د تجارت لغوي مانا له راکړه ورکړې عبارت ده. هر تجارت او کاروبار په راکړه ورکړه ترسره کیږي. مثلا که یو څوک له یوې هټۍ یا مغازې توکي پلوري د پیسو مقابل کې یې اخلي او هټي وال د پیسو مقابل کې جنس ورکوي. د اسلام د مبارک دین خوږ پیغمبر ص په خپله تجارت کړی دی او هم یې صحابه کرامو ته د تجارت په کولو ټینګار کړی دی. د لوړ مقام صحابي او عشره مبشره له جملې حضرت عثمان غني رض هم تجارت کولو. د تجارت تاریخي اړخ باندې خبرې نه کوم ځکه چې اوس وختونو کې ډیر هیوادوال په تجارت کې مصروف دي مهمه دا بولمه چې ګران هیواد کې د تجارت په تقاضا او اهمیت باندې یو څه ولیکم.
نن سبا که خپلو کلیو او ښارونو کې وګورۍ زیات شمېر خلک د زمکو په اخیستلو او خرڅولو کاروبار کې مصروف دي دا ولې مصروف دي او څه وجه ده په همدې لیکنه کې پرې بحث کوو. د طالبانو د واکمنۍ له منځه تګ وروسته افغانستان یو نوي عصر ته ورننوت. د نوي حکومت په جوړیدو د نړۍ له زیات شمېر هیوادونو سره تجارتي اړیکې د توقع خلاف لوړې شوې مګر په داخلې تجارت او کاروبار کې څومره چې په کار وه بدلون رامینځ ته نه شو. ددې تجارتي اړیکو جوړېدل د خلکو په نظر پرمختګ وبلل شو او له بهر نه یې د مختلفو توکو واردات پیل کړل همدا وجه وه چې د وارداتو ګراف لوړ پاتې شو، هو موږ بله لار هم نه لرله ځکه چې موږ څه نه لرل مجبور وه چې له بهر نه مو واردات کړي وی خو دولت کولی شول چې د وارداتو په برخه کې یې محدودیتونه رامینځ ته کړي وی خو داسې ونه شول. له تیرو څو لسیزو راهیسې افغانستان کې د صادراتو په نسبت د وارداتو ګراف ډیر لوړ دی. د وارداتو د ګراف لوړوالی د تجارت په برخه کې زموږ د تجارت او له تجارت سره نابلدي کمزوري ده چې په راتلونکې کې د هیواد په ستر زیان تمامیدلی شي.
د وخت په تیریدو سره د نړیوالو سازمانونو د مالي مرستو کمښت د عوایدو په لوړولو کې د شفافیت نه شتون د داخلي تولیداتو د ګراف نه لوړول نا امني اداري فساد په پوره ډول د انرژي او برېښنا نه شتون هغه علتونه دي چې د افغانستان په تجارت یې مستقیم تاثیر کړی دی. په تجارت او کاروبار کې د خلکو مصروف پاتې کېدل د هیواد په پرمختګ او امنیت کې ډیره مرسته کولی شي خو د ګران هیواد وحشي دښمنان نه غواړي چې دلته پلرونه او میندې له خپلو اولادونوه سره یوه ګوله ډودۍ په کرار وخوري.
کله چې پورتني علتونه زیات شول په نورو تجارتونو کې ګټه کمه شوه یو شمېر تجارانو د ځمکو په تجارت کې سرمایه ګزاري شروع کړه. نن سبا د زمکو اخیستلو او خرڅولو بازار د تیر په څیر ډیر تود دی. شاید ډیرو ته دا پوښتنه مخې ته راشي چې ولې خلک د ځمکو په اخیستلو کې سرمایه ګزاري کوي؟
ددې پوښتنې په ځواب کې ویلو شو چې د ځمکو تجارت یو ثابت تجارت دی نړۍ کې شاید ډیر کم تجاران وي چې د زمکو کاروبار کې تاواني شوي وي چې هغوی باندې حساب نه شي کیدلی. د نړۍ زیاتره سرمایه ګزاران که ووینۍ هغوۍ به د زمکو تجارت کوي. د امریکا د متحده ایالاتو اوسنی جمهور ریس ټرمپ، هندي ملیونر ویجې مالیا او داسې ډیر مثالونه شته چې هغوی د زمکو کاروبار کې ملیونران شول. هندوستان ټایمز د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر په شپاړسمه د اکشې روپارلیا په اړه یو راپور خپور کړ چې هندی الاصله برطانوی ځوان دی چې د زمکو د اخیستلو او خرڅولو انلاین یو شرکت له لارې یې سرمایه دوولس ملیونه پونډو ته رسیدلې ده.
