د دعا اختر

د روژې وروستی وروځ وه لا مې هم د کور سودا ټوله نه وه اخيستي.نو په دا ورځ په بيړه سره بازار ته مې ځان ورسوه.
د خواړوپه پلورونځي کې مې له پلورونکي سره جګړه وه چې د خواړو نرخ يو څه راته کم کړي.له ډېرې جګړې وروسته مې يو څه سودا واخيسته او پيسې مې ورکړې.کله مې چې د پيسو بټوه بېرته کېښودله تر څنګ ولاړې وړې جينۍ ته مې پام شو چې زما بټوې ته په ځير ځير سره ګوري. د جينۍ چې ما ته پام شو وارخطا شوه او بلې خواته روانه شوه.د جينۍ وارخطايي او په ځير سره کتل زه شکي کړم.خپله بټوه مې ځان سره کلکه ونيوله.د يو څه وخت په تېرېدو سره جينۍ مې هېره شوه او د سودا په اخيستلو بوخته شوم.د بس په تمځای کې ولاړه وم چې يو څوک مې ډېر په تېزی سره تر څنګ تېر شول.ما هم ژر مخ واړولو تر څو وګورم چې څوک و.سترګې مې په هغه جينۍ باندې ولږېدې چې ډېره په تېزی سره چې له منډو نه کمه نه وه روانه ده .ژر مې خپله بټوه ولټوله .بټوه مې نه وه ،پوه شوم چې همدې جينۍ زما بټوه غلا کړي ده.غوښتل مې چې شورماشور جوړ کړم تر څو خلکې ونيسي او زه به خپلې پيسې تر لاسه کړم.خو ژر مې په خيال کې يوه بله مفکور رازرغونه شوه.
زه هم د جينۍ تر شا روانه شوم.ځان سره مې ويل : (اوس به زه درسره ګورم، ستا ټوله ډله به پيدا کړم او پوليس ته به يې وسپارم.)
جينۍ زما تر مخه روانه وه او زه يې شا ته لکه خوفيا پوليسه روانه وم.جينۍ به ښايي د يوولسو کالو وه. ډنګره ونه يې درلوده شنه خيرن کالي يې په غاړه وو.په شليدلي پلاستکي څپليو کې ډېره په مهارت روانه وه.له سره پړوني لاندې نه يې اوږده ښايسته تور ويښتان ښکارېدل .مخ يې سم نه ښکاريدو خو د رنګه ژېړه وه.د دې جينۍ په لېدو مې خپله لور چې د يوولسو کاله ده سترګو ته ودرېده.يو سوړ اسيولۍ مې وکړ او په دې سوچونو کې شوم چې دا وړه جينۍ به څه اړ کړي وي چې دا ډول ناوړه کار وکړي؟او يا دا چې چا به دې ته اړ کړی وي .
اوس مې هوډ نور هم پياوړی شوی وو چې د دې جينۍ استوګنځای به خامخا پيدا کوم. په همدې سوچونو کې وم چې پام مې شوموږ له ښار نه وتلي وو.دا ځای ما په خوا هيڅکله هم نه وو لېدلی.دلته ټول له خاورې نه جوړ شوي کورونه او ډېرې خيمې ولاړې وې.ماشومان د څيري کاليو او څپليو سره په لوبو بوخت وو.د ډيرو خو يې پښې لوڅي وې او په خټو ککړ وو.د دې ځای په لېدو سره مې حالات خراب شو.جينۍ د خيمو خواته روانه وه.د دې ځای په لېدو مې وېره په زړه کې ځای وموند.ځان سره مې ويل داسې نه چې ته به د دوی ډله پيدا کوې خو دوی به ستا چاره وکړي.نو مې ځان سره وويل چې همدلته به له جينۍ نه خپله بټوه واخلم نور به ځان له دې ځای ژر وباسم.په ګړنديو ګامونوسره په جينۍ پسې مې ځان ورسولو.جينۍ يوې خيمې ته ډېره نږدې .
ما غږ پرې وکړ: (وه جينۍ ودريږه!!!)
جينۍ لکه زما غږ چې نه اوري همداسې روانه وه.ما هم خپل ګامونه نور هم چتک کړل او جينۍ مې تر لاس ونيوله.جينۍ چې زه ولېدم او زما دا حرکات يې ولېدل ډېره ورخطا وه ،ژېړ رنګ يې سپين اوښتی وو.ما په قهر سره وويل: ( زما بټوه ژر راکړه .)
جينۍ په غټو غټو سترګو ما ته راکتل او ويل يې: (کومه بټوه ؟؟؟ما ستا بټوه نه ده لېدلي!
زما غوصه ډېره شوه او ومې ويل:( بټوه مې راکوې که پوليس ته دې وسپارم؟؟؟ژر مې پيسې راکړه...)
په همدې جنجال کې وو چې يو غږ مې تر غوږو شو .شا ته مې وکتل يوه ښځه چې ښايي د ۴۰ کالو به وه ښايسته تورې سترګې يې وې لوړه ونه يې ډيره ډنګره وه.غنمرګی مخ کې غمونو خپلې کرښې پرېښودلې وې.
