
بسم الله الرحمن الرحیم
دورند او قدرمن ورور ویس ناصري صاحب ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
تر هر څه د مخه ستاسې روغتیا او سلامتیا د ستر ذوالجلال خداې څخه غواړم .
دا چې تاسې دهیواد د ستر مجاهد ،نامتوعالم ، مفتي او مدرس ، مرحوم مولوې ګل رحمن «دیوبندي» دخدمتونو په لړ کې دهغه د فتوې یوه برخه، «د مشرکینو سره د ایتلافی حکومت جوړښت » تر عنوان لاندې خپره کړې او په هغې کې مو له ما څخه څو پوښتنې هم مطرح کړي ، یو عالم ممنون یم . ځکه دا هغه پوښتنې دې چې بیا بیا مطرح کیږي او یو شمیر خلک قصداُ ، او په ارادي توګه غواړي د همدې پوښتنو دبیا بیا مطرح کیدو له لارې لوستونکي او نور څیړونکي اومحقیقن په شک او تردد کې واچوي .
که څه هم ددې پوښتنو ځوابونه پوره کار او تحقیق غواړی خو زه به د خپلې وسې پورې هڅه وکړم چې د هغوې څخه دلمړۍ پوښتنې په اړه خپل مشاهدات وړاندې کړم . کیداې شي زما په لیکنه کې په یو شمیر اړوندو خواو باندې نیوکې هم شاملې وې ، هیله ده چې تاسې قدرمن او ستاسې لوستونکي به یی د دلایلو سره سم و مني .
دا چې پوښتنلي مو دي چې : تاسې د ښاغلي حکمتیار د پخواني ویاند او ددغه مجاهد!( دروند انجنیر صاحب ) د فوق العاده نماینده په څیر د کرزي دربار ته او د امریکایي نیواکګرو حضور ته ورغلي واست په دې اړه مو نظر څه دې ؟
باید احتراما عرض کړم چې مونږ نه د کرزي دربار ته او نه هم امریکایی نیواکګرو ته د څه امتیاز د خپلولو په خاطر ورغلي و او نه مو په کې د هغوې څخه د حکومت په امورو کې د ګډون کومه غوښتنه درلوده ، او نه مو ترې څه نور مادي امتیازات غوښتل ، بلکه د مجاهدورور حکمتیار د ځانګړې اوفوق العاده نماینده په څیر مو خپل ولس ته د سولې یو داسې پلان او طرحه له ځانه سره درلوده چې دخپل اسلامي ګوند او اسلامي تحریک له پاره مو په کې د هیڅ ډول امتیاز غوښتنه نه وه کړې ، بلکه غوښتل مو خپل دغه پلان د خپل ولس سره هملته شریک کړو ، خپل ولس د حقایقو څخه خبر او دهیواد د استقلال او ازادۍ دغږ سره دهغوې غږ هم را یو ځاې کړو.او که چیرې له چا سره د حزب دپالیسو په اړه څه شک شتون ولري دهغوې دشک د له منځه وړلو له پاره هڅه او هاند وکړو او د پټو موامرو او سازشونو په ځاې په څرګنده او بربنډه توګه خپل دریځ اعلان کړو ، مونږ هلته په کابل کې مسؤلین هم دې نقطې ته په زغرده متوجه کړې او بیرونیو اړخونو سره مو هم سپنه خبره کړې ، چې کورنۍ او نړۍ والې خپرونې په دې ګواه دی چې همداسې مو وکړل . څرګنده ده چې دا دنده مونږ د بهر څخه په دومره ښه او سریعه توګه نه شوه تر سره کولې لکه څومره مو چې هلته تر سره کړه .
