هغه زموږ شاعر يار ښاغلی عصمت « قانع » هره ورځ د «خارښت ځای ګروي!» ښاغلی «قانع» هره ورځ (حق او ناحق) ښاغلی ډاکتر محمد اشرف «غني» توهېنوي، تحقيروي، ګواښي او په پرله پسې ډول ور پسې سپکې، سپورې، ستغې او سپاندې ليکي او لکه زوړ مالوچ غوندې يې د نداف په ډانډس او ډبلۍ ډکوي !!
نن مې بيا د ښاغلي « قانع » صاحب يو لنډ هجوييه او استهزاييه مطلب ډاکتر « غني » پسې ولوست ... ! زما هم د ښاغلي استاد ډاکتر محمد اشرف « غني » (د ۵۰٪ دولتي واک ولسمشر) د « ملي يووالي په حکومت » (د ډاکتر« غني» او « عبدالله » مربع ) په « ۵۰ ٪ سهامي شرکت» کې نيمه اعلَی سرقوماندان په ذهن کې را وګرځېد او دا چې شاو خوا يوه نيمه مياشت مخکې يې د ايران، تاجکستان، ترکيې او مسکو لاسپوڅی عطا محمد« نور » (د بلخ ولايت او د مزار شريف د ښار سيمه ايز ټولواک، زور واک، چور واک، خپل سری، ياغی، باغي والي) د: انګلستان، امريکې د سفيرانو او عبدالله « مربع » په تفاهم له دندې څخه ګوښه او پر عوض يې « جمعيتی »انجينير محمد داؤد » د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه ! خو تر همدا نن ورځې پورې عطا محمد « نور » په خپل زور په بلخ او مزار کې بر حاله والي دی ! د دې سره سره چې د ډونالډ ټرمپ مرستيال، د سپينې ماڼۍ وياند او د ټرمپ په بهرنيو (نړۍ والو) اړېکو کې د ځانګړې سلاکار زلمي « خليزاد » هم هر يوه په خپل خپل نوبت د ولسمشر ډونالډ جان ټرمپ له لوري پر دې ټينګار وګړ چې د بلخ ولايت له پخواني والي څخه دې واک نوي غوره شوي والي ته په سوله ايزه بڼه ولېږدول شي ...!»
خو عطا محمد « نور » خپلې غبرګې سترګې د ملخ په څېر شخې کړي دي او خپلې غبرګې پښې يې په يوې موزې کې منډلې دي او خپلې پخوانۍ دندې ته په خپل سر دوام ورکوي او ډاکتر اشرف « غني » د بې اتوريتې اعلی سرقوماندان او بې تجويزه ولسمشر په توګه هغه له پخوانۍ دندې څخه نشي ګوښه کولی او بل نوی والي د هغه پر ځای نشي نصبولای !
نور د ډاکتر اشرف « غني » پر عوض خدای تعلَی(ج) واحد او شاهد دی ؛ چې زه له خپل ځان سره ډېر زيات خجالت خورم !!
زړه کې مې ګرځي: ښاغلی ولسمشر، اعلی سرقوماندان ډاکتر محمد اشرف « غني» صاحب ! چې زور او امر دې پر عطا محمد « نور » نه رسېده او نه چلېده ؛ نو ولې دې هغه مُستعفي کاوه !؟ اوس چې دې هغه ليرې کړی دی ! نو ولې هغه له ولايت څخه نشې لېرې کولی !؟ ته چې دومره بې واکه، بې ارادې، بې اتوريتې او بې صلاحيته (او تش په نوم) ولسمشر او اعلی سر قوماندان يې !؟ نو که نور هېڅ هم نشې کولای، يوه کپه سنتيا او يو ګيلاس زهر پر سر واړه وه او دې بې صلاحيته دولتي، سياسي ژوند ته دې په خپل لاس د پای ټکی کېږده !!!
عزيز تحريک
وروستي