زما د «لغمان شاعران اوقلموال» کتاب ولې نيمګړی پاتې دی!؟

انسان هغه هوښمن او فکور ساکښ ـ دوه بولی موجود دی چې د خپل ذهن د حافظې او فکر پر برکت په خپل ژوند کې د اړوندو چارو او کارونو د اجرا لپاره په خپل ذهن، سوچ، ګرېوان، کاغذ او د کمپيوتر پر سکرين (حافظه) باندې ورځني، اوونيز، مياشتني، درې مياشتني (ربع وار)،  شپږ مياشتني، کلني، پنځه کلني، لس کلني، ماستر پلانيزه او ستراتېژيک پلانونه (نقشې)(۲۵ کلن، ۵۰ کلن او ۱۰۰ کلن پلانونه) جوړوي (طرح کوي!)او بيا د خپلو موجوده (مادي او معنوي) امکاناتو له مخې د هغو پلانونو په تطبيق (عملي کولو) باندې اقدام کوي!
ما هم په ۱۳۸۵ کال کې په افغانستان (کابل) کې دوه لېرې واټن لروونکي پلانونه (ماستر پلانونه) له خپل ځان سره په خپل ذهن او حافظه کې مطرح کړل، د هغو پلانونو د ذهني نقشې له طرح کولو سره جوخت مې د هغو د تطبيقولو په لارو چارو او امکاناتو ژور او هر اړخيز فکرونه وکړل. له يو شمېر(پوهانو، اکاډميکو شخصيتونو، شاعرانو، ليکوالو، څېړوونکو، ژباړوونکو، ژورنالستانو، مؤلفينو  او د کابل پوهنتون او ننګرهار پوهنتون له ځينو استادانو سره مې پرې مشورې وکړلې.ځينو ځينو خو بېخي داسې را پورې وخندل، ټوکې يې راباندې وکړلې او پوزخندونه يې هم ما محسوس کړل ؛ لکه پخوا زمانه کې(له ۱۹۲۴ م. کال څخه دمخه) چې يوه انګليسي ژورنالېست له ولادمير اېليچ لېنین سره له مرکې وروسته پر هغه ريشخند وهلی و او ورپسې يې ليکلي و : « د کرېملين خيال پلو وهوونکی د شوروي اتحاد رهبرپه نه امکاناتو آسمان ګزوي...!»
زه د هغو مشرانو او زورورانو(قلموالو او صاحب نظرانو) په ملنډو، ټوکو او پوزخند باندې خوابدی شوم، خو نا اُميده نه شوم! زما هغه دوه لېرې واټن لروونکي پلانونه کوم وو ؟ او زما د هغو دوو ماستر پلانونو موخه څه وه ؟
۱. ما غوښتل چې په افغانستان کې د شعر ـ شاعرۍ، علم، ادب او فکري زيارګالنې د ټاټوبي (زرغون لغمان) د ټولو ټولو شاعرانو او قلموالو (شاعرانو، ليکوالو، څېړوونکو، ژباړوونکو او ژورنالستانو) (له : بابو جان « لغماني » څخه شروع تر کوچني ترين شاعر کيوان جان پورې ټول په هغه ستر کتاب کې د دوی له لنډو ژوند ليکونو، عکسونو او د شعرونو او اثارو د بېلګو په خوندي کولو سره لا اقل (۳ ـ ۵) ټوکيزه غټ کتاب وليکم!
۲. ما غوښتل چې داسې يو بل غټ کتاب په : پښتو، دري (فارسي)، روسي، اوکرايني، انګليسي ژبو (همزمان) وليکم چې زموږ د هېواد د ځوانانو او پېغلو او را تلوونکو نسلونو ورځنۍ (اړونده) ستونزې ورته په هر دم او قدم کې حلې کړي! (وليکم!!)
ما د دغو دوو ډېرو ضروري او مهمو کتابونو د ليکلو پر موخې له (۱۳۸۵) کال څخه تر همدا سږني (۱۳۹۶) کال پورې يو شمير اړين مواد (په کراره کراره) را ټول کړل. خو لا د دغو کتابونو پر ليکلو مې عملاً تر اوسه پورې اقدام نه دی کړی!؟
دوه ورځې د مخه را څخه ښاغلي شاعر او د لنډو کيسو ليکوال لطف الله « لطفي ـ آړ » صاحب د فسبوک پر مخ له افغانستان ـ کابل څخه وپوښتل :
ـ « استاد تحريکه! تا خو په کابل کې « افغان ادبي بهير » کې کله نا کله ويل : « د لغمان شاعران او قلموال » په نوم کتاب ليکم! هغه کتاب دې وليکه او که نه!؟»
ما ښاغلي « لطفي ـ آړ » صاحب ته د ده د دغې پوښتنې ځواب ور ولېږه!
