
ځوانانو که ریښتیا غواړی هېواد ته په پوره مېړانه باندې خدمت وکړئ! نو د ولسمشر ملاتړ وکړئ.
زه پر دې ولسمشر پوره باور لرم چې دغه نړېدلی هېواد به ډیر ژر پر یو غښتلي هېواد باندې بدل کړي! خو وخت ته لږ اړتیا ده تاسو لږ دغه وخت وزغمئ، له احساساتو کار مه اخلئ، د اوسنیو (هغه ګوندونو، پخوانیو جنګسالارانو، هغه کسانو چې د خپلو ګټو په خاطر له تاسو ناوړه استفاده کوي، د ملي ګټو خاینین) چې دا اوس وخت کې په رسنیو کې کوم ناپوهه سیاستوال چې تل په ولسمشر نیوکې کوي، دا ټول په حقیقت کې هغه کسان دي چې داټول پر هغه هېوادونو پورې تړلي کوم چې د ګران افغانستان د خاورې دښمنان دي! دغه کسان یوازې د پیسو په بدل کې پلورل شوي.
نو تاسو د اوسني نسل ځوانان یاست د ۲۱پیړۍ کې ژوند کوی باید دغه خاینانو ته دقیق و اوسئ، دغه کوم چې اوس ځانونه پخواني جهادیان بولي دې ډیر تاسو ته ورته ځوانان په ګڼو نمونو له منځه یوړل چې د جهاد له نامه څخه یې دومره غلطه استفاده کړې چې له بده مرغه اوسني ځوانان جهاد په هیڅ ډول سم نشي تعریفولی دا ټول د همدا غدارو مشرانو د لاسه حتې د ځوانانو ذهنونه یې دومره مشخوش کړي چې حتی د اسلامي خپرونو نه یې زړه ور تور کړی.
نو هڅه وکړئ له دغه کړیو ځانونه وساتئ! د خپل هېواد د اساسي قانون ملاتړ او درناوئ وکړئ ځانونه زموږ پښتني ټولنه یوازې او یوازې تاسو ته سترګې دي له اوسنیو ناخوالو یې وژغورئ په خپلو بجیانو، ورونو، خویندو مو زده کړې وکړئ حقه لاره ورته وښایئ، زموږ د ټولنې ټول وګړي عامه پوهاوي ته ۱۰۰ سلنه اړتیا لري، تر څو ذهنونه یې جوړ شي.
حامد حقمل په هېوادنۍ مینه!!