ته او ستا يادونه


ته او ستا يادونه څومره ډېر توپېرسره لری.يادونه دې تل راسره مل وي خو ته هېڅ نه راځې. يادونه دې په هر غم او ښادی کې راته د زړه تسلې شې.هره اوښکه مې د تخيل په لاس راته پاکه کړې او په زړه کې مې د سکون خونه اباده کړې.ياد دې هره شپه د خپل رنګينې کيسې سره ماد خوب نړۍ ته ځان سره يوسې ،او سهار له هر څه نه مخکې د يوې خوږې مسکا سره ورځ راته ښکلې کړې.
هو ته او ستا يادونه ډير توپير سره لری...
يادونه دې ډېر باوفا دې هېڅ کله هم مانه هېروې، خو تا د هېرولو رانجه په سترګو کړل او د هېرو په هديره کې دې دفن کړم.......
\"\"