آیا د لوی افغانستان خوب رښتیا کیږي؟

 اول یې په ټګۍ اوچالاکۍ یو بدن دوه ټوټې کړ، په جګړو، نښتو او غمونو یې ښکیل کړ، د حق غږ یې ورته ډب کړ، محکوم او مجبور یې کړ، بې برخې او بې ونډه یې کړ.
 ژوندي خو څه کړې؛ نفرتونو یې په ابدي خوب د ویدو مشران خاورې هم وسیځلې.
 
په یوه غشي یې څو ښکاره وکړل: یو ته یې ټوپک ورکړ، بل یې ورته نښه کړ، دا یې تورن کړ او هغه یې ترهګر کړ، له زده کړې، پوهې او ترقۍ یې بې برخې کړل.
یوه خوا د راکټونو باران کوي، بل لوري ته د بیلتون دروازې دروي.
هره ورځ یوه نوې لوبه .............
 
د دالو کلسیمو او پروټينو یې شیطاني فکر ژیړوي؛ او د پښتنو په وړاندې هره ورځ یوه نوې دسیسه جوړوي.
 
خو پښتانه په ټوله نړۍ کې د پښتونولۍ، تورې او غیرت په نوم پيژندل کیږي.د تاریخ په اوږدو کې دا پرګنې د هیڅ یرغل او تیري په وړاندې تسلیم شوی نه ده او نه یې هم چا ته سر ټيټ کړی.
نو د غلام پاکستاني پنجابي د خیانتونو او ظلمونو په وړاندې به ولې غلی پاتې کیږي؟
تاسې پوهیږئ د مشال خان غمیزه مو هېره نه وه چې؛ نقیب الله مسید یې د لر او بر یو افغان د آرمان په تور و واژه او په دې کار سره یې د پښتنو زغم پای ته ورساوه.
د خلکو څپو او د حق نارو یې چارواکي او زور واکي وارخطا او په لړزا کړل.
مکار هیواد په پښتونخوا کې د پښتنو د ځپلو هڅې کوي خو حیران- دریان هله شول چې د لاهور، کراچۍ سیند او ځينو نورو برخو څخه هم ډله- ډله پښتانه راغلل او د حق ناره یې بدرګه کړه.
له دې خوځښت نه ښکاري که کوزه پښتونخوا وغواړي نو کولای شي چې د ډيورند تپل شوې کرښه له منځه یوسي او د هر افغان د پیوستون آرمان پوره کړي.
همدارنګه که پښتانه سره یو لاس او یو غږ شي؛ نو د پاکستان حکومت په نړولو سره د ترهګرۍ او مضریت ریښې د تل لپاره له منځه وړلی شي.
د کوزې پښتونخوا وروڼو او خویندو ته مې پیغام دا دی چې دښمن مو په لړزه دی وار خطا نه کړئ، حوصله مه بایلئ او د لوی افغانستان شعار خپل لومړیتوب وټاکئ، پدې چاره کې به مو هم ایماني او وطني وجیبه پرځای کړی وي او هم به مو مکار او رزیل دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی وي.
زه له تاسې پوښتم چې څومره وخت نورغواړئ چې ووژل شئ؟
له نجیب څخه ترنقیب پورې څومره ځوانان او سیاسي کدرونه، قومي او مخور مشران او سپین ږیري درته ووژني؟
آيا د حساب وخت نه دې راغلی؟
آیا فکرکوئ یوازې د یوه کس په اعدام او څونورو په بندي کولو مو ستونزې اواریږي؟
که مو ځواب نه وي نو مخکې درومئ او دا د کامیابۍ لاره ده او بریا مو مخکې ترمخکې مبارک او که مو هڅې سستې او مبارزه مو ټکنې شوه نو مطمین اوسئ چې ای ایس ای په هدفي وژنو کې په نړۍ کې لومړی دی او له اول قطار څخه تر وروستي قطاره پورې تاسې ټول څاري او ګوري چې څوک څه وايي ؟ څه کوي ؟
د فتحې په آسونو به سپاره درشي له غرونو
نیزو کې به دې پورته کړي خیبره دروازه