محترما ! ما په دې اړه د دعوت د وزینې بریښنایی پاڼې سره ډیره اوږده او تفصیلې مرکه کړې چې په ۸م د اپریل په مکمله توګه خپره شوې هم ده ، کیداې شی هغه په دې لاندې ادرس و کتلاې شي :
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=مرکې&article=2733
خوبیا هم غواړم ستاسې د زیاتو معلوماتو له پاره خپل آند او مشاهدات داسې عرض کړم :
محترما! زمونږ د هیواد دغه غمیزه چې د دیرشو کالو څخه زیاته موده کیږي پیل شوې او په یوه نه یوه بڼه ، د شکل او وخت په تغیر سره نوې حالت ځانته خپلوي ، د یوه ناورین لا خلاص شوي نه یو چې په بل کې ور نښلو. د روسانو اشغال ، د کمونستانو دور او وحشت ، د مجاهدینو تر نامه یو تور او په تاریخې توګه بدنامه دور ، بیا د طالبانو د زور زیاتي او په دولتي امورو د نا اشنایي دوران منځته راغې او دهغې وروسته دادې د امریکایانو د زور وحشت، بربریت ، عام وژنې او زور زیاتې وخت نژدې نهم کال هم پوره کوي .
دا چې پخوا څه تیرشوې دتاریخ پاڼې پرې ډکې دي، که څه هم ددې تاریخ زیاته برخه یا خو پردیو د یو شمیر دښمنانه اغراضو په خاطر او یا خپله افغانانو د خپلو ذاتي فکرونو او د فکري اوژبني عصبیت لاندې لیکلې او په یوه بڼه نه یوه بڼه یي د یوه اړخه سره خپله ناروا خواخوږي ښوولې ده ، په هر صورت یو تاریخ دې چې زمونږ را تلونکې به پرې قضاوت کوي .
په اوسنۍ مرحله کې یعنې د۲۰۰۱ زیږدیز کال را په دیخوا، هغه وخت چې هیواد، پرته له کوم بنسټیز علت نه ، دبن ناروا او د غاصبانه تړون لاندې ، د یوشمیر په واکمنۍ کې د مستو عناصرو په بسپنه ،د امریکایی زبرځواک دقهر او غضب د سړولو په خاطر ، دهغوې د مستقیم فوځي یرغل لاندې راغې او بیا دغه فوځي زبرځواک ددې هیواد د تل پاتې اشغال او نیواک له پاره د ناټو د غړو هیوادنو تر څنګ د نورې نړۍ هیوادونه هم خپلې بسپنې ته را وبلل، نو حالات ډیر څه تبدیل شول .
لکه څنګه چې به د روسانو داشغال په وخت کې ویل کیدل چې د روسي زبرځواک په مقابل کې قیام شوني نه دې ځکه هر چیرې چې روسان تللې دهغه ځایه بیرته په شا شوي نه دي چې نمونه او مثال یی د مرکزي اسیا یو شمیر هیوادونه لکه خیوه او بخارا.... ورکول کیدل ، په همدې ډول د امریکایانو داشغال په وخت کې هم همدا دلایل د یو شمیر کړیو له خوا وړاندې کیدل چې د امریکا او ناټو مقابله د ټولې نړۍ سره مقابله ده اود افغانستان بې وزلې هیواد چې همدا اوس اوس د روسانو د ولکې نه خلاص شوې اوبیا دخپلمنځي جنګونو په واسطه تباه شوې او بیا پرې د طالبانو د زور او ځواک یو دور تیر شو، اوبیا د طالبانو په دې دوره کې د ولس څخه د هغوې د دفاع وسایل ټول را ټول او دبین المللي جاسوسي کړیو لخوا په ډیپو ګانو کې الوزول شوی او ملت خلع سلاح شوې نوپه دې اساس ملت اوس ددې توان نه لري چې یو ځل بیا د خپلې ازدۍ او استقلال له پاره ددې نړیوالو ځواکونو پر خلاف و دریږې ، د بله اړخه دا هم ویل کیده چې د اوسني وخت په شرایطو کې ډیر بدلون راغلې دې ، پخوا د روسانو دیرغل په مقابل کې ټوله نړۍ د افغانانو تر څنګ ولاړه وه ، ګاونډیان وول او د اسلامي هیوادونو مرسته او کومک . خو اوس د امریکایانو د یررغل په وخت کې دا هر څه دریدلی ، ګاونډیان نه یواځې بسپنه او کومک نه کوی بلکه برعکس به د امریکایانو په خدمت کې دهیواد دازدۍ د غورزنګ پر خلاف دریږې چې همداسې هم وشول . بلکه دهغه څه نه زیات چې خلکو ورته تبلیغات کول . زمونږ ګاونډیو هیوادونو چې څه وکړل هغه دهغوې د تور تاریخ یوه برخه ده چې د ټولو تر مخه دي !!!
