لکه چنار دنګ ځوان ووژل شي د ټولنې د ملا تير مات شي ځوانه ښځه او کوچني ماشومان بې سرپرسته شي، مور بوره شي خور په زړه سورۍ شي.
بختوران به ورته وليکي شهادت دې مبارک شه بس نو ځان او نورو ته په همدې زړه ښه کړي، چې ځه شهيد شو هغه دنيا يې ښايسته شوه.
حضرت محمد ص ته يو صحابي راغی ورته يې وويل ما خوب وليده کوم صحابي چې جنګ کې شهيد شوی و، هغه وروسته جنت ته ځي او بل ورور يې چې يو کال وروسته په خپل مرګ مړ شو، هغه ترې مخکې جنت ته ځي.
حضرت محمد ص ورته وويل دا ځکه چې هغه له ده يو کال زيات عمر وکړ، يو کال روژې يې زياتې له هغه ونيولې، يو کال يې له هغه ډير لمونځونه، عبادات، زکات او نور نيک اعمال وکړل، نو ځکه له شهيده دا بل ورور يې مخکې جنت ته ولاړ .
بله دا چې ايا هغه څوک چې مړ شوی دی دا يې غوښتل چې شهيد شي؟
يقيني يم چې نه، هيڅکله نه! ځکه هغه پوهيږي چې د دې ټولنې خلک سړيخواره؛ او د انسانيت او سله رحمۍ په نامه څه نه پيژني؛هغه پوهيږي چې له شهادت وروسته به دا ټولنه د هغه ښځه غلامه کړي او خپلې خاشې او خځلې به پرې پاکوي،خپلې چارې به پرې اسانوي؛ هغه پوهيږي چې نه يوازې دا چې ښځه به يې د دې ټولنې د شتمنو لوښي لرګي پاکوي بلکې دومره به يې محتاجه او اړمنه ساتي چې سوال يا خير غوښتو ته به يې مجبوره کړي.
نه يوازې دا چې دا ټولنه به د شهيد د ښځې لپاره يوه بلا ناخوالې جوړې کړي، بلکې کوچني اولادونه به يې هم د بد بختۍ ښکار کړي؛ په کوچنيوالي کې به یې اولادونه له ښوونځي ليرې وساتي او چې لوی شي نو بیا به ترې خپلې اشرې او لښکری جوړوي او په دې ډول به يې د تباهۍ کندې ته ور ټيل وهي.
راځئ نور نو د شهادت له مبارکيو تير شئ، ژوند له شهادته غوره او قيمتي دی.
که دا چارې مو د جنت ګټلو لپاره وي، نو جنت یوازې په شهادت کې ندی، جنت ته د تللو کومه بله لاره ګودره ولټوئ هغه جنت او شهادت څه مانا چې ستاسې خوږ ژوند دې پرې پای ته ورسي د جنت او حورو په مينه کې ډير ليوني کيږئ مۀ، که جنت ته د تللو هيله لرئ، نو د خپلو والدينو او اولادونو سره نيک سلوک وکړئ او د خپلو ملګرو او دوستانو سره په مسکه خوله مخامخ کيږئ.
وروستي