مطیع الله توراب په لر او بر پښتنو کې د شعر زیات شمېر مینوال لري، ښاغلی توارب له شعر لیکلو پرته د جادویي غږ څښتن هم دی هغه مینوال چې په لیک لوست نه پوهیږي ډیر یې دده له غږ خوند اخلي. نن مې کمپيوټر کې د توراب صیب په شعرونو سترګې ولګېدلې. دده یو نظم مې لوستلو نظم اوږد وه مګر لاندې یو بیت یې راته ډیر خوند راکړ.
سل سره شته ولې د سلو سرو سر نه لري
دا وطن زر لري ملـــګرو خو زرګر نه لري
د بیت راته ذهن ډیر مصروفه کړ او په ډیرو سوچونو کې یې ډوب کړمه. ددې بیت مبدا د پښتو متل چې ( سل د ومره خو د سلو سر د ومه مره) تړاو لري مګر دوهمه برخه یې د لومړي بیت ټوله مانا له ځان سره رانغاړي او هر څه د وطن په مینه تماموي.
سل سره شته ولې د سلو سرو سر نه لري
سل سره چې هدف یې سل سړي دي. سل کسان که یوځای راټول شي اود یو کار لپاره په اخلاص ودریږی زما په فکر ټولنه کې د ډیرو ناوړو پدیدو مخه نیولی شي خو دا سل سره یو سر غواړي چې پاتې نهه نوي سره ټول رهبري کړي او د دوی مشرتوب په غاړه واخلي. زه په فسبوک د پښتو د خوږې ژبې د نثر خوږ لیکوال لیکنې ډیرې لولم او خوند ترې اخلمه، دوست صیب زیاتره وخت چې کله په اجتماعي ډول جلال اباد یا خوست ته د دریو ورځو لپاره په زرههاوو تبلیغان راټول شي نو حتما یو پوسټ کوي چې که دومره خلک یا تبلیغان د ځینو ناوړو پدیدو په مخه لکه فساد یا بل بد کلتور په ضد راټول شي زه مطمینه یم چې دا بده پدیده له مینځه وړلی شي خو دوی دا کار نه کوي. زه د دوست صیب په دا ډول نیوکه د توراب صیب دا بیت یو ښه ځواب بولمه دا خلک چې شمېر یې له سلو څو ځلې اوړي خو مګر د سلو سر نه لري.
موږ د جنګ په ناخوالو کې ډیر د سر سرونه له لاسه ورکړل او دا لړۍ اوس هم ښه په درځ کې روانه ده. زما قومي مشر، دیني عالم، انجنر، ډاکټر، قانون پوه، نظامي مامورین حتا ددې هیواد هر وګړی له بدبختۍ سره په جنګ دی. د رمې شپون راولاړ شو جنګ ته یې لاس واچوو دا نه وایي چې افغانستان ازادوم یا دې وطن کې زما رمه څري او ددې خاورې هوا تنفس کوي واښه یې خوري او بیا له هغو ما ته شودې، مستې او قورت غوړي راکوي او په ما حق لري خو وایي چې دین ته خطر دی البته که دیني اړخ له تیرو کلونو سره مقایسه کړو ډیر زښت زیات تغیر لیدلی شو مثلا له پخوا څخه اوس ډیر دیني مدارس لرو دیر دیني عالمان لرو علم له تیرو ټولو کلونو ګراف لوړ دی موږ په کم وخت کې ډیر پرمختګ کړی دی. د ځینو چارواکو به څه نه وایمه چې هغوی خو جنګ کې رزق موندلی دی. په حقیقت کې خو داسې ځوانان له همدې د سلو د سر نه خراب شوی دی. دا دې سلو سر په ډیر مهارت او مکارتوب د سلو د سر ځای نیولی دی کنه په ځینو د سلو سر په د هم نه ارځې چې مړ سپی پرې کش کړې د سلو سر خو ډیره لرې خبره ده. همدې د سلو د سر له امله په ټولنه کې ډیرې پدیدې رواج شوي دي چې دې پدیدو کلونه نیولي دي او په اسانۍ سره مینځه نه شي تللی.
