د  مصرد منتخب ولسمشر محمد مرسي  په اړه   ظالمانه پریکړه :

بسم الله الرحمن الرحیم
قوله تعالي :«... وسيعلم الذين ظلموا أي منقلب ينقلبون»
 
  د مصر قضا اوعدالتونه  لا دپخوا څخه د سیکولر او  نامسلمانه ،بې ضمیره او د انسانیت د چوپړ نه د وتلو خلکو په لاسو کې  دې  او د تل له پاره یی هڅه کړې  چې  هر هغه  وګړې او یا ډله  چې په دې  هیوادکې د اسلام او یا اسلامي نظام  نوم  واخلی  سمدلاسه محاکمه او د دار تختې ته ور وخیژوي .
ددې سیکولر اوبې  ضمیره  قاضیانو دمحکمو ډیر مثالونه  کتل شوي خو په اوسنې  عصر کې یی تر ټولو ستره نمونه  د اخوان المسلیمین دګوند دهغو زرو کسانو محاکمه وه چې  د اعدام  پریکړه  یی د یوه بیضمیره اوبې وجدانه قاضي له اړخه  یواځي په څلورو دقیقو کې  اعلان  شوه .اودهغې وروسته  یی  د نورو زرګونو مظلومو انسانانو په اړه  چې  دخپل  الزام او  تهمت  نه هم  خبر  نه و ، همداسې  ظالمانه پریکړې وکړې .
دمصر دغه مستبد  او دوحشت نه ډک  نظام  چې  یهودي لاسپوڅو عسکري  واکمنانو  یی  واک  په لاسو کې نیولې  په  زرګونو نور  مظلوم اوبیچاره  وګړي چې  یا یی په مظاهرو کې بر خه اخیستې وه اویا یی هم په  مکتبونو  ، لیسو او پوهنتونو کې   ددې نظام مخالفت کړې و  ، ټول د زندان  دتورو دروازو تر شا ور وغورځول . په لسګونو یی  د یوه  زندان  څخه  بل ته د نقلولو په وخت کې  په ګولیو  سوری سوری کړل .  اودا کار  لا  تر اوسه پورې  جریان لري  ....
نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه  اروپایی ټولنه   چې تل د بشر لا څه  چې د حیواناتو د حقوقو په نامه  هم  هیوادونه تورنوي  او پرې  مالي او نظامي بندیزونه لګوي  ، دمصر ددې وحشي  نظام او په سر کی یی د مستبد ، دیکتاتور  او بیضمیره  فتاح  سیسي  دحکومت او رژیم په اړه  چپه خوله پاته  دي ....
سیسي  هغه  نظامي وحشي واکمن دې  چې  د مصر  منتخب  ولسمشر یی  د یهودو ، نصاراو  او مسلمانو منافقینو    په همکارۍ   په دې خاطر لرې کړ چې هغه یی   د یهودو د نظام او د خلیجې هیوادونو  د مستبدو رژیمونو له پاره یو ګواښ ګاڼه .
سیسي او د هغې بیرونیو او کورنیو یهود منشه  انډیوالانو یواځي   دمصر دمنتخب ولسمشر دوکتور محمد مرسي  د نظام په له منځه وړلو او دهغه په بندي کولو هم  صرفه و نه کړه  بلکه  دادې نن  د مئ په ۱۶ مه یی دهغه په  خلاف  په داسې یوه قضیه کې د اعدام  حکم صادر کړ  چې  اصلا هغه په کې ملوث او ککړ نه دې .
زه  دخپله  اړخه  د  سیسي  دغاصب  ، مستبد او دیکتاتور رژیم  دغه  کړچار او دغه پریکړه   د انساني حقوقو په خلاف   قدم   او    انساني حقوقو ته یی سپکاوی ګڼم .
ټول مسلمانان  باید  ددغه  ظالمانه ، بیضمیره  او وحشیانه پریکړې په   مقابل  کې  سره یو لاسي شي  او دغه   پریکړه په کلکه  و غندی .  اود بین المللي حقوقي مؤسساتو  نه په کلکه وغواړی  تر څو  ددې پریکړې دعملی کولو  مخنیوي وکړل شي .
 زړه   مو دمصر دمظلوم  ولس  سره دې  ، دالله   تعالی نه غواړو  چې  دهمدغې مظلومینو په لاسو  دغو مستبدو واکمنانو  ته  د سختې  جزا  د ورکولو  همت ، قوت اوعزم ور په  برخه  کړي . امین
وماذالک علي الله بعزیز.
قریب الرحمن  سعید
۱۶مئ ۲۰۱۵کال