خو د امریکایي زبرځواک د نیواک او اشغال څخه را په دیخوا شرایطو او حالاتو د دغو کړیو تبلیغات بلمنګه ثابت کړل .اوس دادې د ۲۰۱۰ م کال نیمای روان دې . هغه امریکایي ژڼي چې د افغانستان د پوره نیواک له پاره راغلي وول او هغوې چې د څو ورځني واکمنۍ د ترلاسه کولو په خاطر یي د هغوې د پیاده فوځ رول لوبولې و او بسپنه یي ورسره کړې وه اوس دې پایلو ته رسیدلې چې نه خو دافغانستان دایمي نیواک شونې دې او نه به ددوې سلګونو زره په وسلو سنبال فوځونه په دې قادر شي چې ددې هیواد ولس د خپلې غلامۍ په کړیو کې سره را و نښخلوي . طبیعې ده چې هغوې دې پایلو ته هسې په هسې نه دې رسیدلې ، بلکه دهغوې په مقابل کې د جهاد او ازادۍ یو ستر غورزنګ روان دې چې په لمړیو کې پرې هسې چې په کار وول باور نه کیده ، بلکه اوس یې پخپله نیواکګران او دهغوې پورې اړونده افغانی کړۍ دا مني او په ډاګه وایي چې د هیواد امنیتي حالات ډیر خراب دي او ورځ په ورځ د ښه کیدو په ځاې او د فوځونو د ډیرښت په ځاې د خرابیدو لورې ته روان دي . همدا نن (دمې یولسمه ) مې د امریکایي فوځونو د جنرال مک کرسټل هغه وینا لوستله چې د کرزي د ورتګ تر مخه یي په امریکا کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اوروله ، هغه په ډا ګه وویل چې دافغانستان امنیتي حالات به دزیاتي ځواکونو د ورلیږلو سره نور هم کړکیچن شي ..... دا ددې معنې ورکوي چې دا نیواکګر نور ددې ملا ماتونکې جنګ توان نه لري . تر څنګ یي ددې نیواکګرو افغانی ملاتړي هم اوس د نیواک نه ستړی او ستومانه معلومیږي ، دا په دې خاطر نه چې هغوې د خپل هیواد د ازادۍ سره کومه دلچسپې پیدا شوې بلکه په دې خاطر چې نور نو هغوې خپل ارزښت له لاسه ورکړې . ماته یوه چارواکې په کابل کې وویل چې ( مونږ نور ددوې سره ستړی یو ، دوې اوس زمونږ (دمجاهدینو) په اړه وایي چې مونږ د دوې څخه داسې کار واخست لکه څوک یي چې د پیپسي د قوطۍ څخه اخلي ، پیپسي مو ترې و څښله او تشې قوطۍ یي پاته دي ، هره لحظه یي چې و غواړو هیسته خطا کولې شو .........) دهغه په سترګو کې په دې خبره باندې د اوښکو څاڅکې را پیدا شول ...
محترما ! اوس به زمونږ روڼ آندي ، لیکوالان او سیاسي څیړونکي د هیواد وضعه ددریو څخه په یوه حالت کې تر څیړنې لاندې نیسي .
لمړۍ دا چې : هیواد همدا اوس د سخت امنیتي بحران سره مخ دې ، نژدې په ټول هیواد کې جنګ مسلط دې، هره ورځ په لسګونو کسان په یوه نوم او بل نوم وژل کیږی ، د پښتون توکم نسل وژنه روانه ده ، هر چیرې چې یې پیدا کوي د طالب، حزبي او القاعدې په نوم یی پرته له پوښتنې نیسې ، وژني یي ، ښځې یې بې ابرو کوي کوچنیان یي په شهادت رسوي ، کلي یی بمباري کوی ، زراعت یی له منځه وړي .