په دوهمه مصرع کې ډیر ښکلي او د مینې سمبولیک توري ځای په ځای شوي دي لکه زر او زرګر چې د پښتو ژبې په ادبیاتو کې زرګر ډیر په قدر یاد شوی دی. زرګر په متلونو کې هم ډیر یاد شوی دی لکه (زر ټکه د زرګر یو د اهنګر). زرګر همدا ډول په ډیر لنډیو کې هم یاد شوی دی لکه:
پيزوان په کورمه کې جوړيږي
د پېښور زرګره مات دې شه لاسونه
خدای دې د پوزې پېزوان مات کړه
چې د زرګر په دوکان دواړه يو ځای شونه
سترگې خو تا ورکړې خدايه
کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه
زرګر د سپینو او سرو زرو له پرزو واړه واړه ښکلي میخکي، ګوتمۍ، غاړه کۍ او لښتۍ جوړوي د زرګر ګزارنونه ډیر ورو او واړه وي خو ډیر ګران وي. اهنګر چې لوی لوی څټک د ورځې په جریان کې وهي او نسبت زرګر ته یې کار ډیر دروند او خیرن دی سرچپه یې ګټه هم له زرګر کمه وي. که د اهنګر دوکان د زرګر له دوکان سره مقایسه کړو ډیر توپیر لري زرګر یو ښکلی صفا چاپیریال لري کله کله پکې د جینکیو د بنګړو شور د عطرونو له خوشبویانو هم ډک وي مګر د اهنګر دوکان له ډیرو کثافاتو ډک وي.
خو تراب صیب په د مصرع کې د عشق په لمبو کې نه سوځي د خپلې ماشوقې د زرو پیزوان خبره نه کوي بلکې هغه له زرو دا ډک وطن ګوري چې د وطن درې یې له سرو زرو، الماسو او یاقوتو ډکې دي چې په راویستلو سره یې ددې غریب ملت ټولې هیلې پوره کیدلی شي، تراب صیب وایي نه داسې نه ده ددې ټولو ملغلرو رایستل لاره غواړي طرحه غواړي چې هغه د یو ښه رهبر نه شتون دی، تراب صیب د رهبر یا طراح ته زرګر وایي. دا چې زرګر په ډیر کوچني چټک باندې مختلف د سینګار الې جوړوي او بیا هغه د مشتري لخوا په ناز اخستل کیږي او د خپلې ماشوقې ته په ګوته کوي یا غاړه کوي. دا د اهنګر کار نه دی چې د یو تبر د جوړولو لپاره ډیر اورونه بلوي اوسپنه ویلي کوي او بیا له هغه یو تبر جوړوي همداسې نورې الې جوړوي. زرګر کار ډیر کوي خو ورو او په دقت یې کوي او ډیر وخت نیسي مګر بیا یې ګټه هم همداسې ډیره وي.
دا هیواد په وطن یو مین زرګر غواړي چې دې هیواد ته له خپلو زرو او ملغلروداسې سینګار جوړکړي چې نړۍ ګوته په غاښ کړي. دا زرګر باید د کونجکو غل نه وي چې هره ښکلې ګوتمۍ په بډه ننباسي. موږ داسې غله تجربه کړل ومو لیدل چې د ملت مالونه یې په بډه ووهل په بیت المال یې خیټې وکړې خو بیا هم ماړه نه شول، کله یې چې موقف له لاسه ووتل بیا هم د یو څو منحوسو څیرو په جلبولو سره بیرته ځانونو ته کمپاینونه شروع کړي دي چې زموږ زمانه کې داسې بد حال نه وه روپۍ وې مستې وې مزې وې چړچې وې جوړې به میلې وې غوړې غړې میلمستیاوې به وې. بلکل چې دا واقعیت خبره ده هغه وخت هر څه وه خو نن د غلو په لاس وه ځکه خو نن په ملت او په دوی بده ورځ راغلې ده.
وروستي