د ماشوم ښه پالنه

په اوسنۍ نړۍ کې د ماشوم لپاره د خپل ژوند لویه هيله د مور او پلار مينه وي، خو په همدې اساس باید ماشوم هغه کارونه ترسره کړي چې په راتلونکي کې د ماشوم لپاره د ژوند په ټولو چارو کې نه هيردونکي وي، نو ماشوم ته د مور او پلار لخوا کومه مينه چې ورکول کيږي، هغه د ماشوم لپاره د ژوند تر ټولو لویه هيله ده.

ماشوم د مور په غيږه کې هغه خوشالي اساس وي، چې د ډيرې خوشالۍ له امله د ماشوم هغه د مور مينه چې له مور سره یې کوي، یوازې د ماشوم لپاره نه بلکې د مور لپاره چې د ژوند یوه نه هيردونکی مينه وي.

نو په اوسنۍ نړۍ کې ماشوم باید داسې وروزل شي، چې د پېدايښت سره سم هغه تربيتي ارزښتونه په ذهن کې ورکړل شي کوم چې د انسانیت لپاره اړين وي.

نه داسې چې ماشوم ته د ماشومتوب له لومړۍ پړاوه داسې غيرې اخلاقي،غيرې انساني کړنې په ذهن کې واچول شي،کومې چې د کورنۍ او ټولنې لپاره مضیر تماميږي.

هغه شیان چې د ماشوم او ټولنې لپاره زيان رسوونکي وي، نو داسې شیان باید ماشوم ته ونه ښودل شي، د بيلګې په توګه ،که چيرې موږ یو ماشوم ته ووايو چې لاړ شه د دوکان څخه نشايي توکې راوړه، نو ماشوم د ځان سره دا اساسوي چې آیا زما پلار دغه کار ترسره کوي، نو راځه چې ته دغه کار تر سره کړه. نوهغه شیان چې زيان رسوونکي بلل کيږي، باید په ماشوم باندې رانه وړل شي. همدغه یې ښه لاره ده.

هغه خبرې چې ماشوم په ذهن کې په اسانۍ سره ځای نیسي او اصل کې غير اخلاقي او غيرې انساني خبرې وي نو د مور پلار او د کورنۍ د نورو غړو لپاره لازمه ده چې د ماشوم په وړاندې له داسې خبرو کولوډډه وکړي لکه:(ښکنځل)،ویرول، او داسې نور... له دې سره باید هڅه وشي چې د یو ماشوم د سالمې روزنې په نيت ماشوم ته هغه څه وروښودل شي کوم چې د ماشوم او ټولنې د جوړښت سبب کيږي.

د یوه ماشوم د روزنې په ترڅ کې دا باید له یاده ونه باسو چې د ماشوم د بل هر اړخيزه تربيت ترڅنګ باید ماشوم ته د تفريح کولو مساعده کړو. چې په داسې کړنو سره له یو خوا د یوه ماشوم بدني روزنه کيږي او له بلې خوا یو ماشوم ټولنيز جوړيدلای شي.

موږ د لوستلي دي چې د مور غېږه د ماشوم د سالمې روزنې لپاره یو مناسب ځای ده، خو له دې سره د پلار او د کورنۍ د نورو غړو ونډه هم اړينه ده،که چيرته یوه کورنۍ خپل ماشوم روزلو ته سالمه پام لرنه وکړي، نو لارې نه ده چې کورنۍ به یې زړه رښکوونکې ثمره وويني.