ملي ځواکونه چې تل یې د خپلو سرونو په ښیندلو ددې وطن او خلکو دفاع کړې ده ولسونو یې ملاتړ کړی دی او دې دوی هلې ځلې یې بار بار ستایلې دي.
خو دا هم باید هیره نه کړو او یو تریخ حقیقت دی چې په ملي ځواکونو کې او د امریکایانو په خاصو ځواکونو کې ځینو کړیو سراحت کړی دی او دې خپلو شومو موخو د لاس ته راوړلو لپاره یې ډیر ځله بې غوري کړې ده او ځینې کارونه یې قصدا کړي دي چې ددې بې غوري او قصدي عملونو له امله زموږ ډیرو هیوادوالو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی. د یو شخص ژوند د یوې کورنۍ موضوع کیدلی شي او شاید چې په ځینو خلکو یې هم تاثیرات پریوځي مګر کله کله داسې واقعیات پیښیږي چې دې یوې سیمې په ثبات غټ تاثیر کوی د خلکو ذهنیت باندې تاثیر کوي ددې په ځای چې تروریزم له منځه یووړل شي بلکې دې داسې پیښو په تکرارولو سره تروریزم نور هم پروموټ کیږي. هغه بې ساره سرښندنې چې ملي ځواکونو د خلکو او هیواد دې دفاع لپاره په دې لاره کې ورکړې دي په لوی لاس په اوبو لاهو کوي.
تیره شپه یو ځل بیا دې خاصو امریکایي ځواکونو لخوا د خوست په خاني خوړ سیمه کې روف خان او وکیل خان چې دواړه وروڼه وه په بې رحمانه ډول وژلي دي او هیڅ علت یې نه دی مالوم چې ولې یې وژلي دي.
د شپې ناوخته یادو ځواکونو لومړی په کلي چاپه اچولې او له ځان سره یې اته تنه کلیوال د کوکارک بابا شاته صحرا ته بیولي دي چې روف خان او وکیل خان هم په دې اتو نفرو کې وه. د شپې په وروستۍ برخه کې یې شپږ تنه کلیوال پر ایښي دی روف خان او وکیل خان یې ځان سره ساتلي دي. سهار کلي کې کلیوال، سپین ږیری پلار، مور او خویندې ټول منتظر دي چې شاید روف خان او وکیل خان به د نورو کلیوالو په څیر بیرته کلي ته راشي.
خو د غرمې په لسو بجو کلي ته یو کس زنګ راوهي چې د روف خان او وکیل خانه جسدونه پلاني ځای کې پراته دي او چا په مرمیو غلبېل کړي دي.
کلیوال سیمې ته ځي له سیمې جنازې اوږو ته کوي او کلي ته یې راوړي. سپین ږیری پلار، مور، خویندې، بچیان یې څه خبر وه چې د کلي د غره څخه د تیږو ایستل او اولاد ته له همدې لارې رزق پیدا کول یو جرم دی نور جرم خو کوم یوه لرلو نه.
چا ته غږ وکړي؟
چا ته ورشي؟
چا ته ګیله وکړي؟
د خوست د امنیې قومنداني چې د پیښې لومړني جزیات یې لاس ته راوړي دي په د هیله او امید یو چې د شهیدانو کورنۍ ته چې ژوند بیرته نه شي ورکولی دومره خو ورته ویلی شي چې د دوی ګناه ورته وښیي چې په دې ګناه مو ووژل.
دا لومړی ځل نه دی چې د یادو ځواکونو لخوا داسې پیښه کیږي بلکې تیر کال د ډیري په سیمه کې هم دیته ورته پیښه وشوه چې دې دوو تنو ژوند یې د ټوپک په مرمیو دې ټولې کورنۍ په مخکې ووژل. دا ځل یو ځل بیا خالي لاس بې وسلې ځوانان له کوره وباسه او بیا یې یوه دښته کې چرماري کوه سهار یې دښته کې خطا کوه دا کوم ډول انقلاب ده؟ دا کوم ډول د ترهګري جګړه شوه؟ دا دې ترهګري ختمول دي که پروموټ کول دي؟ ستا او دې مخالف توپیر څه شو؟ هغوۍ هم له خلکو او دولتي چارواکو سره ورته کار کوي. ته خو عدالت لرې، قاضي لرې، څارنوال لرې او محبس لرې.
د مسولینو چارواکو څخه په جدیت غوښتنه کوو چې خوست کې دې امریکایانو بدمعاشان کنټرول کړي کنه ډیر بد عواقب به ولري. موږ دې دولت مخالف نه یو او نه هم دې هغه خلکو ملاتړ کوو چې هیوادوال مو په بمونو الوځوي او مکتبونه مو ورانوي بلکې د یوې کورنۍ لپاره د حق غږ اوچتوو چې ولې یو کس چې نه سلاح لري نه کوم ثبوت پرې د یو شکمن کار وي د غریبۍ ژوند تیروي او خپل اولاد ته یو څو روپۍ حلال رزق ګټي او په داسې بې نومه مرګ په دومره بې رحمۍ ووژل شي چې زه یې د لیکلو توان نه لرم مګر د دوی په کورنۍ به څه حال تیریږي.
وروستي