
توره بوړه د ايران لپاره ګواښ دی
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
داعش وسله واله ډله د القاعدې په پرتله غښتلې او په نويو وسلو سمباله ده. داعش له عراق او سوريې څخه سرچينه واخېسته اوس د نړۍ په يو شمېر هېوادونو او افغانستان کې بريدونه او جګړه کوي.
رويټرز خبرې آژانس وايي، چې د افغانستان د تورې بوړې سيمه د ايران لپاره ګواښ دی او داعش وسله واله ډله به له دغه ځای څخه ايران په نښه کړي.
د رويټرز په وينا، توره بوړه په افغانستان کې نړيوالو ترهګرو لپاره خوندي پټن ځای دی، کله چې په ۲۰۰۱ کې امريکا په افغانستان پوځي بريد وکړ، نو د القاعدې شبکې مشر اسامه بن الادن تورې بوړې ته وتښتېد، چې د يو وخت لپاره هلته مېشت وو او وروسته د پاکستان په ایبټ آباد کې ووژل شو.
د رويټرز د خبر له مخې، سني مذهبه داعش وسله واله ډله له عراق او سوريي وروسته د ايران په اکثريت شيعه مذهب هېواد باندې د بريدونو پلان لري. د ايران اکثريت نفوس شيعه او په کم شمېر کردان او سني مسلمانان هم لري.
داعش وسله والې ډلې د عراق له پولو څخه څخه د ايران په مرکز تهران د پارلمان په ودانۍ بريد وکړ او سمدلاسه يې د بريد مسووليت په غاړه واخېست. داعش نه يوازې د ايران په پارلمان د بريد مسووليت په غاړه واخېست، بلکې په ايران يې د نورو بريدونو ګواښ هم وکړ.
په مذهبي اساس داعش د ايران له دولت سره په ټکر دی او همدارنګه په سوريه کې د ايران لاسوهنه او په سوريه کې داعش پر وړاندې د ايرانيانو جنګېدل؛ د اېران او داعش دښمني يو په دوه کړي.
تېر زېږديز کال د ايران حکومت خبر خپور کړ، چې په لسګونه هغه کسان يې نېولي دي، چې په ايران کې يې د داعش په لارښوونه د بريدونو پلان درلود. د ايران له ياد خبر وروسته داعش ډلې يوه وډيو خپره کړه، چې په فارسي ژبه خبرې کوونکی کس ګواښ کوي، چې د ايران د اکثريت شيعه وګړو سرونه به پرې کړي.
ايران په افغانستان کې داعش له شتون څخه سخت په ويره کې دی، په همدې موخه افغان حکومت ايران متهم کوي، چې له طالب وسله والو سره مرستې کوي، ترڅو په افغانستان کې د داعش ډله وځپي او په ايران د احتمالي بريدونو له کچه را ټېټه کړي.
ايران ولري، که چېرې داعش ډله په افغانستان کې د تورې بوړې سيمه په خپل واک ولري نو په اسانۍ سره په ايران بريدونه کولی شي. توره بوړه له ننګرهار پرته، لوګر، کورمې او پېښاور ته داسې لارې لري، چې داعش وسله په اسانۍ سره ترې تګ- راتګ کولی شي.
توره بوړه د القاعده د مشر اسامه بن لادن لپاره خوندي پټنځای وو، نو که چېرې داعش جنګيالي په افغانستان کې توره بوړه تر خپل واک لاندې راولي، نو نه يوازې به د افغان حکومت او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو بر وړاندې بريدونه ډېر کړي، بلکې له دې لارې به د افغانستان او پاکستان سره د ايران پولو ته ځان ورسوي او ايران به خپل بريدونه تر سره کړي.
په تېر ۲۰۱۷ زيږديز کال کې، په توره بوړه کې داعش ډلې د پوره شتون خبرونه خپره شول، خو افغان حکومت د جون په مياشت کې وويل، چې د داعش وسله والو له شتون څخه يې توره بوړه پاکه کړې ده.
له داعش وړاندې، د ۱۳۵۷ کالنو په ترڅ کې د افغان حکومتونو پر وړاندې د مجاهدينو په نوم ډلو، طالب وسله والو، د القاعدې شبکې او د افغان حکومت وسله والو نورو مخالفينو له تورې بوړې څخه د يو ښه او خوندي مرکز او کمين په توګه ګټه پورته کړې ده.
د شنونکو له انده، په افغانستان کې د داعش وسله والو شتون يوازې په دې موخه نه دی، چې افغان حکومت او په افغانستان کې بهرني ځواکونه په نښه کړي، بلکې داعش ډله له افغانستان څخه په اسانۍ سره ايران او روسيه په نښه کولی شي.
په افغانستان کې د داعش ډلې موجوديت ايران او روسيې ته لار هواره کړي، ترڅو د افغان سره د جنګېدونکو طالب وسله والو سره مالي او پوځي مرستې وکړي.
ايران او روسيه هڅه کې چې په افغانستان کې دننه د طالبانو په وسيله داعش وځپي او د چانس ورنه کړي، چې د افغانستان له پولو د ايران او روسيې تر خاورې ورسيږي.