شاعران او مفکرین: ارستو

انساني امکانات، سوړ دماغ او توده وینه


زیږېدنه: ۳۸۴ کال تراکیه / پخوانی یونان
مړینه :  ۳۲۲  کال خالکیس ـ وابیه
 
ارستو د یو ډاکتر زوی و. ده له طبیعت سره مینه درلوده. هر وخت به یې ستوري کتل. د هوا څرنګوالی به یې څاره. بوټي او ژوي به یې په غور سره مطالعه کول. ده د خپلو معلوماتو او زده کړو لپاره هغوی د زینې په څېر په پتکو ویشل. د همدې پتکو په اوږدو کې تر انسانه راورسید. ده هر څه ته یو خاص نظم ورکړی و.
په لومړیو څو پتکو کې یې غیر حیه موجودات ځای پر ځای کړي وو. بیا یې  بوټي او ژوي د خواصو له نظره په پتکو کې ویشلي وو.  په اخر کې چې تر ټولو لوړه پتکه وه، انسان ځای کړی و. انسان یې ځکه تر ټولو پاس راوستی و چې انسان عقل درلود او د همدې عقل په ذریعه له ټولو نورو ژوندیو موجوداتو څخه متفاوت و. لنډه دا چې ارستو د طبیعت له لارې فلسفې ته مخه کړه.
ارستو دا ویش له خپل ښوونکي څخه زده کړی و. لېکن د ده ښوونکي په هر شي کې لومړنی حالت لټاوه او په دې عقیده و چې  د مفکورو یوه ځانګړې دنیا (ذهن) شته. خو ارستو ویل: هغه څه چې نه احساسیږي، هغه نشته. ارستو د (شي) په شتون باور درلود. ده ویل، هغه وخت د شي په اړه قضاوت کولای شو چې هغه وپېژنو او په دې پوه شو چې له څه شي رغیدلی دی او د څه لپاره کارول کېږي. د ده لپاره د ژوند شتون او مفهوم د همدې ټکو په تحلیل کې نغښتی و.
ارستو د خپلو څېړنو لپاره، چونګښې تسلیخ کړې، مرغۍ یې وڅارلې او کبانو ته یې غوږ ونیوه. له بزګرانو او ښکاریانو څخه یې د ژوو د ژوند او خصوصیاتو په اړه معلومات راټول کړل. ده له هګۍ څخه تر چرګې پورې د ودې سلسه ولیکله. ده ویل داسې ژوندي موجودات شته چې د شګو او خټو ترمنځ ژوند پیدا کوي. ده د باد څپې په بل ځای کې د نسل د ډېروالي سبب وبللې. دا ډېروالی په اوسنۍ بیولوژي کې تخم شیندنه بولي.
ده د موږکانو په اړه ویل چې ښځینه موږک د مالګې له څټلو امیدواره کېږي. د غرڅنۍ په اړه یې ویلي، کوم وخت چې غرڅنۍ د شپېلۍ نغمه او یا د انسان غږ واوري، له نازه په ټیټکو روانېږي. د یو کب په اړه یې ویل چې هغه د خپلو بچیانو د ساتلو لپاره غوریږي، په تېزۍ سره ساه اخلي او دا هڅه کوي چې دوښمن یې ځالې ته ورنږدې نه شي. ارستو د انسان زړه د فکر د کېناستو ځای ګڼلی او ذهن یې صرف د وینې د سړوالي یوه اله ګڼلې ده.
*************
ارستو په خپلو زده کوونکو ډېر ګران و. ځینو زده کوونکو ته د ده عادتونه ډېر په زړه پورې وو. ارستو ډېر جالب خوب درلود. کله به چې ویده کېده، د تودو غوړیو یو پایپ به یې په خپله خېټه واچاوه. په لاس کې به یې یوه سربي غونډاره نيولې وه. د کټ تر څنګ به یې اوسپنیز تش سطل ایښی و. دی به چې دروند په خوب ننوت، ګوتې به یې سستې شوې او سربي غونډاره به یې له لاسه لاندې سطل ته وغورځېده. په سطل کې به د غونډارې ترنګ شو. ارستو به ترهیدلی په ځای کې کېناست. ده به خپل ځان ته وویل، اوس نو پاڅېږه چې د فکر کولو وخت دې راورسید.
ارستو د هغو خلکو په شان نه و چې په وریځو کې به یې ماڼۍ جوړولې. ده به د ځمکې پر مخ د شیانو ننداره کوله او د طبیعت بدلونونه به یې څارل. د بوټیو او ژوو په اړه به یې څېړنې کولې او خپل زده کوونکي یې هم ورته څېړنو ته هڅول. کومو زده کوونکو به چې د ده په درس کې ونډه درلوده، هغوی به په هماغه ورځ ډېر څه زده کړي وو.
