شاعران او مفکرين: سوکرات (سقراط)  (د حقیقت لپاره مرګ)

 
\"\"
سوکرات (سقراط)
.
زېږېدنه: ۴۶۹ کاله مخکې له میلاده، اتن
مړینه: ۳۹۹ کاله مخکې له میلاده، اتن
سفرونیسکوس (Sophroniskos) د اتن مشهور تېږې توږونکی و. ده به تېږې تراشلې او مجسمې به یې ترې جوړولې. د ده په کور کې زوی وزېږید. دی  دلفي ته لاړ تر څو د خدایانو په وړاندې د زوی نذر ورکړي. دی په معبد کې په دې تمه و چې خدایان به  د زوی د ښې روزنې لپاره ګټورې مشورې ورکړي.  خو د ده د تمې پر خلاف، ده ته وویل شول چې په زوی به دې هېڅ ډول فشار نه راولې. دی ازاد پرېږده. د هغه کار کړلو ته یې پرېږده، چې ده ته ښه ښکاري. که ډېر دې زړه نا کراره وي، وخت نا وخت د ده لپاره د خدای په دربار کې د دعا لاسونه پورته کوه، ځکه ستا زوی هغه څه لري چې د نړۍ هېڅ ښوونکی یې ده ته نشي ورښودلی.
کلونه وروسته سفرونیسکوس د  معبد له یو عابد سره مخ شو. له ده یې وپوښتل، داسې څوک به وي چې زما له زوی څخه ډېر ریښتینی اوسي؟ عابد ورته وویل: نه! ځکه هېڅوک دومره پوښتنې نه کوي لکه ستا زوی!
د سفرونیسکوس زوی په ټول اتن کې په رنګه سپي مشهور و. دی به په هر چا پورې نښتی و او داسې پوښتنې به یې کولې چې نه  یې چا ته سر معلومیده او نه بېخ. که به چا له ده د پوښتتنې ځواب وغوښت نو ده یوازې يو ځواب ورکاوه (په یو شي چې زه پوهېږم هغه دا دی چې زه په هېڅ نه پوهېږم). ځينو خلکو به د لیوني خطاب ورته کاوه. ځکه د ده پوښتنې داسې وې لکه د اوبدلو جر شوي وړۍ. د هېچا سر نه پې خلاصیده او نه یې هم په خپله ده ځواب درلود. د ځینو خلکو بیا د ده پوښتنې خوښېدې او ساعتونه ساعتونه به یې له ده سره د پوښتنې په حلولو تېرول.
*************
خدای ښه پوهېده چې بیا به څه پېښه وه. د کوڅې په بل سر کې د زانتېپي (Xanthippe) چیغې اورېدل کېدې. سوکرات د تل په شان کور او ښځه دواړه پرېښودل او د اتن بازار ته روان شو. دی لا د ګاونډي کوره پورې نه و رسیدلی چې زانتېپي د کور د پاسنۍ کړکۍ نه د اوبو ډک سطل پرې  را تش کړ. سوکرات د لانده سپي په شان سراو ځان وښوراوه. له ګړګوتو ويښتو یې اوبه وڅنډلې او روان شو. په کوڅه کې ناست ګاونډي چې دا هر څه لیدل سوکرات ته ورمخ کړ او ویې ویل: ما ګومان کاوه چې زانتېپي یوازې د تندر په شان غوریږي دا خو باران هم وروي!
د سوکرات ملګري دې ته حیران وو چې دی له دې شیشکې سره څنګه ژوند کوي؟ ځینو خلکو به له ده وپوښتل چې په دې ښځه کې دې څه لیدلي دي، چې لا هم ورسره یو ځای یې؟ سوکرات به ویل: که غواړې چې تکړه اس سوار شې، نو هڅه وکړه چې وحشي اس غوره کړې. که  په دې وتوانېدې چې وحشي اس رام کړې نو، داسې وګڼه چې بل هر ډول اس رام کولی شې او هر څه به د لوبې په شان درته اسانه وي.
که زه په دې وتوانېږم چې د زانتېپي په وړاندې حوصله ولرم او ژوند ورسره وکړم، نو دا به په دې معنا وي چې زه له نورو خلکو سره په اسانۍ ژوند کولای شم. له بل پلوه زانتېپي ته هم له ما سره ژوند اسانه نه دی. زه تېږې توږونکی یم. لېکن کله مې هم له دې کسبه خپلې مېرمنې او درې زامنو ته د خوراک، څښاک او اغوستلو څه نه دي پیدا کړي. زه کړۍ ورځ په بازار کې په فلسفه تېروم. په دې دومره وخت کې مې یوازې یو وارې یوه سکه موندلې ده او هغه مې له ځان سره کور  ته راوړې ده.
