د پښتنو او بلوڅو له ملي داعيې او احتجاجي لاريون څخه ملاتړد هر باوجدانه او هېوادپاله افغان ملي، انساني او اسلامي دنده ده !؟

۱۲۷ کاله پخوا ويکتوريايي ـ انګرېزې ملکې، د ډيورند (د بريتانيايي هند د بهرنيو چارو د وزير) په مُستقيم ګډون او لاس د ډيورند منحوسه ـ فرضي (له ټګۍ او دوکې ډکه) کرغېړنه کرښه پر امير عبدالرحمان خان باندې د هغه له مجبورې ورځې څخه په ناوړې ګټې اخيستنې سره  پر هغه وتپله (تحميل يې کړه) او له هم هغه کال او مهال څخه تر اوسه پورې د لوی کور (افغانستان) لوڼې او زامن په خپل منځ کې د ډيورندي ـ مصنوعي ښامار په ذريعې سره بېل ؛ څه د کرښې هغې او څه د کرښې دې غاړې ته پاتې شول ؛ خو له هم هغې زمانې څخه تر اوسه پورې د ډيورند کرښه هېڅ افغان دولت او افغانانو په رسمي ډول ونه پيژندله او نه يې پېژني...!!؟؟
له هم هغې زمانې څخه تر اوسه پورې انګرېزانو په مُستقيم اوغېر مُستقيم ډول (د خپلو خونړيو ـ مرګونو ـ اشغالګرو لښکرو، د برتانوي هند او لعنتي پنجابي (انګرېز غلامه او لاسپوڅی) د پاکستان (چټلستان) ـ د اسلام آباد (اسلام برباد) پر ټګمارحکومت پښتانه او بلوڅان نه يواځې وغولول او د رېفرنډم په نوم يې دوکه او اغوا کړل ؛ بلکې له ۱۹۴۷ م. کال څخه تر اوسه پورې يې زرګونه زرګونه د پښتنو او بلوڅانو قومي مشران، مخور او مُعزز لارښوونکي، پوه کسان، عالمان، سياستوال (نر، ښځې، ځوانان، پېغلې، کوچنيان او بوډاګان) د الوتکو په بمونو او ډزو، وسلو او ماينونو، په طالبانو، القاعدې او دولتي ملېشو ترور، شهيدان، اختطاف، ټپيان او بنديان کړل...!
خان عبدالصمد خان يې بندي کړ او بيا يې شهيد کړ، خان عبدالفغارخان « باچاخان » او غني خان « غني»، عبدالولي خان، اجمل خان« خټک »، قاضي عطا والله خان، صنوبر « کاکا جي » صاحب، نواب خان «بوګتي » او سلګونه پښتانه او بلوڅ نوميالي سرداران يې بنديان او شهيدان کړل...!
د پاکستان انګرېزي « آی.اس.آی » شيطاني، خونړۍ  د جاسوسي دستګاه زرګونه زرګونه پښتانه او بلوڅان بنديان او له تېغه تېر کړل، دا دی په دې لنډ تېر وخت کې يې زموږ دوه ګلالي او تنکي ځوانان مشال خان او نقيب الله خان « محسود » بې ګناه او بې خطا شهيدان کړل او د باچاخان پر پوځي ښوونځي يې وسله وال بريدونه وکړل. د پښتنو او بلوڅو سيمې يې تر وزيرستان پورې په کنډوالو بدلې کړلې او زرګونه مېنې يې سپېرې کړلې...! د خوشحال خان « خټک» بابا د قبر شناختې يې غلا کړلې، د رحمان بابا قبر يې لکه د اجمل خان « خټک » او ملي شاعر ملنګ جان استاد د قبر په څېر ټوک ټوک او په بمونو والوځاوه...!
دا دی اوس يې د ډيورند د فرضي کرښې په دواړو خواوو کې پر پښتنو او بلوڅو آرامه ژوند د سره تناره کړی دی او د ظلم چپه ژرندې پرې ګرځوي...!
پښتو متل دی: « چې په تنګ شي ! نو په جنګ شي!!» پاکستان (پنجابيانو) له پښتنو او بلوڅانو سره د نه پخلا کېدوونکو دښمنانو په څېر چلند کوي او په پښتنيزو او بلوڅي سيمو کې يې يو لوريزې (توکميزې) قومي تصفيې، لکه:عبدالرشيد «دوستم»، عطا محمد «نور»، جنرال مؤمن، جنرال مالک، احمد شاه « مسعود » او عبدالعلي « مزاري »، برهان الدين « رباني »، تورن اسماعيل، لطيف « پدرام »، قسيم « فهيم »، يونس « قانوني »، عبدالله « مربع »، نادر « منصور »، کريم « خليلي »، حاجي محمد « محقق »، امرالله « صالح »، بسم الله « محمدي » او فضل احمد « معنوي » او ټولو « سقاويانو » او پرديپالو غوندې پيل کړي دي او په پرله پسې ډول دوام ورکوي...!
دا چې اوس پښتني او بلوڅي پرګنې او ولسونه د پاکستان د دولت او د « آی.اس. آی » د دوزخي ـ خونړي سازمان د بې نهايت ډېر ظلم، زور ـ زياتي  په پايله کې سره: لارو، سړکونو، کوڅو، واټونو او څلور لارو ته د حق د تامين په خاطر اعتصابونو او لاريونو ته را وتلي دي او په سړې هوا کې تر شنه آسمان لاندې دادی څه باندې يوه اونۍ په لوږه او تنده کې تېروي او خپل سوله ايز غږ د نړۍ والو سازمانونو او د ملکرو ملتونو ادارې ته رسوي ! نود ټولو باوجدانو  او روڼ اندو، سوله پالو افغانانو، عدالت غوښتوونکو مُسلمانانو او حقپالو انسانانو ايماني او وجدان دنده ده چې د پښتنو او بلوڅو د دغې ملې داعيې څخه ملاتړ او ننګه وکوي او ور سره د زړه له تله په عمل کې همغږي او ملګري شي، تر څو محکوم پښتانه او بلوڅان وروڼه ـ خويندې خپل سياسي برخه ليکونه په خپله خوښه او خپلو زړونو وټاکي !!!