ارستو په ګرځنده دایرة المعارف مشهور و. د نړۍ پر مخ داسې څه نه وو چې ارستو یې په اړه معلومات نه وي لرلي. ځینې خلک د ده زده کړي کتابونه ۴۰۰ جلده ښيي. خو ځیني نور مورخان یې د زده کړیو کتابونو شمېر ۱۰۰۰ ټوکه چې ټول ټال ۴۴۵۲۷۰ کرښې کېږي، یادوي. 
د فلسفې له نظره خلک ارستو د اپلاتون زوی او د سوکرات لمسی بولي. همدا علت دی چې ارستو د نړۍ له درې وتلیو فیلسوفانو څخه شمېرل کېږي. ارستو د اپلاتون او سوکرات په څېر په اتن کې نه و زېږیدلی. ده په اتن کې ډېر وخت تېر کړی. هملته یې زده کړې کړي او هملته  یې نورو ته هم ورزده کړي دي. ده په لومړي سر کې د اپلاتون په اکاډمۍ کې په زده کړو پیل وکړ. وروسته یې بیا په خپله یو ښوونځی جوړ کړ.
سره له دې چې ارستو ډېر وخت په اتن کې تېر کړ، خو هېڅکله د اتن خلکو د اتني په سترګه ورته ونه کتل. اتن ته له نورو ولایتونو څخه راغلیو خلکو ته به یې (مهاجر) ویل. دوی به د اتنیانو په شان حکومت ته مالیه ورکوله، لېکن د دوی غوندې یې سیاسي حقوق نه درلودل او نه یې هم کوم سیاسي نوماند ته رایه ورکولای شوه.
***************
ارستو ۳۸۴ کاله مخکې له میلاده د ستیګېرا په تراکین کې چې د یونان ختیځ ته پروت دی، وزېږید. د ده پلار نیکوماخوس (Nikomachos) د مکدونیا د درېیم پاچا امینتاس (Amyntas III.) کورنی ډاکتر و. مور یې هم له یوې داسې کورنۍ څخه وه چې ډېر غړي یې ډاکتران وو. ارستو د انسان له بیولوژیکي جوړښت سره له وړکتوبه مینه وه.
د ارستو مور او پلار شتمن وو،  دوی  د اکاډمۍ لګښت په اسانۍ سره ورکولای شو، نو ځکه یې ارستو په اوولس کلنۍ کې د اپلاتون اکاډمۍ ته شامل کړ. ارستو د نورو هلکانو په پرتله ظاهري ښکلا ته هم ډېره پاملرنه کوله. نظافت او سلیقه یې خوښيدل. دی به تل منظم و. ویښتان یې د هماغه وخت د موډ برابر جوړول. په ګوته کې یې ګوتمۍ وه او کالي یې هم تر خپله وسه په سلیقه او فېشن برابر اغوستل، خو سره له دې ارستو په خپله ښکلې څېره نه درلوده. سترګې یې وړې او پښې یې نرۍ وې. د خبرو پر وخت یې ژبه هم بندیدله.
دی د زده کړو تږی و. د همدې زده کړو له برکته یې ځان د دې جوګه کړ چې نورو ته هم څه ورزده کړي. ده ډېر کتابونه درلودل. د نړۍ لومړنی کتابتون هم ده جوړ کړی دی. دی به هر وخت د خپلو کتابونو په لوستلو کې ډوب و. اپلاتون به دی (لوستونکی) باله او ډېر ورته ګران و. په ارستو هم خپل استاد (اپلاتون) ډېر ګران و. ده به ویل، په استاد باندې یو شی تر ما ډېر ګران دی او هغه دی حقیقت!
ارستو په فکري لحاظ له خپل استاد سره توپیر درلود. اپلاتون په دې باور و چې په هر شي کې بنسټېزه مفکوره پرته ده. د نړۍ پر مخ چې موږ هر څه وینو او احساسو یې، دا د هماغې مفکورې نقل او کاپي ده. دا په دې معنا چې انسان باید یوه مفکوره ولري، تر څو د خپلې مفکورې په اساس هغه څه جوړ کړي چې موږ یې وینو. د همدې مفکورې پر بنسټ اپلاتون ایډیالیست بلل کېده. خو ارستو ویل، هغه څه چې په خپلو سترګو ليدل کېږي، هغه ریښتیا دي. ده ویل یو شی باید وي، هغه باید ولیدل شي، تر څو یې د جوړولو او کارولو لپاره په ذهن کې مفکوره راپیدا شي. نو ځکه ارستو مټریالیست بلل کېده.