سوکرات په لږ څه قانع و. ده به ویل زه اصلأ ډېر څه ته اړتیا نه لرم. ده په یبلو پښو تګ کاوه. یو اوږد کمیس یې درلود چې په اوړي او ژمي به یې په ځان و، او ټول پوهېدل چې همدا یو کمیس د ده ټوله شتمني ده. سوکرات به ویل: هغه انسان چې مادیاتو ته یې اړتیا لږه وي، هغه خدای ته نږدې وي. د ده دا فلسفه د زانتېپي په غوږو کې د غوسې زنګونه شرنګول.
کله چې د سوکرات پلار، سفرونیسکوس مړ شو، نو سوکرات  ته یوه ډکه کڅوړه سکې په میراث کې ورسیدې. د دې پر ځای چې سوکرات دا پیسې خپلې کورنۍ ته ورکړي، ده ټوله کڅوړه خپل ملګري ته ډالۍ کړه او ورته ویې ویل چې په دې دې قرضونه خلاص کړه.
د سوکرات په زمانه کې ګڼ شمېر داسې خلک وو چې د فلسفې، ژبنیزو هنرونو او د افکارو په دنیا کې زنګېدل. ځینو معتبرو خلکو به فیلسوفانو ته پیسې ورکولې چې فلسفه ورزده  او فیلسوف ترې جوړ کړي. خو سوکرات نه له چا پیسې اخیستې او نه یې له چا فیلسوف جوړاوه. ده به یوازې له خلکو پوښتنې کولې او دوی به یې فکر کولو ته هڅول. د ده موخه همدا وه چې هر انسان باید په خپله تجربه وکړي او له خپله فکره د هغه څه، په معنا او مفهوم پوه شي چې وایي یې. د ده په نظر زړورتیا او بې زړه توب، شتمن او غریب، ښه اوبد، حق او نا حق، دا هغه څه دي، چې باید تجربه شي تر څو یې ویوونکي په معنا پوه شي.
سوکرات تل په همدې هڅه کې و چې د هرې طبقې وګړی، که هغه کسبګر اوسي یا لوړ پوړی چارواکی، باید په یوه موضوع فکر وکړي. که له ده سره به چا په یوه ډېره عادي موضوع خبره پیل کړه، نو پایله به یې خامخا د ژوند مغلقو او پېچلو پوښتنو ته ورسېده. سوکرات به ډېر وخت د ځوانانو په منځ کې ناست و او تر نیمو شپو به یې د دوی ذهن په فلسفي پوښتنو او بحثونو  بوخت ساته.
************
سوکرات له یوې درنې او رسېدلې کورنۍ سره تړاو درلود. پلار یې تېږې تراشلې او همدا کسب او هنر یې په ډېر ښه شان خپل زوی ته ورښودلی و. د سوکرات په لاس له تېږو څخه تراشل شوې مجسمې شپږ سوه کاله د یونان د حکومت له خوا نندارې ته پاتې شوې وې. خو سره له دې سوکرات د پلار په پرتله خپلې مور ته ډېر وفادار پاتې شوی دی. سوکرات د خپلې مور(Phainarete) مسلک چې قابلګي و له خپلو کړو وړو سره پرتله کاوه. ده به ویل، زما مور له امیدوارو ښځو سره د لنګون پروخت مرسته کوي، تر څو اولاد یې ضایع نه شي او په سالمه توګه نړۍ ته راشي. زه هم په خپلو پوښتنو نارینه دې ته هڅوم چې خپل فکر په کار واچوي او هغه حقیقت چې د دوی په ذهن کې پروت دی هغه راوباسم او له ضایع کېدو یې بچ کړم. ده به ویل، انسانان خدایان نه دي چې په هر څه پوه وي. دوی باید یو بل سره وپووهوي. د سوکرات پوښتنو دی په اتن کې په فیلسوف مشهور کړ. او تر ننه یې موږ د فیلسوف سوکرات په نامه پېژنو.