ښځې راته وويل: (زما لور څه کړي چې تاسو داسې په غوصه يې؟؟؟
جينۍ چې په خپله مور سترګې ولږېدې نو ژر يې ورمنډه کړه او په ژړغوڼي غږ يې وويل: ابۍ دې ښځې ته ګوره ما ته وايې چې زما بټوه دې غلا کړي ده.
ښځې په ډېرې غوصې سره ما ته وکتل ،زه يې له سترګو وويريدم او ځان سره مې ژر ژر کلمه ويله .
ښځې راته وويل : خورې موږ غريب ضرور يو خو غله نه يوو.
ما په پوره ډاډ وويل : خورې ستا لور زما بټوه اخيستي ده تاسو يې خپله وګوری.
ښځه موسکی شوه او راته يې وويل :که ستاسو بټوه زما لور سره وه زه يې په خپل لاس تاسو ته سپارم چې بيا مو څه خوښه وي هغه وکړی.راځی د موږ خيمې ته راشی هلته يې په خپله وګوری.د خيمې نوم په اورېدو سره ووېرېدم ،ځان سره مې ويل داسې نه کوم چل يې راته جوړ کړی وي.لکه ښځې چې زماد زړه خبرې اورېدلي وې په ترخه موسکا سره يې راته وويل : ( زه او لور مې يواځې يو بل څوک بې له يو بل نه ،نه لرو.راڅه خورې مه ويرېږه.)
ما هم خپل ټول جراٌ ت سره ټول کړ او سيده خيمې ته ورننوتم.خيمه کې په رښتيا سره څوک نه وو شا او خوا ټول ډېر زاړه سامان په کې پروت وو.يو څه ارامه شوم چې څوک مې ونه لېدل.ښځې خپلې لور ته غږ کړ : دعا دلته نږدې راشه ...
دعا هم په منډه راغله او زما تر مخ ودرېده.مورې ما ته مخ کړ او ويې ويل :
خورې دا ته او دا هم دعا اوس خپله بټوه وګوری.ما دعا جيبونه ولټول څه مې پيدا نه کړل بيا مې ښه سمه ولټوله خو هېڅ هم نه وو بې له يوې د سروزرو ګوتمۍ نه .
ګوتمۍ ته مې په ځير سره وکتل .د دعا مور راباندې غږ کړ :خورې دا زما ده .ما ورکړي وه چې ويې پلوري خو زرګران يې په ارزانه بيه ورڅخه غواړي.نو ما ويل نن به ښايې کوم څوک په ښه بيه يې واخلي، هو دا ده بيا يې راوړي ده .
ښځې څپلې خبرې پسې اوږدې کړې.د يوې له خوا زه ناجوړه يم او د بلې خوا سبا اختر دی نو ما ويل دعا ته به سمه ډوډۍ او ځان ته به درمل په واخلم.ښځې همدا خبره وکړه او په زاړه بالښت يې سر کيښود.نور د خبرو توان يې نه درلود،دعا لکه سوی پتنګ په خپله مور راڅرخېده کله به يې اوبه ورته راوړې کله به يې د وچې ډوډۍ ټوټه ورته راواخيسته خو ښځه ډېره کمزوري وه او د کيناستو توان يې نه درلود.د دې هر څه په ليدو سره ډېره غمجنه وم او هم ډېره شرمنده وم.دوی مې په خپل حال پرېښودل او ځان سره مې وويل : ( هغه پيسې چې قربانی ته مې ټولې کړي سبا به دوی ته راوړم .نور خو زما هم ډير وس نه شته.)
ټوله شپه مې په نارامی سره تېره کړه او سهار کېدو ته مې ډېره بيړه وه.
سهار وختي ځان مې هغې خيمې ته ورسولو.کله چې خيمې ته د ننه ورغلم هلته څوګ هم نه وو.باندې راووتلم يوه زړه ښځه مې ولېده چې د بلې خيمې تر څنګ ناسته ده.
سلام نه وروسته مې د دعا او مور پوښتنه وکړه.زړې ښځې پر مخ سپينې اوښکو لارې جوړې کړې او راته يې وويل:
خوارکی ډېره ناروغه وه .لور لپاره يې ژوندی وه کنه خوارکی خو ډېره په خواړه مړه وه ،هغه وخت مړه وه چې ځوان زامن او خاوند يې په يو بم مې شهيدان شول.بيګادې يې سا ورکړه او الله ته ستنه شوه.
دې خبرې په اورېدو سره په ټول بدن کې مې يوه سړه سيلۍ په الوتو شوه.ژړا مې په ستونې کې بنده شوه.دعا مې سوچ ته راغله او ژر مې له ادې نه پوښتنه وکړه :ادې دعا څه شوه؟
دعا خوارکی خو ظالم تره يې ځان سره بوتله،ويل يې چې د کور چارې به کوي.
نور نو د څه اورېدو توان په ما کې هم نه وو ، په مات زړه او ژړېدلې سترګو بيرته کور ته راستنه شوم....
\"\"