ددې توکم کوچنیان او ښځي یي د هر ډول روزنیزو مشغلیتونو څخه بې برخې دې ، مکتب او کلینک نه لری او که پیدا یي هم کړي د یو لړ کړیو له اړخه (چې ویل کیږي د دولتي امنیتي ادارو او یا غیر دولتی مؤسسو له اړخه ) د همدې کار له پاره ګمارل شوي دی له منځه وړل کیږي ، که دا کار په جنوب کې د امریکایی بې باکه ځواکونو له اړخه روان دې نو په شمال کې هم د امریکایی ځواکونو د افغاني کړیو له اړخه په پوره ځواک سره روان دې . په جنوب کې د اوسیدونکو وژل شوو قومونو یواځی دقومي مشرانو شمیره تر څلورو سوو زیات دې ، په شمال کې د حزب اسلامي د شهید کړل شوو قومندانواو ارکانو شمیره څوکاله پخوا تر پنځه سوو پورې ښوول کیده چې تیر کال په شمال کې د حزب اسلامي د وګړو لخوا په دې اړه مظاهر ې هم وشوې او اوس خو یي شمیره تر دې هم زیاته ده . هلته په شمال کې واکمنان د حزب قومندانان په دې خاطر ترور کوي چې په راتلونکې ټولټاکنو ورته حریف نه وې پاته ، او ټول هر څه ددوې وې . دوې د هغه فارمول پر خلاف کار کوي چې وایي «سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره » ، ځکه دوې دسلو سر وژني تر څو پاته سل یی ټول بې له ستونزو را خپل کړی وي .
تر څنګ یي ټول هیواد پخپله دافغانانو له پاره ستر زندان ګرځیدلې ، دهیواد خپلواکې ، استقلال او زمکنی بشپړتیا تر پوښتنې لاندې راغلې ، او دهیواد اصلي واکمنان ، چې د هیواد دملکیت اسناد یې په بن کې اخیستې ،امریکایان او دایساف تر نامه لاندی دنظامي ځوواکونو قوماندانان دی . ان تردې چې د هیواد داوسني مشرتابه غړی هم ددې جرئت نه لری چې دهغوې پر خلاف یوه خبره هم وکړي .
د هیواد دپخواني جهادی ځواکونو مشرانو هم د پښتو دهغه متل لار خپله کړي چې وایی « فریده خوله پټه بهتري ده »، دټولو خولو ته قلفونه پراته دی ، اوددې معنې داده چې دوې په دې اشغال او نیواک باندي راضي او قانع دی ، که څه هم ددوې ټول حیثیت یي دصفر ، بلکه د منفي سره ضرب کړي دي . کاشکې هغوې که په نظامي توګه د مقابلې توان یې په ځان کې نه کوت نو په سیاسي توګه خو یي دهیواد د سیاسی استقلال او زمکنۍ بشپړتیا په اړه یوه خبره هم کولې شوې نو ولس ته به یوڅه ډاډ ور په برخه و. خو بدبختانه چې د هغوې دغه چوپتیا او د پردیو تر وزرونو لاندې په درانه خوب ویدو کیدو د هغوې جهادی صفت ته زیان رسولې او تر پوښتنې لاندې یی راوستې .
اوس به د ولس د مؤمنو او په ازادۍ او استقلال مینو وګړو دنده دا وي چې په دې وضعه او حالاتو کې دبدلون له پاره لاسونه را و نغاړي او د قران کریم ددې حکم په اساس چې وایی (ولتکن منکم امة یدعون الې الخیر.....) ستاسې څخه به یوه ډله خامخا وی چې خلک د خیر له پاره را وبلی ، په حکم به عمل کوي . ځکه په هیڅ ځاې کې دا کار ټول ولس په یوځل او یو وخت نه شي تر سره کولې تر څو په ولس کې د دې کار له پاره شراېط برابر نه کړل شي او دا کار په ریښتیا سره چې سترې ځان ځارنې ته اړتیا لری . ددې تر څنګ به ددې کار له پاره یو قیادت ته اړتیا وی ، ځکه د قیادت د نه موجودیت په اساس یو انقلابی کار تکمیل ته نه رسیږی. کیداې شي ټول وګړی دداسې قیادت سره سل په سلو کې توافق و نه لری خو که دهغه نه بل ښه او وړ قیادت میسر نه وي نو مجبوراُ به همدغه قیادت د انقلاب د رهبرۍ او لارښوونې په خاطر منل کیږي .