*************
فیلسوف چې د (حقیقت ملګری) هم بلل کېږي، له سوکرات څخه پخوا هم شته و. لېکن دوی هغه مهال يوازې د نړۍ په اړه پوښتنې کولې. دوی دا څېړل چې نړۍ له څه جوړه ده؟ هوا او اوبه، ځمکه او اور، ژوندي او غېر ژوندي موجودات څنګه له یو بل سره تړاو لري؟
سوکرات د دوی برعکس انسان راونیوه. هڅه یې پیل کړه، چې د روح اسرار پیدا کړي. د ښه او بد، صحیح او غلط تر منځ توپیر بیامومي. د ژوند مطلب او معنا را معلومه کړي. د ده دا فکر، دی د فلسفې پلار کړ. سوکرات د خپلې فلسفې په اړه یو ټکی هم نه دی لیکلی. موږ په دې هم نه پوهېږو چې اصلآ ده لیکل کولای شول که نه؟ لېکن دا ویل کېږي چې ده هر اړخېزه پوهه درلوده.
وايي یوه ورځ د ده یو ملګری د ده د کار ځای ته راغی. د ده له لاسه یې د تېږو څټک واخیست. دی یې  له ځان سره روان کړ او په بېلابېلو علوم یې بوخت کړ. تر هغه وروسته سوکرات د تېږو د تراشلو تر څنګ موسیقۍ، نجوم، هندسه، شعر، فصاحت او بلاغت ته هم ورمخه کړه. د سوکرات په اړه شته معلومات د ده یو شاګرد (اپلاتون) چې وروسته د ده په څېر مشهور شو، لیکلي دي.
*************
 سوکرات په اتن کې د یوه زړه سوانده انسان په نامه هم شهرت درلود. دی په خپله خوښه درې وارې عسکرۍ ته تللی دی.  د پیلوپینز په جګړه کې  یې د هوپلېټ (پلي سرتېري) دنده درلوده. هوپلېټ هغه  پلي سرتېري ته وايي، چې درانه نظامي تجهیزات بې له کومې ترانسپورتي نقلیې له یو ځای څخه بل ځای ته پلي لېږدوي.
سوکرات د سختې ګرمۍ او سړې یخنۍ په وړاندې هم ډېر مقاوم و. د ګرمۍ په موسم کې به چې  له نورو عسکرو سره خبرې نه کېدې، د ده له خولې به چا شکایت نه اورېده. یو وارې د جګړې په ډګر کې د سوکرات یو ملګری چې الکیبیادیس (Alcibiades) نومېده، سخت ټپي شو. سوکرات له خپلو درنو تجهیزاتو سره هغه په اوږه واړاوه او خپل ځای ته یې ورساوه او له مرګه یې وژغوره. د اتن هغه زلمکی چې خلک یې له پوښتنو تر سږمو رارسیدلي وو، د جګړې اتل شو.
اپلاتون د الکیبیادیس له خولې  لیکلي: چې یوه ورځ سهار چې له خېمې راووتم، سوکرات مې ولید چې د مجسمې په څېر بې خوځښته او بې حرکته، د خپلې خیمې مخې ته ولاړ  او په فکر کې ډوب و. ده کړۍ ورځ په ولاړي تېره کړه. کله چې شپه شوه، ډېرو ملګرو خپلې بسترې راواخیستې او د سوکرات مخې ته یې هوارې کړې. ځینو د ده په وړاندې په ټوکو او ملنډو پیل وکړ. او ځینو په ده ملنډې ووهلې. خو دی همداسې بې خوځښته ولاړ و. بل سبا دغه لوی مفکر په حال راغی. د سهار د لمر خاته عبادت یې وکړ. او داسې روان شو لکه هېڅ چې نه وي پېښ شوي.
په اتن کې هم سوکرات ځینې وخت په ساعتونو ساعتونو ولاړ پاتې کېده. دی به په فکرونو کې داسې ډوب و چې له مجسمې سره به یې توپیر نه کېده. د ده یو عادت و، که چا به کومه پوښتنه ځینې وکړه، نو د به د ځواب پر ځای د پوښتونکي پوښتنه داسې تجزیه کړه چې یا به پوښتونکي په خپله د پوښتنې ځواب بیاموند او یا به په خپله پوښتنه پښېمانه شو.
هېچا د سوکرات په وړاندې د زړه ورتوب او تکړه توب خبرې نه شوې کولای. ځکه ده به ویل، لومړی یې راته معنا او بیا یې په عمل کې راوښیی. تر دې دمخه چې یو څوک د زړه ورتوب په اړه وغږېږي، لومړی یې باید ځان پېژندلی وي. د سوکرات په دې خبرو به چا په ده ریشخند واهه، چا به  لیونی باله او چا به ورته سپکې سپورې ویلې.
