زما پرښتې

نه پوهيږم چې نن بيا باد کومې غمجنې نغمې راوړې چې زه يې د خيال په ټال ۱۴کاله په خوا ته، په سفر بوتلم.زما او ستا د بيلتون اور تر مخ يې ودرولم هغه لمبې چې، لا يې هم شغلې تر اسمانه رسيږي اولا مې هم شېبه په شېبه ايرې کوي.
په دا ۱۴ کالو کې مې د ظالمې او بې احساسه نړۍ ډيرې ګيلې په زړه کې تاته غوټه کړي، کله چې بيا راشې، زه به يې په يوه ساه لکه تل درته ووايم ،درته به ژړيږم ، او ته به زما پر سر خپل مهربانه لاس راتېر کړې، اوښکې به مې په بڼو کې بنديوانې کړې او په خپله غېږ کې به له ظالمې دنيا نه پناه راکړې او زما ارام به شې .
خو!
هر ځلې چې له خوبه راويښه شوي يم او پوه شوي يم چې ستا شتون له ۱۴ کالو را په ديخوا يواځې يو خوب دی نوهرځل د زړه يوه ټوټه مې بيا لکه دمني ځپلي پاڼه ورژيږي.
په ياد د دي چې ستا ګوته به مې نيولي ستا په قدمو مې تګ زده کړ.زما په زړه کې دې مينه او احساس وروزلو،ژوند دې راته د بوډۍټال په رنګونو رنګين او ښايسته کړ.اوس بې له تا زما هر ګام په تورتمونو کې لاهوشي،او ستا راکړی احساس کې اوس يواځې د وينو سور رنګ نڅيږي.
ای زما پرښتې!
که څه هم زما او ستا د بيلتون ۱۴ کاله وشول خو ما يوه شېبه هم ته له ځانه لرې نه يې محسوس کړی ،ځکه چې ستا مينه د ګل په ښايست ،د لمر په رڼا ، د ستورو په ځلا او خپل د زړه په تپا کې وينم.
زما پرښتې!!!
تر څو چې دا لمر ،ځمکه ،ستوري اواسمان وي،ستا مهر او محبت به تل ما بدرګه کوي او په هره تياره کې به د مينې له وړانګو يو روښانه انځور راته پنځوي .