خو نن مې په زړه کې را وګرځېدل چې راځه دا موضوع له تاسو درنو هېوادوالو، زما د فسبوک يارانو، مينه والو، پلويانو، شاعرانو، ليکوالو، ادیبانو، څېړوونکو، ژباړوونکو، ژورنالستانو او هُنر دوستانو سره هم شريکه کړم!
ما ولې د « لغمان شاعران او قلموال » ستر او پنډ کتاب پلان کړی و او کار پرې کوم!؟
تاسې به له خپلو ځانونو سره فکر وکړئ : البته ته به بېکاره سړی يې چې خپل وخت دې د داسې يوه بې ارزښته کتاب په ليکلو تېروې!!؟؟ او يا به تاته په ټول افغانستان کې يواځې د لغمان ولايت ګران اوسېږي ؟ پر دې دليل به د لغمان شاعرانو او قلموالو پسې کتاب ليکې!؟
خو زما ځواب داسې فکر کوونکو کسانو ته داسې دی :
ماته افغانستان د ځمکې پر مخ (بېلا تشبېه!) د فردوس جنت دی! ماته د افغانستان هر قدم او هر څپک ځمکه لکه د لغمان د الينګار د نيازيو د پاچخېلو د قريې حاجي کلا او کوزو« ټيګلاميو » په څېر ګران، ارزښتمن، زړه ته را نږدې او بېحده خواږه دي! ماته ټول افغانان د يوه لاس پنځه ګوتې دي او ماته د افغانستان (۳۴) ولايتونه، هر يو ثاني (دويم) لغمان دی!
خو اصلي خبره (موخه) مې په دې ټکي کې دا وه او ده :
هر کله چې زما د کوم افغان : شاعر، ليکوال، څېړوونکي، ژباړوونکې، استاد، ژورنالست او کره کتوونکي ژوند ليک او د اثارو بېلګه پکار شوي دي! نو يا خو مې بېخي په هېڅ کتاب کې نه دي پيدا کړي او يا مې ډېر تت، سپېره او لږ معلومات (د نشت په حساب، هغه هم غلط او ګډ وډ) پيدا کړي دي! ما غوښتل چې د هېواد د راتلوونکو نسلونو د شاعرانو او اديبانو دغه ټولنیزه ـ ادبي سونزه په اول قدم کې چې زه په لغمان کې زوکړی شوی او غټ شوی يم او فرهنګي شناخت مې په هغه ولايت کې له کوچنيوالي (کمکۍ ځوانۍ) څخه تر اوسه پورې ډېر او هر اړخيزه دی! زه بايد د لغمان د شاعرانو او قلموالو په هکله همداسې يو پنډ کتاب (په څو ټوکونو کې) وليکم او بيا به زما پر پله د افغانستان په هر ولايت کې يو پښتون قلموال به همداسې د خپل خپل ولايت پر کچې يو هر اړخيز کتاب وليکي او بالاخره په پای کې (وروسته له ۵۰ ـ ۱۰۰) کالو به (لر ـ بر) افغانستان د خپلوټولو پښتو ژبو شاعرانو او قلموالو يو عمومي (څوڅو ټوکيزه دايرت المعارف) ولرو او زموږ تېر ادبي تاريخ به روښانه شي، له تتوالي او مستوريت (ګونګوالي، پټوالي،هېرېدلو او وره کېدلو)څخه به بچ شي او راتلوونکو نسلونو ته به د هېواد د تېر ادبي تاريخ  نسبتاً يو روښانه او ځلانده ليکنی تصوير په واک کې ورکړل شوی اوسېږي!!؟؟
زما د دغه غټ کتاب د ليکلو په پروسه کې ستر خنډونه (تر اوسه پورې)لاندي وو او دي :
۱. په هېواد کې نا امني او تحميلي جګړې (په لغمان کې د لغمان ټولو سيمو ته زما تګ له ۱۳۸۴ ـ ۱۳۹۳) کال پورې نا ممکنه وو، ما په هغو کلونو کې د ټولو تېرو لغماني شاعرانو او قلموالو ژوند ليکونه، عکسونه او اثار پيدا نه شول کړای!