د ده په وخت کې یو کومیډين شاعر و چې اریستوفینېس (Aristophanes) نومېده. ده په خپله یوه کومیډي کې چې (وریځې) نومېدې، په سوکرات ډېرې ملنډې جوړې کړې وې. دا کومیډي د صحنې پر مخ خلکو ته تمثیلېده. د نندارچیانو په منځ کې سوکرات هم ناست و او په پوره شوق یې د کوميډي ټوټې ننداره کوله. کله کله به یې له خندا نه خپل زنګانه ته ټپ ورکړ. کله چې ننداره خلاصه شوه سوکرات، اریستوفينېس ته ورغی او ورته ویې ویل، له تا مننه کوم چې دومره دې وخندولم. ما له ډېر وخت راهیسې دا رقم نه وو خندلي.
سوکرات له څېرې هم عجیبه غوندې ښکارېده. ده به په خپله ویل، ګرده پوزه مې د کلوله شونډو پر سر، غټه خېته، پک تندی او څو تاره ګډوډ ګوړګوتي ویښتان مې، د دې سبب شوي چې خلکو ته په زړه پورې شم. ده به ځینې وخت ویل، زه خپلې ښځې ته حیران یم چې زما په دې څېره، چې عمر مې هم پنځوس کاله و څنګه واده ته هو وکړ.
*************
د سوکرات د ژوند پر مهال په اتن کې د جګړې په وجه ډېر نارینه مړه شوي وو. د حکومت له خوا امر شوی و چې پاتې نارینه به دوه او حتی درې ودونه کوي. سوکرات هم له یوې بلې ښځې سره چې میرتو (Myrto) نومېده واده کړی و. ویل کېږي چې د سوکرات درېیم زوی له دوهمې ښځې څخه و. وايي سوکرات له دواړو  ودونو څخه نا خوښه و. یوه ورځ یې یوملګری راغی او ده ته یې وویل، زه غواړم واده وکړم، ستا نظر څه دی؟ ده ورته وویل: په دواړو حالتونو کې یې پښېماني شته.
سوکرات د وروستي ځل لپاره په درې شپېته کلنۍ کې عسکرۍ ته لاړ. د تېر په څېر یې له سرتېرو سره فلسفي بحثونه کول. ده بیا خلک دې ته هڅول چې د ریښتیا ملګرتیا وکړي او قانون پلوي اوسي. که چېرې د حکومت له خوا غېر قانوني کار ته اړویستل کېږي، باید چې ونه ډار شي. دوی باید د حقیقت لپاره وجنګېږي او له حقیقته باید سترګې پټې نه کړي.
د سوکرات دغې مفکورې په حکومت کې ستونزې را جوړې کړې. په ده تور ولګید چې سوکرات په خپلو خبرو ځوان نسل خطا باسي. د حکومت په وړاندې یې دروي او سر غړونې ته یې هڅوي. په همدې تور سوکرات زندان ته ولېږدول شو. محکمه دایره شوه. قاضیان راټول شول او سوکرات راوبلل شو. سوکرات ته د مرګ سزا واورول شوه. ده د خپل ځان د سپیناوي لپاره له قاضیانو داسې پوښتنې پیل کړې، چې دوی یې د سزا په پلي کولو کې متردده کړل. خو سوکرات ورته وویل، زه د قانون منوونکی یم. په ما تور لګیدلی چې زه ځوانان خطا باسم. زما د جرم په وړاندې د مرګ سزا ټاکل شوې ده. زه دا سزا منم. قاضیانو تر اوږده بحث وروسته د ده خبره ومنله او ورته ویې ویل چې د  مرګ ډول دې هم په خپله درته وټاکه.  سوکرات د زهرو څښل ځان ته غوره وګڼل. ملګرو یې دی هڅاوه چې وتښتي. خو ده مرګ تر فراره غوره وباله. ده د مرګ، ژوند او تر مرګ وروسته له خدای سره د لیدلو په اړه خبرې وکړې. دی په دې اند و چې تر مرګ وروسته بل ژوند د ده انتظار کوي. ده د خدای لیدل حقیقت ګڼل. سوکرات د اویا کلنۍ په عمر د زهرو جام تش کړ او مړ شو.
 
Jacques-Louis David, 1787