وحشت محکوم دې

 
بسم الله الرحمن الرحیم 

(منْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا )
(المائده ۳۲)

 
نن د کابل ښار د محمود خان دپله د ګڼې ګوڼې سیمه د یو شمیر نااهله او ګمراه کسانو له اړخه په وینو رنګ شوه . د سهار نهه بجې ، په داسې حال کې چې نر ، ښځې ، کوچنیان او ځوانان ټول په خپلو کارونو پسې روان وو ، دیوه ټرک دبمي چاودنې په واسطه ، دخپلو ځانو او خپلو اعمالو نه په پوره بې خبرۍ سره ټوټې ټوټې شول . نه یی ورته ددې سزا ګناه معلومه وه او نه یی د خپلو ګناهونو ددغه ډول سزا څخه خبر درلود  
دا ستر جنایت چې هر چا کړې وي ، په هر نامه یی کړې وي او دهرې موخې له پاره یی چې کړي وي ، وحشت دې ، جنایت دې اوپه کلکو ټکو د محکومولو وړ دې
که څه هم ددې کړچار د تر سره کولو له پاره د امنیت مرکز په نښه شوې و ، خو ددې دومره زیاتو بیګناه عامو انسانانو وژل د کوم هدف او کومې موخې له پاره تر سره شول؟ په داسې حال کې چې الله تعالي فرمایی چې : هر چا چې کوم ژوې د بل ژوې د وژلو دبدلې پرته ووژنې اویا هم په زمکه کې دفساد د خپرولو هڅې وکړي ،هغه داسې دې لکه ټول انسانیت یی چې وژلې وي او که چا دکوم چا ژوند خوندی کړ ، هغه داسې دې لکه د ټول انسانیت ژوند یی چې خوندې کړې وي 
معلوم نه ده چې هغه څوک چې دا ډول وحشیانه عمل تر سره کوي ، ایا هغوې د اسلام ددین او د الله تعالي ددې احکامو نه خبر هم دی او که نه
حزب اسلامي پخوا هم او اوس هم دغه ډول جنایات چې په کې عامو ولسي خلکو ته زیان رسیږي ، په کلکه محکوم کړی او محکوموی یی  
په داسې حال کې چې زړونه مو د کابل د ننۍ پيښې د قربانیانو اودهغوې د بې وزلو کورنیو سره په غم کې ډوب دي ، ددې پيښې مظلومو اوبیګناه شهداو ته د الله تعالي ددربار نه د جنت الفردوس غوښتنه کوم او د زخمیانو له پاره د شفا او عاجلې روغتیا دوعا کوم . الله تعالي دې په غم کې ډوبو ټولو کورنیو ته د صبر او زغم توفیق ورکړي
د مخیرو حضراتو او شتمنو نه غوښتنه کوم چې دخپلو مالونو یوه برخه ددې کورنیو سره دمرستې له پاره انفاق کړي  
الله تعالي دې زمونږپه ولس رحمت وکړي او دغم دغه وریځي دې ژر تر ژره زمونږ دهیواد او ټول اسلامي امت څخه لرې کړي 

امین
قریب الرحمن سعید  ۱۹ اپریل ۲۰۱۶