سهار وخته څګریټ څکول مو په دغه ناروغۍ اخته کوي.

امریکايې څیړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلي سهار وختي سګریټ څکول مو په سرطان ناروغۍ اخته کوي.
 
د څیړونکو په باور سهار وختي له خوبه له راپاڅیدلو څخه وروسته تر نیم ساعت پورې، سګریټ څکول د انسان پر صحت ډیر قوي اغیز کوي او باید سهار وختي له خوبه را پاڅیدو څخه بیا تر یوه ساعته پوري څګریټ ونه څکول شي.
 
دوې زیاتوي سګریټ څکول هر مهال دصحت لپاره مضر دي خو سهار دخوبه له پاڅیدو تر نیم ساعته پورې ترې باید په قطعي صورت ډډه وشي ځکه چې په دغه وخت کې دانسان په وجود ژر اغیزه کوي چې دسرطان ناروغۍ سبب ګرځي.
 
په یوه بله څيړنه کې راغلي سګریټ څکول نه یوازي دا چې انسان ته د سږو سرطان پيدا کوي بلکي د نابینايې، شکري او د ځیګر او لویو کولمو د سرطان په شان د نورو لویو ناروغیو سبب هم ګرځي.