ترکیه: د سوریې په عملیاتو کې مو تر اوسه ۷۹۰ ترهګر وژلي دي

روهي (جمعه/۱۳ د سلواغې)، په هغه خبر پاڼه کې چې د ترکیې د لوی درستیز لخوا خپره شوې ده، راغلي دي چې، د ترکيې وسله والو ځواکونو د سوريې په شمال افريين سيمه کې د "زيتون څانګې"  نومي عملياتو په چوکاټ کې ۷۹۰ ترهګر له منځه وړي دي.
د ترکي وسله والو ځواکونو لوی درستیز د جنوري میاشتې په ۲۰ مه نیټه اعلان وکړ، چې د سورې په افرین سیمه کې عملیات پیل شوی، چیرته چې د سوریې د نورو سیمو څخه ۱،۵ میلیونه کردان او کډوال ژوند کوي.