
کلونه کیږي، چې افغانستان په بیلابیلو نومونو په پردۍ جګړه کې راګیر دی. کله د جهاد په نوم، کله د انقلاب ساتنې په نوم، کله د وطن ساتنې په نوم افغانانو په خپلو کې جګړې کړې دي، چې د ټولو تر شا پردۍ ګټې نغښتې وې او دي او بهرنیو استخبارتي کړیو لخوا د پردې تر شا پرمخ بیول شوې دي. دغه جګړو افغانستان ته په مادي او معنوي لحاظ سخت زیانونه ورسول، ډېر خلک له ژونده بې برخې شول، ډېرو د وجود غړي له لاسه ورکړل او معیوب شول او د دې ترڅنګ هېواد کې زیربنا او ابادۍ ویجاړې شوې او له منځه لاړې.
د طالبانو د حکومت له پرځیدو وروسته چې د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ نړیوالو افغانستان ته د همکارۍ لاس راوږد کړ، له ډېرو افغانانو سره تمه پیدا شوه، چې حکومتي بنسټونه به پر پښو ودریږي، ابادۍ به رامنځته شي او افغانستان به یو ځل بیا د یوه خپلواک او پرمختللي هېواد په توګه راڅرګند شي. که څه هم په تېره یوه نیمه لسیزه کې په مختلفو برخو کې خورا ډېر پرمختګونه رامنځته شول، خو تر څنګ یې په وروستیو لسو کلونو کې د طالب تر عنوان لاندې د جهاد په نوم جګړه زور واخیستو، چې اوس هم روانه ده او دغه تروریستي ډلې سخت خونړي بریدونه ترسره کړل.
که څه هم مخکیني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار وسله وال طالبان سولې ته رابللې دي، خو هغوی د سولې غږ په یوه خونړي برید ورځواب کړی دی. طالبان چې ځانونه افغانان بولي، په لومړیو کې د جګړې او بریدونو لامل د امریکایانو او نورو بهرنیانو شتون په ګوته کولو، خو اوس چې د هغوی پوځي حضور راکم شوی، د طالبانو ټول بریدونه په افغان ځواکونو او ملکي افغانانو دي، چې د دوی دا جنایتونه به هیڅکله د خلکو له حافظو و نه وځي او تاریخ به یې پټ نه کړي. طالبان اوس په ټول شدت سره د افغانستان پر خلاف او عامو افغانانو پر خلاف جګړه کوي، خو بیچاره ګان هغوی د خپل بادار د خوشالولو لپاره دا کار کوي.
که څه هم افغان حکومت په مختلفو وختونو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول پاکستان د دغو بریدونو تر شا په لاس لرلو کې ککړ بللی، خو اوس عامه افغان ذهنیت همدا دی، چې دا جګړه د پاکستان له لوري رهبري کیږي او یوه ورځ به ورسره حساب کتاب وشي. دا خبره اوس لا یقیني شوې ده، چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونلډ ټرامپ د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره په خپلو ستراتیژۍ کې پاکستان د تروریستانو سره په همکارۍ او هغوی ته د پټنځایونو په ورکړې پړ وبللو او د هغوی پر وړاندې یې د جدي اقدامات غوښتنه وکړه. په وروستیو کې د امریکې او پاکستان اړیکې خورا ترینګلي حالت ته په دې رسیدلې دي، چې امریکا ته نور په پاکستان کې افغان وسله والو طالبانو او حقاني شبکې شتون د زغم وړ نه دی او امریکا په پاکستان له دې امله یو شمېر پوځي مرستې درولې دي، چې د دغو تروریستې ډلو خلاف یې اقدام نه دی کړی، بلکې تقویه کوي یې او خوندي پټنځایونه یې وکړې دي. په وروستیو ورځو کې وسله والو طالبانو یو ځل بیا په مختلفو ولایتونو کې له وحشت ډک بریدونه ترسره کړل، چې ډېر تلفات یې ملکي و او دا څرګندوي، چې دغه اورپکي ډله د اسلام نوم څخه نه سمه استفاده کوي او د جهاد په نوم د پاکستان ګټو لپاره جګړه کوي. په کابل او جلال اباد کې وروستي خونړي بریدونه په هیڅ ډول د توجیې وړ نه دي، خو لا هم هغوی دغو بریدونو ته د جهاد نوم ورکوي. موږ ویلی شو، چې په افغانستان کې اوسنۍ روانه جګړه کاملآ پردۍ ده او تر شا یې پاکستان او یو شمېر نورې استخبارتي کړۍ لاس لري او په دې توګه خپلې ګټې خوندي کوي. اوس تر هر څه مهم افغانانو ته یووالی دی، چې هر ډول، سمتي، ژبنی او مذهبي توپیر لرې کړي او په یو موټي توګه د ګډ دوښمن پر وړاندې وجنګیږي. هر افغان باید ځان د دې هېواد یو سرتیري وګڼي او د هېواد څخه په ټینګه دفاع او ساتنه وکړي او که خدای مه کړه، موږ او تاسې د ویرې له وجې چپ پاتې شو، نو په ډاډه ویلی شم، چې دغه وحشي تروریستان به یوه ورځ موږ او تاسې یو یو وژني او بیا به وخت تېر وي.
میوند مشال