دویم حالت دادې چې: د هیواد د جهاد او ازدۍ د غورزنګ ننګیالو ته وویل شي چې د وسله والې مبارزې څخه لاس واخلي ، امریکایانو ته تسلیم شی ، دهیواد هر څه چې دپخوا څخه، دبن د تړون له مخې ، د یو شمیر عناصرو له اړخه دوې ته په دواړو لاسو تسلیم کړل شوی ، همغسې تسلیم پریږدي ، دصلیب شعار خپل کړي ،په خپلو غاړو کې صلیب را زوړند کړي او دصلیبي جنګ پیلونکې بش روح ته پرې خوښي ور په برخه کړي . ځکه دا جنګ بش دصلیب د پراختیا له پاره پیل کړې ، همدا اوس دهیواد ډیره برخه ځوانان دې لورې ته را کشول کیږی ، ددوې د عسکرو یوه دنده داده چې د صلیب په لور بلنه ورکړی ، دبایبل کتابونه په پشتو او دري ژبه و ژباړی او زمونږ ځوانانو ته یي مفت او پرته له کوم قیمته ډالۍ کړی ، تر څنګ یی د پیسو او ډالرو باران هم پرې وکړي او په دې تر تیب دا مسلمانه ټولنه د صلیبانو مرکز وګرځوي .
لوستونکو ته به جوته وي چې نن د افغانستان ځوانان په کومو رواني او فریکي ناروغتیاو ککړ شوي دی ، هر څوک چې غواړي شتمن شي باید نوکر واوسي ، او د دې نوکرۍ په بدل کې باید د امریکا د (یو اس ایډ) بسپنه تر لاسه کړي ، نن خلک دهیرونو د عادت کیدو خبره کوي او وایي چې په دې هیواد کې تر یو نیم میلیون زیات ځوانان په هیروینو او افینو باندی عادت شوې دي اودا پخپله همدا امریکایي او غربي کړۍ دې چې زمونږ د ولس ځوانانو دې بې لاریو ته راکاږی ، خو په ډالرو باندي (د ایډکټEdict )کیدو د عادت په اړه څوک څه نه وایي ، بدبختانه چې نن دهیواد په ټولو دولتي ادارو کې دا عادت د همدې کړیو لخوا روان دې ، ان تردې چې د والیانو مشاورینو تر نامه لاندې په سلګونو کسانو ته ددولتې معاش تر څنګ د همدې امریکایی کړیو له اړخه میاشتنې ډالریز معاش هم ورکول کیږي . ماته د یوه والی مشاور پخپله وویل چې یوه سهوه یی کړې او اوس یی امریکا یانو معاش بندکړی ، هغه وویل چې سهوه یی داوه چې یوه ورځ د یواس ایډ څو کسان راغلل غوښتل یی د والي صیب سره وویني خو والي صیب مصروف و نو دهغوې څخه مې معذرت و غوښت او دهمدې معذرت له وجې یی زما معاش بندکړې ، اوس مې عذر هم ورته کړې بښنه مې هم ترې غوښتې او دوالی صیب سپارښتنه مې هم له ځانه سره راوړې ، خو نژدې دوه میاشتې وشوې چې زور وي مې ، وایی چې ته کمزورې یي . او دا هغه ایډیکشن دې چې نن یې زمونږ د ټولنې نه یواځې ځوان نسل ، بلکه تر څنګ یی ملا او مؤذن ، قومی مشر او قومندان او دقومندانانو ساتونکې ډلې مشران هم را نغښي دې ، لوستونکې به حیران شي چې یو افغان چې د یوه بهرني هیواد دسفارت له پاره په کابل کې کار کوي وایی چې پنځه ویشت زره ایرو تنخوا لری اودا د هغو امتیازاتو نه اخوا دي چې د اړوند هیواد له اړخه ورته تهیه کیږي . دا او داسې نور .....
