د برازیل روغتیاپالانو د ویښتانو د لویدو او اوږدیدو په اړه په ترسره کړو تحقیقاتو کې دا موندلې ده چې لوږه په چټکه توګه د ویښتانو د لویدو او اوږدیدو سره مرسته کوي.
دسیل مجلې دريپورټ له مخې یادې ډلې دخپلو تحقیقاتو په ترڅ کې چې په موږکانو یې ترسره کړې ښه نتیجه تر لاسه کړې ده.
دڅیړنې موندنې ښئ چې یادو پوهانو دموږکانو یو ډلې ته په منظمه توګه خواړه ورکول او بلې ډلې ته یې په غیرې منظمه توګه خواړه ورکول دې نتیجې ته رسیدلي.
د شپږ میاشتني تحقیقاتو په پایله کې دا معلومه شوه هغه موږکانو ته چې په منظمه توګه ورته خواړه نه ورکول کیدل د هغه موږکانو سره په مقایسه کې چې په منظمه توګه ورته خواړه ورکول کیدل د جلد پوټکی قوي او ویښتان يي په چټکه توګه لویدل.
برازیلي کارپوهانو ویلي دي چې د موږکانو د وجود د تودوخي د ثابت ساتلو په خاطر د لږې انرژۍ مصرف ددې لامل ګرځیدلی دی چې د هغوې ویښتان په چټکه توګه لوی کړي.
دڅیړونکو په باور دا تجربه انسانانو لپاره هم دتطبیق وړ ده .
وروستي