له «افغاني ـ طالبانو» سره سوله کول، د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې تاريخي ضرورت دی!؟

څومره چې زما ذهن کار کوي: پر همهغې پيمانې زما د شخصي تحليل پايله دا ده:
د روسيې، چين، ايران، ترکيې، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان، پاکستان، قطر، سوريې دولتونه له يوې خوا د افغانستان په خاوره کې د امريکې د متحده ايالتونو د وسله وال حضور او له بلې خوا د «داعشيانو» د ورځ تر بلې چټکې پياوړتيا او پر مختګ له امله په سترو اندېښنو کې لوېدلي دي!
له بلې خوا: چين، روسيې، ترکيې، ايران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او... هېوادونو له ډېرې بدې او مجبورې ورځې څخه د پردې شاته (پټ) (افغاني طالبان) په خپلو غېږو کې د امرېکې، «ناتو» او «ايساف» پر ضد نيولي دي: دوی ته وسلې، مُهمات، پيسې او مرستې ورکوي!!
په عين حال کې د افغانستان دوه سری (سهامي شرکت) تش په نامه د «د ملي يووالي حکومت» (د ډاکتر«غني» + (عبدالله) تر خپلو دوو غوږونو پورې په سل نه: بلکې (۳۶۰) ناخوالو، ستونزو، جګړو او غمونو کې ډوب دي!!
سربېره پر دې د امريکې متحده ايالات، « ناتو »، « ايساف » غړي هېوادونه په رڼو سترګو ويني، چې په افغانستان کې د لستوڼو له مارانو څخه پرته شاوخوا (۲۳) وسله والې نورې ډلې د موجوده نظام پر ضد وسله واله جګړه کوي! او د افغانستان د ټول مساحت شاوخوا (۴۴٪) خاوره د وسله والو «طالبانو» او « داعشيانو » په لاسونو (ولکه او کنترول) کې ده!!
بله دا چې په امريکا کې هم د افغانستان، سوريې، عراق جګړو د امريکې د دولت او ملت (خلکو) پر اقتصادي حالت ناوړه اغېزه کړی دی او کوي يې!! (په دې اړه ډول ډول ملموس، محسوس او غېر ملموس غبرګونونه اورېدل کېږي، ليدل کېږي او منځته راځي!
په عين حال کې نن سبا د امريکې د دولت د نوې ستراتېژۍ  او د ولسمشر ټرمپ د غوڅ هوډ او پرېکړې له مخې پر پاکستان مُستقيم او پر ايران غېر مُستقيم فشارونه تحميل کړي او لا دوام مومي! ضمناً دا خبره هم د هېرولو وړ نه ده، چې: د عربستان، ايران، يمن، سوريې او قطر اړېکې هم ترينګلې شوې دي او سعودي عربستان غواړي چې په سيمې او منطقه کې خپلې اقتصادي ګټې او معنوي ـ ديني پرستېژ تل لوړ او ټينګ وساتي: نو د افغانستان د دولت پر ګټې غواړي « افغاني طالبان » تر ډېره بريده پورې (په مُستقيم ډول او د پاکستان له لوري په غېر مستقيم ډول) د افغانستان له موجوده دولت سره سولې او تفاهم ته هم وهڅوي او هم يې مجبور کړي، چې سوله وکوي! (عربستان پر دې خبر دی او پوهېږي: که چيرې افغاني « طالبان » د افغانستان له دولت سره سوله ونه کوي، نو له يوې خوا له طالبانو څخه ايران او روسيه ناوړې ګټې اخلي! او له بلې خوا څخه د امريکې متحده ايالتونو، « ناتو» او «ايساف» غړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو له خوا څخه «افغاني طالبان» وژل کېږي او ډېره برخه يې له منځه وړل کېږي (په عين حال کې ملکي خلکو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني تلفات اوړي!)
بله ډېرمُهمه خبره: د پاکستان، ترکمنستان، افغانستان او هندوستان لپاره د «ټاپي» په نوم مُشترکه ډېره ستره او اقتصادي ارزښتمنه  او اهميت لروونکې پروژه ده: چې د ترکمنستان د ګاز نلکه (پایپ لين) د افغانستان له خاورې څخه پاکستان او هندوستان ته تېرېږي! که چېرې له وسله والو طالبانو سره سوله ونه شي، په هغه صورت کې احتمال لري: چې د « ټاپي » پروژه له اوږد خنډ او ځنډ سره مخ شي او په عين حال کې د اورګاډي د پټلۍ چارې هم تر سره نه شي!؟
د دې خبرو تر څنګه دوه ډېر نور مُهم سياسي ـ ارزښتمن تاريخي کارونه او فکټورونه  په افغانستان کې د نوو برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ او د پارلماني ټاکنو پروسه به هم له سولې پرته بريالۍ نه شي او مُثبتې (مطلوبې) پايلې به ونه لري!!؟؟
د زمان او مکان حالاتو ته په کتو سره:
زما نظر دا دی چې بايد په افغاني جګړو کې ښکېلې ټولې خواووې (دولت، امريکايان، ناتو، ايساف، پاکستان، عربستان، ايران، روسيه، چين، ترکيه، قطر، سوريه، «افغاني طالبان »(ملا هبت الله، ملا محمد رسول، ملا سراج الدين « حقاني»، ملا عبدالمنان « نيازی» او نورې ټولې وسله والې ډلې  له انعطاف، نرمۍ او تاکتيکي سازش څخه د ملت، دولت، سيمې، منطقې او نړۍ د ګټې په خاطر سوله ايزې هوکړې او پرېکړې ته ورسېږي!!
که نه د روسيې دولت او ولاديمير پوتين خو لکه: باريس يېلڅن، ميخائيل ګورباچوف، اندروپوف، چېرنينکا، برېژینف او نورو غوندې د افغانستان د وېشلو په کمين کې وږي او تږي آن له (۱۳۶۰) کال څخه تر اوسه پورې د تور مخې، چورګرې او داړه مارې «شمالي ټلوالې» په وجود کې (مُنتظر) ناست دي!!؟؟