دریمه لار داده چې د جهادي ممتازو ډلو د نظامي خوزښتونوتر څنګ دهیواد داوسني بحران د پاې ته رسیدو له پاره دحل داسې یوه لاره چې زمونږ هیواد وال هم ترې په پوره عزتمنده توګه خلاصې ومومي او تر څنګ یې امریکایان او د ناټو اوایساف ځواکونه چې اوس وایی دافغانستان دبحران څخه وتل یواځې دنظامي لارې شوني نه دې نو په دې اساس یی باید دحل له پاره سیاسی لارې چارې و لټول شي . که څه هم دهغوې د آنده د بحران د حل دلارې په پیدا کیدو کې او د مخالفینو په آند کې ډیر زیات توپیر شته ، ځکه امریکایان دادې لګیادی غواړې زمونږ په هیواد کې خپل دیپلوماتیک پرسونل و غځوي ، او شمیره یی د پنځه سوو نه تر زرو کسانو پورې ورسوي ، په داسې حال کې چې د افغانستان په څیر یوه غریب هیواد کې ددومره پرسونل ساتل ، که دهیواد دتلپاتې اشغال موضوع نه وي و نو بې معنې معلومیږي ، ترڅنګ یی امریکان غواړی د سولې د فارمول له لارې د خپلو فوځونو د شتون له پاره یو مجوز پیدا کړي ، غواړې چې هلته په څو ولایتونو کې لکه قندهار ، هلمند ، ننګرهار ، مزار او کابل کې نظامی ځوا کمني اډی ولري ، او په دې ترتیب خپله واکمني تل پاتې و ګڼي. طبیعې ده چې هیڅ ازدي غوښتونکې افغان چې خپل شعور او ایمان یی په پردیو نه وی پلورلې د امریکایانو دې غوښتنې ته سر نه شي ټیټولاې . ترڅنګ یی د پردیو دنظامي تمځایو شتون زمونږ د هیواد سوله او امنیت دثبات پر ځاې د نورو کشمکشونو لورې ته را کاږی ، ځکه زمونږ ګاونډیان که څه هم اوس د امریکایانو په چوپړ کې دي خو بیا هم نه غواړي د هغوې تر څنګ د امریکا په څیر یو استعماری ځواک هلته یو ځواکمن نظامي شتون ولري ، هغوې به خا مخا د هیواد د حالاتو نه په ګټې اخستو سره د هغوې د نظامي شتون مزاحمت کوی ، او دا کار به پخپله امریکایان جنګ ته را کاږي ،
حزب اسلامي ددې ټولو اړخونو د په نظر کې نیولو سره ، په داسې حال کې چې یواځي او یواځي د بهرنیو ځواکونو پرخلاف خپل نظامي او جهادی مقاومت ته دوام ورکوي د یوه ستر سیاسی ځواک په څیر او د ډیرو وړ علمي کدرونو په درلودلو سره پریکړه وکړه چې ددې بحران د حل له پاره باید د ټول ولس د را یوځاې کیدو هڅه او هاند و شی . ترڅو د هیواد د استقلال او ازادۍ دغه شعار چې اوس یی حزب اسلامي افغانستان او دطالبانو اسلامي غورزنګ په پوره میړانه او جرئت سره بدرګه کوي ، د ټولو ازادۍ غوښتونکو هیواد والو شعار و ګرځي . طبعیي ده چې دا شعار مونږ د بهر نه خپلو ولسونو ته نه شو ور رسولې بلکه ددې له پاره باید یو دروند هیئت کابل ته ولاړ شی اودهغه ځایه د خپل ولس د ټولو پرګنیوسره او هم د بیرونی اړندو اړخونو سره په تماس کې شی او د حل لاره ورته تر مخ کیږدي .
