غوښتل مې چې ستا په زړه کې زه هم ځای پيدا کړم او هلته خپل مات او لالهانده روح هوسا کړم.
ستا په زړه باندې مې طوافونه وکړل خو زما لپاره ځای په کې نه وو ، ستا سترګو ته مې پام شو چې د بې انتها مينې سمندر په کې پروت وو.غوښتل مې زه هم د هغه سمندر يو څاڅکی شم او ستا په لېمو کې اووسېږم. ستا په سترګو کې اوښکه شوم او خپل ستړي روح ته مې ستا په لېمو کې پناه وړکړه.
خدای خبر چې له خوښی نه و که له غمه ، ستا په برخوګانو اوښکې لارې جوړې کړې چې زه هم ورسره مل وم.
ستا لېمې نه راپرېوتم په باڼو دې وښويدم ستا د پښې مخته په ځمکه خورې ورې شوم...
ته پاڅېدی او په ګړنديو ګامونو رانه روان شوې له هر قدم سره د هېرولم، لمر وچولم او خاورې ورکښولم.
تر وروستی سلګۍ يواځې يوه پوښتنه مې په خيال کې لکه تند باد په الوتو وه .
چې ايا يوه شېبه به يې ياد ته ورغلي وم؟؟؟
که يواځې يوه هېره شوې اوښکه يم؟؟؟
۲۱.۰۶.۲۰۱۰
وروستي