د نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته یې پلویان د ګډوډیو د رامنځته کولو هڅې کوي.
قیصاري په غیر قانوني کړنو، وژنو، زور زیاتي او چارواکو ته په سپکاوي تورن دی.
په دې وروستیو کې د قیصاري له کوره غیر قانوني وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
وړاندې له دې؛ د قیصاري له خوا دولتي چارواکو ته د ګواښونو او سپکاوي ویډیو ګانې هم رسنیزې شوې وې.
د قیصاري ځيني پلویان چې ځانونه لوستي، د پوهنتون استادان، رښتني او ضمیر لرونکي کسان پيژني په رسنیو کې غیر منطقي دلالیل وړاندې کوي، د خپرونې چلونکي او مخالف لید ګډون والو
ته سپکاوی کوي، له غوسې او احساساتو په جوش راځي، د ګډوډیو خبرې کوي او قیصاري اتل نوموي؟
ښه نو! دا اتل قیصاري اخر څوک دی؟
قیصاري اوه کاله وړاندې په سیمه ایزو پولیسو دنده پیل کړې وه، ویل کیږي چې تر شپږ سوه زیات وسله وال کسان لري، د ملي جنبش ګوند غړی،د دوستم ځانګړی کس او په قوم ازبیک پنځوس کلن، بې ډبه، زوراک او د پیښوري فلمونو د بدمعاشانو په څېر چلند او هوايي خبرې کوي.
قیصاري په یوې ویډیو کې په داسې حال چې غوړ تور کمیس او خیرن سپین پرتوګ یې په ځان دی چارواکو او مسؤلینو ته ګواښونه کوي.( ډوزماري کوي).
په دې وروستیو کې د یوې رسمي غونډې ګډون وال خاینین یادوي، په مرګ یې ګواښي، شخړې او کنځلې کوي او دولتي ادارو ته د اور اچونې او میمنې ته د سقوط ورکولو قسم خوري؛او بیا یې وسله وال کسان په امنیتي ساتونکې ډزې او نښته پیلوي.
د یوه داسې قانون ماتونکي، زور واک، قاتل او بدمعاش پلویان هغه اتل، صادق او عالم نوموي!!!
دا د حیرانتیا خبره ځکه نه ده چې قیصاري همدغو کسانو ته د قانون ماتونې په بدل کې خدمتونه کړي دي دوی یې نن تر پارلمان او نورو ادارو رسولي دي؛ نو ځکه یې اتل او قهرمان بولي!
دوی په دې فکر دي چې د قاتلینو، غلو، جګړه مارانو او ناپوهه ساختګي اتلانو په نوملړ کې به د نظام الدين ګل نوم هم ور اضافه کړي، نو زړونه مو خوشحاله کړئ! مهرباني وکړئ!!! په چيغو او نارو یې د اتل په توګه یاد کړئ!
خو تاسې په افغان ولس دا تحمیل کولای نه شې؛ نه خو مو هغه نور غله او وژونو اتلان دي او نه هم تاسې کیدای شئ!
بله خبره دا ده چې؛ په افغانستان کې د کلونو راهیسې د قوم، مذهب او ګوند له نومه نا سمه ګټه اخیستل کیږي، په داسې حال چې دنظام الدين د جرمونه ښکاره ویډیو ګانې او انځورونه شته، پلویان یې هغه مظلوم، د دسیسې ښکار او د قومي تعصب قرباني ګڼي.
دا ډول کړنې که څه هم ډیرې تکراري شوي خو بیا هم ځیني کسان شته چې په دې نومونو غولیږي او حکومت ضد شعارونه ورکوي.که چیرته له همدغو اعتراض کوونکو دا پوښتنه وشي چې که قیصاري د دوستم ځانګړی کس، د جنبش ګوند غړی، ازبیک او د قیصار نه وای؛ خو همداسې زور واکه، وژونکی او بدمعاش وای نو آیا دوی بیا هم ورڅخه ملاتړ کاوه؟
په یاد ولرئ! ستاسې دا شعارونه او اختارونه هیڅ ځای نه نیسي؛ هسې په دې ګرمه هوا کې ځانونه تږي او ستړي کوئ! د وینو د ویالو د بهولو، د ولایتونو د سقوط، د لویو لارو د بندولو، وسله والو مخالفتونو او داسې نور ګواښونو وړاندې هم هیڅ چاره نه ده کړې؛ او اوس هم هیڅ ځای نه شي نیولی.
قیصاري ګل خو یو ډېر وړوکی او په نشت حساب کس دی، د افغانستان حکومت لوی سیمه ایز امپراطوران نړولي؛ قیصاري به د خپلو کړنو ځواب ورکوي؛او قانون به یې برخلیک ټاکي.
همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي د قیصاري په پلوی ډیرې کسان غولول شوي او په یوه او بله پلمه بغاوت ته اړ ایستل شوي دي.
زما په نظر دا زمونږ او ستاسې د هر یوه مسؤلیت دی چې لومړی د خپلو سرتیرو ملاتړ او ستاینه وکړو، چې د زور واکو غیر قانوني قومي ټيکه دارنو په نیولو او مهارولو کې بریالي کیږي.
همدارنګه له افغانستانه د فساد ورکېدل، د زور واکو او قانون ماتوونکوسزا ته رسېدل د هرافغان غوښتنه او آرمان دی، کله چې افغان حکومت له دومره ننګونو او ستونزو سربیره د یو زور واکه او د ولس دښمن په کابو کولو توانیږي؛ نو باید د ولسمشر اشرف غني او چارواکو ملاتړ وشي.
او مونږ هر یو باید هڅه وکړو چې لږ تر لږ یو غولیدلی هیواد وال چې د قوم، ژبې، سمت او ګوند په نوم ورڅخه نا سمه استفاده کیږي، ورسره خبرې وکړو، قناعت ورکړو او له حقیقته یې خبر کړ.
وروستي