ترڅنګ یې باید عرض کړم چې حزب اسلامي افغانستان ، چې اوس د خپلې مبارزې نژدې ۴۱ کاله تیروي ، د هیواد په ډیرو بحراني حالاتو کې یي هم د بحران څخه د وتلو له پاره لارې چارې لټولې، طرحې او پلانونه یي جوړ کړې او هغه یی په یوه معقول شکل سره د خپل ولس او په جنګ کې د راښکیلو ډلو تر منځ د سولې د پلان او طرحې په څیر وړاندې کړی دي . د روسانو د سرو لښکرو د تجاوز او تیرې په وخت کې هم او دهغه وروسته د په اصطلاح د مجاهدینو دحکومت په وخت کې د خپل منځي کشمکش څخه د خلاصون له پاره هم . خو بدبختانه چې زمونږ د هیواد داخلي او بهرني دښمنان نه پریږدې دافغانستان ویاړلې ولس د خپل استقلال او ازادۍ په پاکه هوا کې یو خپلواکې نظام ولري . څرنګه چې حزب اسلامي د جګړو څخه کرکه لري نو په همدې خاطر یي تل په جګړو کې راښکیلو اړخونو ته د سولې او تفاهم له پاره خپله طرحه وړاندې کړې ، خو د ولس د قیادت مسئله یي تل د ولس خوښې ته پرې ایښې . ځکه حزب په دې باور لري چې د قیادت د ټاکلو یواځنۍ لار د ولس د خوښې په واسطه شونې ده .
په ۲۰۰۱ م کال په افغانستان باندې د امریکا د بربنډ تیري په پایلو کې چې کوم حالات را منځته شول او هیودا نیغ په نیغه د امریکایی ځواکونو د ولکې لاندې راغې او دهیواد خپلواکې او زمکنې تمامیت د بهرنیانو په لاسو کې ولوید نو په هماغه وخت کې د حزب قیادت د بهرنیو د ولکې پر خلاف قیام وکړ او د خپل هیواد د استقلال د بیرته اخستو له پاره یی هم په ګرم سنګر کې ، لکه د روسانو د تجاوز پر خلاف ، و درید اوهم یی د دې ولکې او اشغال د پاې ته رسیدو له پاره خپله طر حه وړاندې کړه او اعلان یی وکړ چې مونږ د بهرنیو ولکې څخه د هیوادد خلاصون له پاره دوه لارې لرو ، لمړۍ داچې بهرنیان د یوه معقول مهال ویش له لارې چې د دواړو اړخونو له اړخه پرې توافق شوي وی زمونږ هیواد پریږدې اوبیا په هیواد کې د ټولټاکنو له لارې د پردیو د لاسوهنو پرته ، خپلواکې نظام جوړ شي ،خو که داسې ونه شي نو د هیواد د خپلواکۍ او استقلال د بیرته اخستلو په خاطر به د خپلې ځان ځارني سنګرونه ګرم و ساتي .
دادې د امریکایي اشغال نهم کال جریان لري ، په دې وخت کې د ۸۰۰۰۰ زیاتو افغانانو ، چې ډیرې یې پښتانه توکم دې د امریکایي اشغالګرانو په لاسو خپل ژوند له لاسه ورکړې ، د بین المللې ټولنو د پلټونو له مخې ، دهیواد د ولایتونو امنیت ، نژدې ۷۵ سلمه دبهرني یرغل او ولکې پر خلاف د راولاړ شوي مقاومت او مجاهدینو په لاسو کې دې . اوس پخپله امریکایان ، چې د اشغال په لمړۍ وختو کې یي افغانستان خپله خاوره او خپله شتمنی ګڼله په دې اقرار کوي او وایي چې دجنګ او زور له لارې ورته ددې هیواد سوبه شوني نه ده . ....
. خو حزب اسلامي افغانستان یو ځل بیا د پخوا په څیر ددې بحران څخه د وتلو او ددښمن د ناولو عزایمو د ناکامولو په خاطر یوه هر اړخیزه طرحه «د ژغورنې د ملي میثاق » تر نامه لاندې ترتیب کړې ترڅو په هیواد کې د اړوند اړخونو سره تر بحث لاندې را شي ، او ټول کورني اړخونه په دغه میثاق باندي را ټول شي تر څو د هیواد خپلواکې هم تر لاسه شي او دهیواد قیادت هم د ولس له لارې د ټولټاکنو په واسطه و ټاکل شي .
زه وړاندیز کوم چې ستاسې درانه لوستونکې دغه میثاق چې د «ازمون ملي » د وزیني بریښنایی پاڼی له اړخه هم پخوا خپور شوې دې یو ځل بیا ولولي او خپل غږ د میثاق د غږ سره یو کړ ي .
