زمونږ او د پردو د قربانيانو توپير
ښوونکي په ډېر ټينګار وويل: په دې بريد کې درې- زره- کسان ووژل شول. دويم ځل يې تکرار کړه ماسره يې سترګې وجنګېدې، وريځې يې پورته شوې، شونډې يې ټولې او په ډېر فشار سره يې بیا وويل: درې- زره- کسان!
هغه، په دويمه نړيواله جګړه کې د آلماني ځواکونو په کوم هوايي بريد کې د وژل شويو بريټانويانو شمېر يادوه.
په نني ژوند، د لومړۍ او دويمې نړيوالې جګړې د اغېزو په اړه غږېده.
په دې ورځو کې ډېرې بريټانويان په ټټرونو، د پلاستيکي کوکنار د ګل نښې لګوي.
په رسمي ادارو، ټلويزونونو، دوکانونو، لارو او کوڅو کې د ډېرو په ټټرونو لګېدلى دا نښه په لومړۍ نړيوالې جګړه کې د وژل شويو کسانو درناوى او يادونه ده.
د کابو يوې پېړۍ له تېرېدو وروسته هم، په دې هېواد کې د وژل شويو کسانو ياد تازه او غم دروند دى.
د يادونې دا تکې سرې نښې، د دې جګړې په اړه خپرونې او خبرونه؛ ماته هر شېبه په وينو سور افغانستان رايادوي.
يوه جګړه لا پاى ته رسېدلې نه وي چې بله بدمرغي پیل شي! يو غم هېر نه وي بل پېښ شي! د کومې غميزې د قربانيانو ياد او درناوى وکړو؟
په وروستيو څو لسيزو کې د وژل شويو افغانانو کره شمېر پسې وګرځېدم:
پر افغانستان د شوروي يرغل په نوم د يوې څېړنې د شمېرو له مخې: د شوروي يرغل پر مهال جګړه کې دوه ميليونه افغانان وژل شوي، پنځه اويا زره نور ټپيان شوي دي او په سلګونه نور معيوب شوي دي.
په کورنۍ جګړه کې د وژل شويو ولسي وګړو شمېر په اړه مې کره سرچينه پيدا نکړه خو په ځينو تلويزوني بحثونو کې ځيني سياسيون د وژل شويو کسانو شمېر تر شپېتو زرو ډېر يادوي.
او د ټېليګراف وېبپاڼې د شمېرو له مخې له ٢٠٠١ زيږديز کال نه تر ٢٠١٧ يو ديرش زره عام وګړي وژل شوي او نهه ويشت زره او نهه سوه نور ټپيان شوي شوي دي.
او د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١،٧٠٠ ملکيان وژل شوي دي.
د خلکو کومې قربانيانې يادې کړو؟
د روسانو په ټانکونو او کلاشينکوفونو د وژل شويو ميليونونو کسانو يادونه وکړو، که په راکېټونو د زرګونه وژل شويو کسانو!؟ په ماينونو د الوتو کسانو ياد وکړو!؟ که په هوايي بمباريو کې په خوب د ويدو کسانو!؟ په سجدو پراته په ځانمرګو بريدونه کې د وژل شويو کسانو!؟ او که ................
راياد شول؛ مونږ د جګړو قربانيان کله يادوو، مونږ خو د جګړو اتلان لمانځو!
پخواني شوروي سره دجنګېدلو ټوپکوالو مړه اتلان دي او ژوندي يې د امتياز خاوندان!
په جنتري کې رخصت د دوى په نوم دى او رسنيزې خپرونې هم دوى ته ځانګړې وي!
دلته انګريزان په ټټر سره لږېدلى نښه په لومړۍ نړيواله جګړه کې د قربانيانو لپاره لګوي؛ خو زموږ خلک د وسله والو پکول په سر کوي او رومال له غاړې تاووي د قربانيانو په ياد هيڅ هم نه کوي.
په راکټونو او ماينونو د وژل شويو کسانو پروا نلرو؛ خو د غويي او وږې ورځې لمانځو.
د طالبانو د واکمنۍ د نړېدو نېټه مو ياد ده؛ خو دوى سره په جګرو کې د وژل شويو شمېر مو هېر دى.
ښوونکى که هر څومره راسره سترګو په سترګو شي او که هر څومره ټينګار او کوښښ وکړي؛ چې زه په دويمه نړيواله جګړه کې په درې زره وژل شويو کسانو ودردېږم؛ نو هسې تېروتنه کوي.
زه هر ورځ بې وخته مرګونه او په وينو ککړ جسدونه وينم، زه پېړۍ وړاندې خلک څه کړم؟
او که چېرته رښتيا هم زما ښوونکى بشر پاله وي او د بې ګناه انسانانو په مړينه غمجن کيږي؛ نو د هغو په وړاندې دې غږ پورته کړي چې نن يې نړۍ نا امنه کړې.
که لوېديځ والو ته د ټولو انسانانو وينه يو رنګ وي؛ نو يوولس نه يوازې يوه ورځ دې د بې ګناه وژل شويو افغانانو په درناوي سره ګلان په ټټرونو ولګوي او خپل مشران دې وژنو ته نور نه پرېږدي.
وروستي