دشپې مهال ولې خوب نه درځي؟

د شپې مهال د خوب نه شتون یوه لویه ستونزه ده او ډير انسانان ورسره لاس او ګریوان دي.
 
په انګلستان کې یوې ترسره شوې څیړنې موندلي چې د بې خوبۍ ستونزه نه یوازې په پرمختللو هېوادونو کې ده، بلکې مخ پر ودې هېوادونو کې هم ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.
 
څيړونکو د څیړنې په پایله کې وموندله چې په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ په ستونزې اخته کسانو شمېر تر ۱۵کروړه دی.
 
له اوږدو څېړنو وروسته داسې پايلې هم ترلاسه شوي دي، چې اوږد مهاله ذهني فشار، وېره او نور روحي فشارونه هم په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ ستونزې زېږولی شي، او داسې هم ويل شوي چې په دې هېوادونو کې د نارينه وو په پرتله مېرمنې ډېرې په دې ناروغۍ اخته دي.
 
د څیړونکو په باورد سيګريټو څکول، غیرې متوازن خوراک، نور داسې عادتونه چې روغتيا ته ښه نه وي د بې خوبۍ ستونزه زېږولی شي.