سزا ورکول ،  د ماشوم ځورول که د ماشوم روزل ؟

د يوناني فيلسوف تاليس ((Thales)) څخه پوښتنه وشوه ، چې دانسان لپاره تر ټولو سخت کار كوم دى ؟ تاليس په ځواب کې وويل : (( د خپل ځان پيژندنه !))
ماشوم د پيدايښت له شيبې نه په زده کړه بوخت وي . هغه زده کړې ، چې د راتلونکې ژوند بنسټ جوړوي ، دا هماغه لومړنۍ زده کړې دي ، چې په کورني چاپيريال کې د مور او پلار څخه زده کيږي .او ماشوم دې ته هڅيږي ، چې دځان په پيژندلو پيل وکړي . که چيرې د ماشومانو په لومړنيو زده کړوکې له حوصلې ، زغم او له ډيرې مينې څخه کار وانخيستل شي نو کيدای شي ، چې د ماشوم په ذهني روزنه کې کمښت رامنځ ته شي . 
زياتره ميندې او پلرونه د خپل اوﻻد د روښانه راتلونکې په موخه ، ځينې ځانګړي قوانين په خپلوکورونو کې وضع کوي ، او د يوې تيروتنې له کبله ماشوم په ټاکل شوې سزا محکوموي . د انګريزي اديب او ليکوال سمويل جانسن Samuel Johnson په وينا(ماشوم ته سزا ورکول خاموشي رامنځ ته کولای شي ، خو قناعت نه شي ورکولای )
بې له شکه ، چې د سزا په ورکولو سره به په دې وتوانيږو ، چې ماشوم په خپله قبضه کې وساتو خو، په دې سزا سره هغه ته په ځان حاکيمت نه شو ورښودلای . هغه ته د ځان پيژندلو ﻻره نه شو هوارولی . زموږ په خلکو کې متل دی ، چې وايي : چيرته ډب هلته ادب! دا چې ماشوم له ويرې غلی کيږي دا په دې مانا نه ده، چې ګني زموږ ډب ماشوم ته ادب وروښود . ډب په ماشوم کې چوپتيا رامنځ ته کوي خو، د ترسره شوي عمل څخه يې نه پښيمانه کوي . دا عمل به بيا تکراريږي ،خو په جوته نه په پټه .
دماشوم ذهن ددې وړتيا نه لري ، چې په دې پوه شي چې مور او پلار دده په کوم عمل په غصه شول . او د څه لپاره يې په دې سزا محکوم کړی دی .
تر دې دمخه ، چې ماشوم ته په غصه شو او هغه ته سزا ورکړو، دا به غوره وي که چيرې په دې اړه فکر وکړو ، چې ولې په غصه يو ؟ ايا همدا زموږ غصه به د ماشومانو د سزا سبب نه ګرځي؟ او که چيرې په دې وتوانيږو ، چې ماشوم ته د سزا ورکولو د مخه په خپل ځان کې بدلون راولو نو خامخا به يې پايلې د سزاورکولو د پايلو سره توپير ولري .
هغه څه چې ماشومان يې له سزا ورکولو څخه زده کوي دا دي ، چې دوی ګومان کوي هغه څوک چې قدرت لري ، دوی د هرڅه ٌحق لري . دا ډول ماشومان ،چې د سزا ورکولو له عمله خاموشي او چوپتيا غوره کوي ، ځوانۍ ته په رسيدو سره د ننۍ غوټو (( عقدې)) په راسپړلو پيل کوي . خپل ننی غلی شوی ځواک په وړو ازمويي . که په هغه کې يې خپله بريا وليده نو، بيا د مور اوپلار په ځورولو پيل کوي . او په دې ډول سره د بدل اخيستو ځواک په خپل وجود کې روزي او پياوړی کوي.يې .
هر ماشوم، دورکړل شوې سزا په وړاندې بل ډول عکس العمل ښيي ، او دا عمل بيا په هغه اړيکو پورې تړاو لري ، چې د ماشوم او د کورنۍ تر منځ وي . ځينې وخت په ماشوم غصه کول او قهريدل روا او جايز وي ،خو هغه په دې ډول نه ، چې دې دوی احساسات زخمي کړي او د احساس ځواک يې د چوپتيا په زندان کې حبس کړي .
ځينې وخت ميندې او پلرونه شکايت کوي ، چې(( زما فلانی ماشوم له نورو ماشومانو سره توپير لري . دا بيخي بل ډول دی که وهم يې ، که سپکوم يې هيڅ تاثير نه لري .))
ماشوم به د پخوا په څير لوبې کوي ، ډوډۍ به خوري ، خاندي او ويده کيږي به ، خو دا په دې مانا نه ده چې ګني وهلو او سپکولو به دده په روان او ذهن هيڅ اغيز نه وي پريښودلی ؟ ايا دده احساس به د خپلې کورنۍ په وړاندې د پخوا په څيرپاتې وي؟
نه ، دا ډول ماشومان په تدريجي ډول سره له خپلې کورنۍ څخه لرې کيږي . دمور اوپلار په وړاندې بې تفاوته کيږي او له يوې ورځې نه بلې ته يې د مشرانو په وړاندې احترام کميږي .
د ماشوم سره بايد خبرې وشي . هغه وپوهول شي ، د سزا ورکولو څخه يې ډډه وشي ، مينه ورکړل شي ، او دا ورته ثابته شي ، چې مور او پلار ورسره مينه لري . د کورنۍ د نورو غړو په څير دده خبرو ته پام وشي .
که چيرې داسې عمل يې تر سره کړ چې زموږ ذهن يې زغملو ته تيار نه وي بيا هم بايد هڅه وکړو ، چې چوپتيا غوره کړو . د مخاطب لوري چوپتياماشوم دې ته هڅوي ، چې ځان په دې پوه کړي ، چې ولې مې ځواب تر ﻻسه نه کړ؟ او که بيا دا هم ورته وويل شي ، چې په دې کار سره ، چې تا نن وکړ ما کولای شول ، چې تاته سزا درکړم ، خو زه غواړم چې ته په دې خبره فکر وکړې، چې ستا په دې عمل سره بيا هم ما تاته ولې سزا درنکړه ؟ هغه وخت دی ، چې ماشوم د قهر او غصې په حال کې په ځان حاکميت زده کوي او د غصې په وړاندې چوپتيا غوره کولی شي . کله چې ماشوم نه وهل کيږي نوهغه وهل څنګه زده کړي ؟ کله چې ماشوم سره مينه کيږي ،نو هغه ولې له بل څخه کرکه وکړي .
همدارنګه په ماشومانو چيغې وهل ماشوم ته ويره پيدا کوي په لوړ اواز چيغې وهل د احساس ټيټ غږتربتوي اود اوريدلو مخه يې نيسي . که داحساس ټيټ غږ, اوريدلو ته پريښودل شي نو خامخا به دځان په پيژندنه کې اړين رول ولوبوي .
لکه څنګه ،چې المانی شاعر فريدريش هيبيل Friedrich Hebbelوايي : ماشومان خدايي کيسۍ دي ، چې د ټولو حل کول سخته خواري غواړي،خو د دوی مينه په دې ارزي چې دا خواري پر ځان ومنو.
راځی چې دا خواري غوره وګڼو او خپلو ماشومانو سره ډيره مينه وکړو . په مينه يې وپالو او په مينه يې ورزو . او د دوی د ښې او روښانه راتلونکې لپاره ځانونه ښه سر مشق کړو .