۲. د لغمان يو شمېر شاعران او قلموال له (۱۳۵۲) کال څخه تر (۱۳۹۶) کال پورې د نړۍ په ګڼ شمېر او بېلابېلو هېوادونو کې (د : ايران، پاکستان، روسيې،هندوستان، جاپان، کاناډا، امريکې او استراليا په شمول) کډوال شوي دي. د هغو ټولو ژوند ليکونه، عکسونه او د اثارو بېلکې زما لاسته  رانغلي او لاسته راوړل يې راته اسانه کار هم نه دی!
۳. ځينو ځينو خود غرضو، سياسي ناروغانو او تنګ نظرو شاعرانو، قلموالو (ځان غوښتوونکو، ځان خوښوونکو او ډلبازيو ـ سياسي اېډيالوژيو پالوونکو) کسانو خو بېخي غلط او افراطي افکار(خپل نظرونه) هم را سره په دې اړه شريک کړل، خو ما ونه منل...!؟
۴. زه په ۱۳۹۳ کال کې له کابل ـ افغانستان څخه د خپلې مېرمنې او درې لورګانو پر هڅو، «سپانسرۍ » او رسمي بلنې د امريکې متحده ايالتونو ته د افغان کډوال په توګه راغلم. له دې ځای څخه ماته دا کار ډېر سخت او ستونزمن دی چې زه دې د لغمان ولايت په شمول له ټولې نړۍ څخه د لغماني شاعرانو او قلموالو ژوند ليکونه، عکسونه او د اثارو بېلګې را ټولې او تر لاسه کړای شم!!؟؟
خوما دا مقاله پر دې خاطر وليکله او له تاسې درنو هېوادوالو سره مې شريکه کړله ؛ چې که تاسې هر لغمانی شاعر او قلموال د نړۍ په هر هېواد او هر ګوټ کې پېژنئ او اړېکه ور سره لرئ ؛ نو مهرباني وکړئ، هغه ته ووايئ چې ماته زما د فسبوک د مېسېنجر:
 = (دا مې په مُستعار نوم  فسبوکي اصلي اکونټ دی!)Hodman Banwal
 له لارې او يا دې راته زما د اېمېل پتې په ادرس :
دا مې د ايمېل پته ده! په دې پتې دې ؛ = aziztahrik2014@gmail.com
خپل ژوند ليک، عکس او د خپلو اشعارو او اثارو (۳ ـ ۵) بېلګې ارو مرو را ولېږي!! داسې نه شې چې سبا ورځ زه دا خپل ډېر غټ کتاب وليکم، چاپ شي!؟ او بيا هغه لغمانيان را څخه خوا بدي پاتې شي او يا را پسې ناوړه تبليغات وکوي؛ چې ګواکې :
زه خو : خلقي، پرچمي، اخواني، مُجاهد، طالب، شُعله يي، افغان ملتي، ستمي، جمهوري غوښتوونکی،... وم او يا د فلاني او بيسمداني حزب غړی وم ؛ پر دې خاطر محمد عزيز« تحريک » زما ژوند ليک د « لغمان شاعران او قلموال » کتاب کې نه دی راوړی!!
زه همدا اوس ټولو ته اعلان کوم :
زما دا کتاب ادبي او غير سياسي دی! هر لغمانی ولو که د « اخوانيانو، مجاهدينو او طالبانو په اصطلاح) : «د لېنن زوی او لورهم وي ؟ » يا،(خدای ناخواسته!) د: ابو جهل، ابولهب، شداد، نمرود، فرعون، بخت نظر، چنګېز، سيد قطب او ماؤتسې دونګ پلوی هم وي! (ټوکه مې وکړه!) ماته دې خپل ژوند ليکونه، عکسونه او اثار را ولېږي ؛ زه يې په خپل دې کتاب کې په غبرګو سترګو او وياړ سره منم او ليکم !!
خوشحاله، سوکاله او بريالي و اوسېږئ!
دا وو هغه عوامل او دلايل چې تر اوسه پورې ما د :« لغمان شاعران او قلموال » کتاب ونه شو ليکلی!!!
د سرمؤلف مرستيال :
محمد عزيز «تحريک »
ساندېيګو ـ کلفورنيا ؛
د امريکې متحده ايالات