
برتانوي څېړونکي په خپلو څېړنو کې د هغه سوال ځواب ته رسېدلي دي چې هر وخت به یې انسان په فکر کې اچاوه او د نړۍ په بېلابېلو ټولنو کې به د خلکو تر منځ بحث پرې تود وو.
څېړونکو داخبره ثابته کړې چې چرګه له هګۍ څخه مخکې پيدا شوې ده.
د راشا ټوډې د خبر له مخې انګلېسي څېړونکو مشخصه کړې ده، چې د چرګې هګۍ پوټکی د (اوفوسليډين۱۷) عنصر لرونکې ده چې يوازې د چرګې په بدن کې پيدا کېږي، پر دې اساس چرګه دا ماده ۲۴ ساعته مخکې د هګۍ له اچولو ترشح کوي، چې د هګۍ پوټکی تشکيل کړي، څېړونکي په دې باور دي چې دا ماده يوازې چرګه لري نو په دې کې شک نشته، چې چرګه له هګۍ مخکې پيدا شوې ده.