
لمړی: واک او صلاحیت نورو ته ورکول!
که تاسې د بریاوو ژوند غواړۍ؛ نو ددې لپاره ښه خبره دا ده چې، خپلې چارې په خپله ترسره کړئ او خپل صلاحیت بل چاته مه ورکوئ. خپل کنترول هېڅکله له لاسه مه ورکوئ، ځکه ستاسو کنترول ستاسو اوسنی مقام ښه رهبري کولای شي او د کنترول نشتون ستاسو بریا شکمنوي.
دوهم: زړه نا زړه کېدل!
که تاسې د ښه راتلونکي هیله لرۍ او غواړۍ بری ترلاسه کړۍ؛ نو ددې لپاره باید هر اړخیزه فکر ولرئ، ددې ترڅنګ په هر ډول ښوونیزو (اکاډومیکو) غونډو او مجلسونو کې برخه واخلئ، زړه مه وهئ، هغویو ته غوږ ونیسئ، تقلید ترې وکړئ او چې څومره ژر امکان لري، هلته په سټېج (درېز) وینا وکړئ او خپل شخصیت نورو ته ور معرفي کړئ.
دریم: د منفي فکر لرونکو خلکو سره ناسته!
تاسو په ژوند کې د څومره منفي خلکو سره ناسته پاسته لرۍ؟ که تاسې په ورځنېو چارو کې له داسې ملګرو سره مخ کېږئ چې، نظریات او مفکورې یې منفي او د تشویق له اړخه صفر وي؛ نو له داسې ملګرو له ناستې پاستې ځان را ټول کړئ او هغه انرژي چې، تاسو یې له هغویو سره مصرفوۍ، که په خپل ځان یې مصرف کړئ، آغېز یې ښه پایله لرلی شي.
څلورم: نوښت نه کول!
که تاسې په تېر کې ژوند کوۍ او د نوښت په اړه کوم پلان ونه لرۍ؛ نو دا ستاسو ناکامي ده او د پرمختګ هیله مه کوئ. په تېر کې پاتې کېدل ستاسو د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي. لطفاً د خپلو فعالیتونو لپاره یو منظم او د نوښت ډک پلان جوړ کړئ؛ څو مو بری په برخه شي.
پینځم: ځنډ کول!
ستاسو د ژوند هره لحظه تر هر څه ډېره ارزښتناکه ده، او ضایع کول یې ستاسې لپاره بد زیری دی؛ ځکه وخت سره زر دی او باید قیمتي وګڼل شي. له وخت مو ښه استفاده وکړئ او بې ځایه یې مه تېروئ. دا هم مهمه ده، که مو چارې د ورځې پای ته ورسېدې؛ نو په مثبتو فکرونو خپل اضافي وخت بوخت کړئ.
شپږم: مایوسه کېدل!
که تاسې څو ځل د خپل ښه راتلونکي لپاره سترو ازموینو کې برخه اخیستې وي او بیا یې پایله منفي اعلان شوې وي؛ نو ورته مه نا امېده کېږئ او راتلونکې ازموینې ته پوره چمتوالی ونیسئ. کلک هوډ او قوي عزم ستاسو د بریالیتوب مزل راکموي.
اووم: راتلونکي ته هیله مندي نه لرل!
که تاسې خپلې چارې مخته وړئ او ددې هیله نه لرئ چې، کار مو ګټور دی او یا به ښه مخته ولاړ شي، په دې کار سره خپل بریالتیوب په لوی لاس د ګواښ سره مخ کوئ. لطفاً خپلو فعالیتونو ته مو دوام ورکړئ او د مثبتې پایلې لپاره یې هیله مندي ولرئ.
په مهربانۍ سره پورته عادتونه پرېږدئ او د بریا په لاره خپل مزل پېل کړئ.