یو سوال چې تل زما په ذهن کې به وه هغه دا وه چې د افغانستان په څیر یو غریب هیواد چې تر اوسه د مرستو په مټ چلیږي د خپلو پولیسو او اردو معاش نه شي کولی له داخلي عوایدو لاس ته راوړي ولې یوه ټوټه زمکه یا نومره په دومره لوړ قیمت خرڅه شي، که یې د اخیستلو قیمت پوره کړې بیا به یې د جوړولو پیسې نه لرې هغه د چا خبره که سر پټوې پښې د لوڅیږي او که پښې پټوې سر د لوڅیږي.
تر ټولو یو ستر علت یې دا هم کیدلی شي چې اوسني وختونو کې د نا امنیو له امله زیات شمېر هیوادوال ښارونو ته راغلل او ښارونو کې یې ژوند غوره کړ مګر دوی په ښارونو کې هم امن کې ژوند نه لري ښارونو ته راتګ او د ژوند لپاره د ښار غوره کول یو لړ نورې ستونزې وزیږولې چې موږ یې نن وینو چې زموږ ښارونه څومره چټل دي د لارو بندیدل د امنیتي کمربندونو په وړاندې ستونزې هغه څه دي چې د ښار ژوند یې لا سخت او بدرنګه کړی دی. د خلکو له خوا ښارونو کې په زیاته اندازه د ژوند غوره کول او د ښارونو محدوده جغرافیه د ښارګوټو نه شتون ددې باعث شول چې د زمکو قیمتونه لوړ شول. یو بل علت یې دا هم کیدلی شي لکه مخکې چې ما یادونه وکړه زموږ سرمایه لرونکي له نړیوال او مسلکي تجارت سره بلدتیا نه لري او نه شي کولی چې یو پرمختللی پلان جوړ کړي چې د هغې په مرسته خپل تجارت ته کامیابي ورکړي یو اوږد مهاله پلان جوړ کړي د ګټو سره سره مشتریانو ته خدمات هم وړاندې کړي او دایمي ګټه په نظر کې ونیسي.
ما ډیر کوچیان او د اطرافو خلک ولیدل چې په ملیونونه ډالر سرمایه لري خو هغوۍ یو پرمختللی تجارت نه لري نه کومه فابریکه لري نو کوم بل داسې د پام وړ تجارت لري چې له دوی سره نور ګڼ شمېر خلک مصروف وي که هغوۍ لږ زده کړې درلودلی او د سرمایه ګزاري فهم یې لرلی دوی به د افغانستان سیاست کې ګوتې وهلې وې او هم به یې د سرمایې په مصرفولو ګڼ شمیر هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې وه، دا چې دوۍ د تجارت له اصولو سره نا آشنا دي له هر تجارت مخ اړوي او د زمکو تجارت ته یې مخه کړې ده او د زمکو د تجارت بازار یې تود ساتلی دی.
ډیر وخت موږ خبرونو کې اورو چې سرمایه ګزارن او یا د هغوۍ زامن د مافیایي کړیو لخوا تښتول کیږي ددې له جملې څخه یې زیاتره هغه تجاران یا سرمایه ګزاران دي چې هغوی په بازار کې نوم لري هغه په د مانا چې دوی د یو نوم لرونکي شرکت څښتن دي یا د یو نوم لرونکي ښارګوتي یا تجارتي مرکز څښتن دي چې د هر غله، رشوتخور او بې شرفه مامور ، زورواکي سترګې وراوړي او په ارامه یې نه پریږدي نو ددې وجه ده چې زیات شمېر سرمایه ګزاران د ځمکو پټ کاروبار کوي زمکې اخلي او خرڅوي څوک نه پوهیږي چې احمد څومره سرمایه لري او یا دده ژوند ته خطر پیښ کړي.
دولت کچیري د مافیایي کړیو ته سخته سزا ورنکړي دا به دوام وکړي او بیا خلک مجبور دي چې خپله سرمایه له هیواده بهر وباسي او بل هیواد کې یې په مصرف ورسوي او هم به د غریب وطن کې د زمکو قیمتونه پورته روان وي.
افغانستان یو غریب هیواد دی چې تر اوسه یې که په اوسط ډول ونیسو شاید چې له شپیته سلنه پورته خلک یې د اوسیدلو لپاره خپله زمکه یا کور ونه لري چې تر ټولو ستر علت یې د زمکو لوړ قیمتونه دي.
وروستي