ددې میثاق د لوست نه وروسته به تاسې او ټولو لوستونکو ته دا ډاګیزه شوي وي چې حزب اسلامي افغانستان په دې میثاق کې دخپل ځان له پاره هیڅ ډول ، یو کوچنې ، امتیاز هم نه دې غوښتې بلکه دا د ولس د راټولولو له پاره یو غږ دې او مونږ دا غږ ستاسې په ګډون ټولو منورینوته ، او هغوې چې د هیواد د استقلال سره مینه لری ، رسولې دې تر څو په خپلو خبرو ، لیکنو او خپرونو کې په پوره شهامت سره ددې غږ ملاتړ وکړئ .
باید ډاګیزه وي چې ددې رسمي هیئت د تللو د مخه ،حزب اسلامي افغانستان هیڅ کله او هیڅ وخت هم نه په پټه او نه په ښکاره ډول د کابل د حکومت سره، د یوشمیر وګړو د شخصې کتنو پرته ، په خبرو اترو کې ګډون کړې او نه په پټو خبرو باور لري. دحزب اسلامي تګلار ه څرګنده او ډاګیزه ده . حزب هر وخت او په هر ډول شرایطو کې د هیواد د لانجې او غمیزې د حل له پاره معقولې طرحې وړاندې کړې ، پخوا تر دې هم مونږ په همدغه ډول یوه طرحه باندې کار کړې و اوهغه مو داروپایي هیوادو اوانګلستان دپارلمانونو غړو، د بهرنیو چارو وزارتونو او ان د ناتو سر منشي پورې رسولې او د یو شمیر سیاستپوهانو سره مو په دې اړه لیدني کړې خو دا ټولې لیدني دحزب د رسمي هیئت په څیر نه بلکه په وګړیزه توګه تر سره شوي .
د حزب غوښتنه داده چې د هیواد دمشرتابه هیت ، دسیاسې ارګانونو اومدني ټولنو مسؤلین او روڼ اندي منورین او په استقلال او ازادۍ مین ټول وګړي له مونږه سره په دغه میثاق کې را یو ځاې شئ ، تر څو د بهرنۍ واکمنۍ د پاې ته د رسیدو غږ د ټول ولس غږ و ګرځي ، او په دې ترتیب مونږ د هیواد ټول مطرح اړخونه که هغه ولسي جرګه ده او که د مشرانو جرګه ، که هغه سیاسې ګوندونه او مشران یی دی او که مدني ټولنې او مسئولین یی ، که هغه د ښځو ټولنې دې او که نورې ..... ټول باید په یوه اواز د هیواد د خپلواکۍ له پاره غږ پورته کړو او بیا نوې نظام د خپل منځې تفاهم له لارې ، د ولس خوښې ،رای او ټاکنې ته ورحواله کړو . مونږ په هیواد کې خپل همدا غږ د رسنیو له لارې او هم په ځانګړو لیدنو کتنو کې په پوره توګه را پورته کړې او هر اړخ ته مو په ډانګ پیلې توګه ویلي چې لمړۍ دخپلواکۍ تر لاسه کول اوبیا د نظام جوړښت .
دا و د سولې د هیت د تللو په اړوند زما څو خبرې.
البته ستاسې ددوو نورو پوښتنو په اړه باید عرض کړم چې په دې اړه پخوا تردې ډیر څه لیکل شوی او پخپله محترم او مجاهد ورور حکمتیارهم په خپله ۶۳مه مستنده لیکنه کې چې د ( دسایس پنهان ، چهره هاې عریان ) تر نامه لاندې یی په دري ژبه او د ( پټې دسیسې او بربنډې څیرو ) تر نامه لاندې یې په پښتو ژبه لیکلې ، ډیره ښه څیړنه کړې ، په دې اساس یې تاسې ته اوستاسې لوستونکوته د لوستلو سپارښتنه کوم ، هیله ده چې هغو کتابونو ته به ستاسې لوستونکې مراجعه وکړی .
په اخر کې مو د تعاون او همکارۍ څخه یو عالم ممنون یم .
په درنښت
ستاسې ورور
قریب الرحمن سعید