د دولتي ځمکو غاصبين، وسله وال لاروهوونکي، ادبي سارقين؛ ديوې مور سکني بچيان، او د يوې ناخلفې کورنۍ غړي دي!؟

ارواښاداستاد سيد ګل پاچا « اُلفت »صاحب ليکلي دي:
« شعر ، نظم ، ادبي ټوټه او نثري اثر د شاعر او ليکوال د زړه ټوټې دي او داسې ورته ګران وي؛ لکه خپل سکني اولادونه ...!»

موږ له ۱۳۷۱ کال څخه تر همدا سږني ۱۳۹۷ کال پورې په افغانستان کې ډېر زيات کسان (د مجاهدينو د رهبرانو ، آمرينو ، قوماندانانو ، سر ګروپانو او دجهادي تنظيمونو او ملېشو مشرانو او غړو په شمول) وليدل چې د افغانستان ډېرې زياتې دولتي ځمکې ، دښتې، ډګونه، باغونه، غرونه ، هوارې او ودانې ځمکې ، دولتي ودانۍ، د بيت المال منقول او غېر منقول ملکيتونه يې د وسلو او خپلو وسله والو لنډغرو په زور قبضه او غصب کړل، تر خپلې شخصي ولکې لاندې يې را وستل ؛ ډېرو زموږ بې دفاع او مظلوم خلک جريمه کړل ، جزيې او جريمې يې ورڅخه د ټوپک په زور واخيستلې ، لويې لارو ( عمومي سړکونو ) کې يې « پاټکونه » واچول او په رڼا ورځ يې لارې او خلک ( د موټرو سپرلۍ ) وشکول ، ووهل ، جريمه کول ، کوز کړل او ووژل ...!

له ۱۳۷۱ کال څخه تر اوسه ( ۱۳۹۷ ) کال پورې د همدغو زورواکانو او زر واکانو بچيانو او د دوی د کورنيو غړو، پلويانو او پيروانو (نه شاعرانو ، نه ناظمانو ، نه ليکوالانو ، نه ژباړوونکو ، نه ژورنالستانو ، نه څېړوونکو ، نه مسلکي استادانو ، ....) د : کتابونو، قلمونو، کمپيوترونو، انترنېټ، ګوګل، فسبوک او ټولو ټولنيزو رسنيو څخه په ناوړې ګټې اخيستنې سره ، دوه څيزونه ( کړنې : Paste او Copy
زده کړل او له همدې کږې او غلطې لارې څخه ګڼ شمېر ادبي سارقينو ( غلو ) د ډېرو شاعرانو ، ناظمانو ، ژورنالستانو ، ليکوالو ، څېړوونکو او استادانو : لنډۍ ، هايکوګانې ، ټپيزې ، سروکي ، منظوم او آزاد ( معاصر ) شعرونه ، ادبي ټوټې ، مقالې ، ژباړې ، اوچرکونه ، لنډې کيسې ، معلوماتي ـ علمي ـ ادبي ـ څېړنيزې ـ ديني ـ سياسي ـ څانګيزې ـ اطلاعاتي ليکنې را «کاپي» او «پېست» کړې ؛ د هغو د شاعرانو او ليکوالو نومونه يې ورڅخه ليرې کړل او په خپلو نومونو يې چاپې ، له ، چاپي ، غږيزو ، تصويري او ټولنيزو رسنيو ، «وېبسايټونو» او «فسبوک» له لارې يې خپاره کړل !!

زما په شخصي ګومان ، فکر ، پوهې ، تجربې ، نظر او عقيدې هر څوک (نر ، ښځه ، ځوان ، زوړ ، پېغله ، مېرمن) چې د بل ناظم ، شاعر ، ليکوال ، ژورنالېست ، څېړوونکي ، استاد او مؤلف يوه کرښه ، يو بيت ، يوه څلوريزه ، يوه هايکو ، يوه ټپيزه ، يو سروکی ، يوه لنډۍ ، يوه ابتکاري اصطلاح او کلمه يوه غونډله ، يو پاراګراف ، يو مطلب له بل چا څخه په خپل سر او بې اجازې را اخلي او پر خپل نوم او تخلص يې چاپوي او يا يې نشروي ؛ نو دا کس ولو که ؛ زه و اوسم ، زما ورور ، زما خور ، زما مور ، زما پلار ، زما ملګری ، زما همکار ، زما اشنا ، زورور ، کمزوری ، خپلوان ، دوست ، او که پردی وي !؟

دا ډول «ټيپ» او دا «کټګورۍ » د انسان په څېره او جامه کې دوه بولي ځناوران ( څلور بولي )، غله ، ادبي سارقين ، ظالمان ، خاينين ، قاتلين ، مُفسدين ، لار وهوونکي ، ټګماران ، مُنافقين ، رذيلان او بد کاران دي !!
زه يو شمېر همداسې غله او ادبي سارقين پېژنم ، ما دوی « دُزد پشتاره » ( بل فعل له ژوندي او انکار نه کېدوونکي ثبوت سره ) نيولي دي ! ځينې مې ګواښلي او څنډلي دي ، ځينې مې خپلې نه بخښوونکې ګناه (جرم او جنايت) ته متوجه کړي دي ، ځينې مې ښه رسوا کړي او ډانډس کړي دي ! ځينو ته مې اشارې او غوږوهنې کړې دي ...!!

که چېرې زه هر ادبي سارق ( نر ، ښځه ، زورور ، کمزوری ،...) پيدا کړم او ثبوت پرې ولرم ؛ چې دوی ( د نورو شاعرانو او ليکوالانو شعرونه او ليکنې غلا کړي او بيا يې پر خپل نوم نشر کړي او خپرې کړي دي ) نو زما دې د څښتن تعالی ( ج ) پر سپېڅلي نامه سوګند و اوسېږي ؛ چې که : حامد « کرزی» ، ډاکتر اشرف « غني » او عبدالله ( مربع ) هم و اوسېږي ؟ نو زه خو به يې ارو مرو پر ضد مقالې وليکم او نشربه يې کړم او دوی به د افغانستان شريفو او سپېڅلو خلکو ، ټولو شاعرانو ، ژورنالستانو ، ليکوالو ، استادانو او سياستوالو ته د باد بڼکه او د زيارت د ښادې او ډاګې سره تړانګه کړم !!!