ماشوم او د خولې لګول


له یوې خورلڼې سره مې د بحث موضوع په هغه ماشومانو شوه، چې په واړه عمر کې خوله لګوي او یا هم وهل کوي. د معلوماتو لپاره مو د بېلابېلو کتابونو پاڼې سره واړولې. د همدې معلوماتو د راغونډولو پر وخت مې د ډاکتر(جان اووې روګ) د (روزنه) تر سرلیک لاندې د یوسلویولسو(۱۱۱) پوښتنو د ځوابونو کتاب ولید. زه به یې دلته د وړو ماشومانو د خولې د لګولو په اړه، د ده د نظریاتو پښتو ژباړه له تاسو سره شریکه کړم، کېدای شي ستاسو لپاره هم په زړه پورې اوسي:
ښاغلی روګ وايي:
تاسو به څه ډول عکس العمل وښیی که چېرې ستاسو دونیم یا درې کلن ماشوم د لوبو پر وخت په بل ماشوم خوله ولګوي، ویې وهي او یا یې وژړوي؟
۱: تاسو به خپل ماشوم له لاسه نیسی، له هغه ځایه به ځی او هڅه به کوی چې د خپل ماشوم د کړووړو له وجهې نور د وهل شوي ماشوم له مور او پلار سره مخ نه شی.
۲: تاسو به مخکې له مخکې خپل ماشوم په دې پوهوئ چې: که خوله دې ولګوله، څوک د ووهل او یا دې کوم ماشوم وژړاوه،  نو ته به له دوی بخښنه غواړې. که چېرې ستاسو ماشوم دا کار ونه کړ نو تاسو به د خپل ماشوم پر عمل د بخښنې غوښتلو ته مجبورېږی. تر هغه وروسته به خپل ماشوم له لاسه نیسئ او روانېږی به.
۳: تاسو ته د خپل ماشوم کړه وړه ښه درمعلوم دي. نو ځکه ده ته وایاست چې زه په دې پوهېږم چې ته د نورو ماشومانو خیال ساتې او هېڅکله خپل همځولي نه ځوروې. سره له دې چې تاسو ده ته ویلي و خو ده بیا هم یو ماشوم د لوبو پر وخت وژړاوه. مګر تاسو خپله حوصله ساتی، خپل ماشوم ته د نورو ماشومانو په وړاندې نه په غوصه کېږی او له ښکنځلو یې ډډه کوی. کله چې تاسو دوه په دوه کېږی بیا نو په دې اړه خبرې سره کوی.
کېدای شي د حل لپاره به نورې لارې هم وي، خو په دې درېیو کې درېیمه لار ستونزمنه لېکن غوره لارده.
تر درې کلنۍ پورې ماشوم ته ډېره سخته ده چې په (نه) وپوهېږي. د میندو لپاره هم اسانه نه ده چې د خبرو په ذریعه ماشوم ته د کړو وړو برید وټاکي. په دې عمر کې د ماشومانو عادتونه هم مختلف وي. ځینې د وهلو، ځینې د ټېله کولو، ځينې د نوکارو او ځینې بیا د خولې د لګولو عادت لري.
د خولې لګول اکثرا د یوه عمل، عکس العمل وي. دا چې هره شېبه ماشوم ته وویل شي چې (خوله ونه لګوې، ته اجازه نه لرې چې خوله ولګوې) بهتره به دا وي چې له پلاستیک جوړ شوی یو کلک شی ماشوم ته ورکړو او ورته ووایو چې (دا درواخله او کله چې په غوصه کېږې بیا خوله پرې لګوه).
لکه مخکې مو چې وویل د خولې لګول د یوه عمل، عکس العمل دی. ماشوم د غوصې پر وخت په اجازه او نصیحت نه پوهېږي او عمل نه شي پرې کولای. د غوصې پر وخت د دې جملې (دا درواخله او کله چې په غوصه کېږې بیا خوله پرې لګوه) اغېز تر نصیحت او اجازې ډېر دی. په داسې یوه حالت کې د ماشوم پام بل لوري ته اوړي، خپله غوصه په پلاستیکي شي وباسي او خپل همځولی نه دردوي.
پر دې سربېره درې نور ټکي هم شته چې ماشومان له وهلو، ټېله کولو او د خولې له لګولو څخه راګرځوي.
۱: که څه هم د ماشوم دا ډول عمل ستاسو پر اعصابو بد اغېز کوي او حوصله مو در خلاصوي خو د دوی د یوه ناوړه عادت د له منځه وړلو لپاره باید هېڅکله پر ماشوم چیغې ونه وهل شي. ستاسو چیغه ماشوم د خپل عمل د بیا تکرارلپاره هڅوي.
۲: تر دې د مخه چې ماشوم مو له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي او خبره وهلو، ټېله کولو او یا هم د خولې لګولو ته ورسېږي، له دوی سره په دې اړه خبرې وکړی. د ماشوم لپاره د یوه قانون شتون ضروري دی.  ماشوم په دې پوه کړی چې د قانون خلاف عمل یې  په تاوان دی. کله چې ماشوم د لوبو پر وخت بل ماشوم وژړوي، پرته له دې چې په غوصه شی د ماشوم لاس ونیسی او له لوبو څخه یې د لنډ وخت لپاره رابهر کړی. د لوبو څخه د ماشوم رابېلول له یوې خوا د شخړې د تودوالي مخه نیسي او له بلې خوا ماشوم د قانون د نه مراعاتولو سزا ویني او د خپل تاوان په معنا پوهېږي.
۳: هڅه وکړی چې ماشوم مو د نورو ماشومانو په وړاندې ونه رټی. په بدو کلماتو، ناوړه نومونو یې یاد نه کړی او له  ښکنځلو یې ډډه وکړی. په خپل منځ کې داسې یو شفر جوړ کړی چې په معنا یې یوازې تاسو او ستاسو ماشوم پوه شي. د شفر یادول به د دې مخه ونیسي چې هره شېبه ماشوم ته غږ کوی چې دا مه کوه او یا د دې کار اجازه نه لرې. د شفر یادول به ستاسو او ستاسو د ماشوم تر منځ په دې معنا وي، چې پام کوه د قانون خلاف عمل سزا لري.