڅې يې په وار - وار شوې وې.

دا څرګنده ده، چې د يو وجود وينه په دوو برخو نه وېشل کيږي او که داسې کار تر سره شي نو وينه لاندې بهيږي، څمکه په وينه بدليږي يوازې ټوټه شوی وجود نه بلکې نور هم له څانه سره د مرګ تر پولو رسوي. 
پښتون همداسې در واخله. دا پښتون ولس يو دی، يو وجود دی. که يو وجود څوګ دوه ټوټې کول غواړي، نو تر هغه دوه ټوټې نه کيږي ترڅو چې ژوندی وي، دا وجود به لومړي وژل کيږي او بيا به دوه ټوتې کيږي. که د پښتون وجود د وژل کېدو هڅه کيږي، نو څه اسانه خبره هم نه ده، دا پښتون ولس کالنو - کالنو جګړو؛ نه ورک کړ او نه يې هم ووژلو، نو اوس دا څرګنده ده، چې نړي د پښتون د وژنې په هڅه کې ناکامه راځي، او د پښتون په وژنه وينه تويږي او د وينې هر څاڅکی يې بيا بل پښتون زيږوي، چې د نړۍ ظلم او جبر ته به سرخوږی او پر وړاندې به يې غر وي.

دا مونږ هم منو؛ چې پښتون بيده وو، بې علمه وو، غولېدلی وو، له لارې منحرف شوی وو، خو پښتون ژوندی وو او ژوندی دی. که نن پښتون يوه ذره په علم سمبال شو او لږ را ويښ شو، نو نړۍ يې وخوځوله؛ که دا پښتون په ټوله مانا را وېښ شي او په علم منور شي، نو په نړۍ به راج - باج داسې پيدا کړي، چې څنګه يې پخوا درلود.

نقيب الله محسود يوه انګېزه او بهانه شوه، اصلي لامل بل څه دی، چې نن يې پښتون را وېښ کړ. لامل دا دی؛ چې پښتون له وژنې، زورونې، رټنې، تهديد، تعصب، ظلم، جبر او ژړولو تر پوزې راغی. پښتون په تمه وو، چې وخت به بدلون وکړي او اوس پوه شو چې وخت او زمانې ته بايد دوی بدلون ورکړي، ګني همداسې به وژل کيږي لکه چې پرې روانه ده.
 
د پښتون وېښتيا هېلې را پيدا کړي او په ژوند يې باور پيدا کړی. که نن د پښتون د مبارزې او وېښتيا پيل وګڼو، نو سبا يې د مبارزې ميوه او رنګ ګورئ. خو چې پښتون ښکار نشي او له مبارزې شا ته نشي.

وايي:
پښتانه به په جنت کې پښتو وايي هسې نه چې لاړ شي مړه شي پښتو پرېږدي
پښتانه لکه لمبه، کله سرکوټه پښتانه چې، لږ ساړه شي پښتو پرېږدي

پښتون ته پر وړاندې لويې مزل پاتی دی، ستړی کوونکی دی، خو ناممکن نه دی. يوازې پښتون نه دی، چې نړۍ پرې د بېلتون کرښه تېره کړې وه. برلين ديوال هم يو ولس دوه ټوټې کړ، برلين ديوال پوره ۲۸ کاله د بېلتون دېوال وو، خو ونړېد او اوس؛ وېشل شوی ولس يو دی او بريالی دی.

که جرمنيانو ۲۸ کاله وروسته برلين له منځ يوړ، نو افغان پښتون ۱۲۳ کاله وروسته نشي کولی، چې ډيورنډ له منځه يوسي؟ ختماً کولی شي، خو که چېرې پښتون په دې شعار ځان سمبال کړي:
هر افغان پښتون نه دی، خو هر پښتون افغان دی