دغاښونو نه مینځل مو په دغه وژونکې ناروغۍ اخته کوي

غاښونه چې د انسان د ښکلا یوه مهمه نښه او سمبول ګڼل کیږي او یو انسان د سپينو او پاکو غاښونو په لرلو سره د ډيرو خلکو دخوښې وړ کړځي.

د امریکا د نیویارک پوهنتون څیړونکو په خپله یوه نوې څیړنه کې موندلي هغه کسان چې خپل غاښونه په منظم ډول هره ورځ نه برس کوي د ستوني یا مرۍ په سرطان د اخته کیدو چانس یې زیات وي.

یاده څيړنه چې د سلو زرو څخه په زیاتو کسانو ترسره شوې معلومه شوې هغه کسان چې خپل غاښونه نه برس کوي یا نه مینځي؛ نه یوازې د خولې په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي بلکې د مرۍ د سرطان ګواښ یې شاوخوا شل سلنه زیاتیږي.

د څیړونکو په باور په خوله کې شته باکتریاوې له مرۍ سره اړیکه لري او په مرۍ ناوړه اغیزه کوي او په پایله کې د مرۍ دسرطان لامل ګرځي.