نوې څیړنه: شراب څښل دغه ۴۰ ناروغۍ پيدا کوي.

د پاریس پوهنتون څیړونکو په خپلو نویو څیړنو کې موندلي چې الکولي څښاک مو په څلویښتو ناروغیو اخته کوي.
 
دوې زیاتوي ددې مرضونو له جملې دزړه خفګان او سرطان ناروغي ده چې ناروغ روغتون ته له مخکې پيژندل کیږي.
 
دڅیړونکو په باور، ددې مرضونو له جملې څخه د زړه، غمګینۍ، سرطان مهم مرضونه بلل کیږي، او روغتون ته د ناروغ رسیدلو ترټولو مهم سبب د شرابو څښل په ډاګه شوي دي.
 
ددې سربیره شراب څښل مو د پښتورګو پړسوب د خولې سرطان، د ستوني سرطان، د مرۍ سرطان، د ښځینه سینې سرطان، د دفاعي ځواک کمزوري کولو او یو شمېر نورو ناروغیو لامل ګرځي.
 
هیره دې نه وي چې هغه څه چې داسلام مبارک دین حرام ګرځولي نه یوازې دنیاوي بلکې بلا اخروي ګټې هم پکې نغښتې دي.