ارستو به هغه ماده څېړله، چې شی به ځنې رغیدلی و. دی د همدې څېړنو په اوږدو کې دې پایلې ته ورسید چې (شی) یوازې له یوه ځانګړي عنصر څخه نه جوړیږي. تر هغې د مخه  د هغه عنصر بڼه ده چې (شي) ته یې ورکوي. یوه مجسمه هغه وخت مجسمه کېږي چې تېږې توږونکی یې له تېږې وتراشي او د مجسمې شکل ورکړي.
*************
شل کاله وروسته اپلاتون مړ شو. د استاد له مرګ وروسته ارستو هم د اتن پرېښودو ته مجبور شو. دی اول په دې تمه و چې د اکاډمۍ مشر به شي. خو د اکاډمۍ مشري د اپلاتون خوريي ته چې (Speusippos) نومېده وسپارل شوه.
د ارستو د اکاډمۍ دورې یو ملګری (Hermeias) دی ځان ته وروغوښت.  هیرامیاس د خپلې سیمې حکمران و. ده ارستو له ځان سره وساته او څه وخت وروسته یې په کال ۳۴۵ کې د ده واده له خپلې خورزې سره  وکړ.
د همدې څو کلونو په اوږدو کې د فارس سرتېرو په هیرامیاس حمله وکړه او دی یې وواژه. ارستو له خپلې مېرمنې سره د (Mytilini) لیسبوس (Lesbos) سیمې ته په کډه شو. دوی دوه زامن درلودل. داسې ویل کېږي چې د ده دوهم زوی د ده له دوهمې مېرمنې (Herpyllis) څخه چې ده په مینه ورسره واده کړی و، و. ارستو په لیسبوس کې د وچې او سمندري ژوو په مطالعه لګیا شو.
*************
ارستو د ښوونکي په توګه ډېر عالي نوم درلود. د همدې لپاره د درېیم امینتاس (Amyntas III) کورنۍ دی ډېر په درنښت یادوه. مخکې مو هم ویلي و چې د ارستو پلار د مکدونیا د پاچا کورنی ډاکتر و. د هغه زوی دوهم فېلیپ (Philip II of Macedon) ارستو، د خپل دیارلس کلن زوی (الکساندر) لپاره په استادی ونیوه.
ارستو د الکساندر د روزنې لپاره پیلا (Pella) ښار ته راغی او اته کاله په  دې ښار کې پاتې شو. دا چې څلوېښت کلن ارستو له دیارلس کلن شوخ الکساندر سره څه ډول وخت تېر کړی، په دې اړه هېڅ معلومات نشته. خو دومره ویل کېږي چې هغه الکساندر چې په شوخۍ کې یې نوم درلود، یو وخت د جګړې داسې اتل شو چې نړیوال شهرت یې بیاموند. دا شوخ الکساندر هماغه لوی الکساندر شو چې موږ یې د مقدوني سکندر په نوم پېژنو.
ارستو د سکندر په روزنه کې هېڅ ډول سستي نه کوله. ده د هومر ایلیاس په پوره شوق  لوسته. په هغه برخو کې چې د مصر او هندوستان د سفرونو کیسې راغلي وې، سکندر له ځان سره ساتلې. ده له خپل استاد ارستو څخه د دې هېوادونو د اقلیم، د خلکو اند او ژوند  او په دې سیمو کې د شته ژوو په  اړه معلومات راټولول.
کله چې د الکساندر پلار مړ شو او الکساندر د پلار د پاچاهۍ تاج په سر کړ، هغه وخت یې په پوره درنښت او عزت له ډېرو پیسو سره خپل استاد ته رخصت ورکړ. ارستو په دې پیسو په ۳۳۵ کال کې په اتن کې یو ښوونځی لیسیوم (Lyceum)  جوړ کړ. او دا یې د (The Peripatetic school) په نوم ونوماوه. څومره چې د دې ښوونځي نوم سخت و، هومره یې معنا اسانه وه. دا نوم (ګرځنده) معنا کېده. د دې ښوونځي زده کوونکي به ګرځېدل او فکر به یې کاوه. (تګ او فکر، فکر او تګ) دا د دوی فلسفه وه چې اوس هم د مشأییون فلسفې په نوم سره یادېږي. د دې ښوونځي زده کوونکي به د ښوونځي په انګړه او چوتره کې ګرځېدل او درس به یې وایه.

***************
ارستو هم د نورو فیلسوفانو په څېر تر ځنډه په اتن کې پاتې نشو. د مکدونیا سیاستوالو په ده هم شک وکړ. په ۳۲۳ کال کې کله چې لوی سکندر مړ شو، د اتن سیاستوالو ارستو د خدایانو په وړاندې د درواغو په ویلو تورن او په مرګ یې محکوم کړ. خو ارستو د خپل اروايي نیکه سوکرات برعکس له اتن څخه  وابیې ته وتښتید. په وابیه کې یې د مور د زوکړې په کور کې دیره شو. او څو میاشتې وروسته د معدې د ناروغۍ له امله مړ شو.