
یوې ډلې میرمنو پوره سل کاله وړاندې هغه مهال خلک حیران -دریان کړل چې د مبارزې په پار ډګر ته راغلې خو نن بریتانیا بیا دهمغې ډلې د درناوي په موخه د څو ورځو راهیسې دهغوې ستاینه کوي.
بریتانیوي میرمنو تر ۱۹۱۸میلادي کال پورې درایه ورکونې حق نه درلود خو د همدغو مبارزو میرمنو له هلو- ځلو وروسته دوی دا چانس پیدا کړ چې حتی نن لومړۍ وزیره يې هم میرمن ده.
د صفرجېټ په نوم د دې وړې ډلې له کمپاینونو وروسته که څه هم ښځو د رایې ورکولو او په سیاست کې د ګډون حق تر لاسه کړې و او د نړۍ نور هیوادونو کې هم ورته هڅې او فعالیتونه پیل شوي وو، خو دغو هڅو په ۱۹۲۸ کال هغه مهال بشپړه نتیجه ورکړه؛ کله چې په دې هیواد کې په رایې ورکولو کې د ښځو او نارینو ونډه برابره شوه.
دغه مبارزه دومره اسانه هم نده شوې ، پولیسو سره جنجال، د دکانونو د ښیښو ماتول، د بریښنايې مزو پریکولو څخه نیولې آن تر حکومتي غونډو اخلال خو څه چې د یوه وزیر کور په بمونو هم والوزول شو.
پدې اړه تر ټولو حیرانوونکې کیسه هغه ده چې د دې ډلې یوې غړې ایملي ديوژن په ۱۹۱۳ کال کې د احتجاج او میرمنو ته د حقوقو د ورکولو د دفاع په موخه د پاچا آس ته ځان ور وغورځاوه چې د ساتونکو له لورې ووژل شوه، ایمن که څه هم ځان د دې مبارزې قربانې کړه خو نورو ته يې ازادي واخیسته او دوی يې پخوا مطمینې کړې وې چې یوه تراژیدي به د ښځو په وړاندې د زیاتي او محکومیت دوران پای ته ورسوي.
دوی خپلې مبارزې ته دومره ژمنې وې چې په ورځو، ورځو به یې د نه خوړو اعتصاب کاوه او له بندي کېدو وروسته او د سختې ولږې سربېره به یې هم خپل اعتراض ته دوام ورکاوه.
د دې ډلۍ مشره یوولس ځلې زندانۍ شوې وه، خو کلک هوډ له خپلې مبارزې په شا نه کړه.
د ښځو د توانمندۍ لپاره د سلګونو کلونو وړاندې مبارزو نن د ښځو د ژوند انځور ته بدلون ورکړی دی خو په دې لار کې لا هم ډېرو هڅو او فعالیتونو ته اړتیا شته.
تاسې خبر یئ چې؛ پرون د ایران په مرکز تهران کې پولیسو ۲۹ میرمنې د څادر د لیرې کولو په جرم بندۍ کړي دي!
د ایران حکومت د ښځو د حقونو په برخه کې سخت دریزه هیواد بلل کیږي، خو بیا هم ځينې زړورې شته چې د هیڅ ډول ویرې پرته د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، ښار ته وځي، په څلور لارو دریږي او له څادره بیرغ جوړوي په خلاصو مټو یې د زړه له خلاصه رپوي.
د افغانستان او ځینو نورو آسیاي هیوادونو سربیره په اروپايي هیوادونو کې هم د ښځو په وړاندې ستونزې شته او د دې ستونزو لپاره رښتیني مبارزې روانې دي.
دلته د بریټانیا، تهران،افغانستان، اروپا او آسیا یادونه کوم ځکه چې خبره یوه ده: د ښځو ستونزې او په وړاندې یې مبارزه !
په همدې یوه ورځ کې ایران کې خلک د خپلې خوښې په جرم نیول کیږي، په افغانستان کې په صحرايي محکمو کې د یو شمیر وحشي او کوڅه ډبو اشخاصو لخوا په دورو وهل کیږي په اروپا کې د جنډر برابري بحثونه کیږي ورڅخه ناوړه استفاده کیږي، په پيښور کې په رڼا ورځ په څو مرمیو د هیلو یوه نړۍ د خاورو لاندې کوي او په همدې ښار کې زلزله یوه ځوانه نجلۍ د جنسي تیري څخه ساتې، او .....
کیدای شي دا مبارزه سلګونه نور کلونه هم ونیسي،رښتینې، نه ستړې کېدوونکې او همغږې هڅې به فعالې او مبارزې ښځې خپلو موخو ته ورسوي.
اوهغوی چې په دې هڅو او ډلو باور نه لري؛ ډېر ژر به پوه شي چې همدا کوچنۍ ډلې به د تېر په څېر لوی بدلونونه راولي.