بسم الله الرحمن الرحیم
د۲۰۱۶ میلادي کال د جنوري دمیاشتې په ۲۳مه او ۲۴مه ورځ د قطر دهیواد په مرکز دوحه کې د تیر په څیر یو ځل بیا د طالبانو د غورزنګ د ملا محمداختر منصورد ډلې، چې دطالبانو ځواکمنه ډله ګڼل کیږي، او دهغوې د یو شمیر همفکره عناصرو په ګډون یوه غونډه د پګواش دکاناډایی بین المللي مؤسسې له اړخه د قطر په مصارفو او دامریکا په ملاتړ دایره شوه . دغه غونډې دوه ورځې دوام درلود . خو دپژواک د خبرې اژانس له مخې ددغې غونډې دګډون له پاره طالبانو دپګواش مؤسسې ته دطالبانو نه اخوا د غونډې دګډون کونکو په اړه خپل نوملړ ورکړې و چې په هغې نوملړ کې د طالبانو دپخواني دښمن رژیم اوپخواني ولسمشر حامد کرزي دکابیني د یو شمیر وزیرانو نه اخوا د پخواني جهادی ګوندونو هغو عناصرو هم ګډون درلود چې په یوه ډول نه یوه ډول د طالبانو سره همدردي لري .
همدا علت و چې د غونډې دپیلامي نه مخته د غونډې یو شمیر همدغو ګډون کونکوشنونکو ددوحې نه په خپلو پیغامونو کې د طالبانو آند مثبت ارزیابي کاوه او غونډه یی بریالۍ ګڼله .
په دې کې شک نه شته چې دپګواش د مؤسسې دغه کار چې دهیواد د اوسنۍ معضلې د حل په خاطر د ښکیلو ډلو تر منځ د بین الافغاني ډیالوګ له پاره زمینه برابروي ، دستایلو وړ قدم دې ، تر څو ددې لارې افغانان وکولې شي خپلې نظر او آند سره شریک او د یوې مشترکې طرحې په څیر یی زمونږ د هیواد په قضیه کې دخپله ځآنه د راښکیلو شوو بین المللي اړخونو سره هم مطرح کړي . اما څومره به ښه و چې ددې په ځاې چې دا غونډه په قطر کې د هغه هیواد د استخباراتي ایجنسیو تر کلکې څارنې لاندې تر سره شي ، په خپله په خپل هیواد افغانستان کې تر سره شوې واې . او ددې په ځاې چې د دیرش څلویښتو افغانانو له پاره قطر ته په غونډه کې د ګډون له پاره پریمانه مصارف وکړل شی ، په ځاې یی د طالبانو دلس کسیز سیاسي هیئت غړو ته په افغانستان کې په غونډه کې دګډون کولو له پاره زمینه برابره شوې واې .
دپګواش ددې غونډې نه مخته د څلورو هیوادو ، افغانستان ، پاکستان ، امریکا او چین د نمایندګانو تر منځ دوه پرلپسې غونډې په ترتیب سره د ۲۰۱۶ کال په یولسم او اتلسم د جنوري په اسلام اباد او کابل کې تر سره شوې ،او ددریمي غونډې له پاره یو ځل بیا اسلام اباد انتخاب شوې دې ،او دا څلوریزه غونډه به د پګواش د غونډې څخه د تر لاسه شوو اندونو او د طالبانو ددریځ وروسته دایریږي . ځکه دپګواش غونډه پخپله د څلوریزي غونډې له پاره د کار دموادو د تیارولو په خاطر په دغه ډول عاجله توګه دایره کړل شوه . خود اسلام اباد او کابل په څلوریزو غونډو کې د کابل د اداري په خلاف دوسلوالو اوسیاسې مقاومتي ډلو ټپلو نه چا ګډون نه درلود . په هغې غونډو کې نه طالبانو او نه نورو مخالفینو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه . د اسلام اباد او کابل په غونډو کې وویل شول چې د هیواد د راتلونکې امنیت د ټینګښت له پاره به د (لارې نقشه یا Road map) په نامه کوم پروګرام جوړوی ، خو ددې دواړو غونډو وروسته دا څرګنده نه شوه چې دهغوې د سولې نقشه او طرحه څه ډول ده .
د قطر غونډه :
په قطر کې د طالبانو د غوښتنې له مخې او د امریکایایو په مستقیم ملاتړ د پګواش د غونډې راغوښتل په دې معنا دې چې د څلورو هیوادو څخه ددرې هیوادو یعنې امریکا، چین اوپاکستان فشار په طالبانو زیات شوې او د طالبانو څخه غواړی چې په کابل کې د ع اوغ د ملې وحدت تر نامه لاندې دجوړ شوي رژیم سره دکیناستلو او دهغوې سره دګډ نظام د جوړولو په امورو کې لاس وکړي .
امریکایان غواړي چې دخپل ولسمشر اوباما د وخت د پوره کیدو نه مخته مخته د افغانستان څخه دخپلو ځواکونو دکمښت له پاره داسې لار همواره کړي چې هم یی ددغه هیواد کنترول له لاسه ونه وځي او هم په کې په یوه ډول دسولې دحاکمیت په لاره کې داسې قدم واخستل شي چې دهغې له مخې په راتلونکوامریکایی ټولټاکنو کې چې دهمدې کال دنومبر په میاشت کې به تر سره کیږي دخپل ولس رایه دخپل ګوند کاندید ته را جذب کړي . په دې خاطر د امریکایانود بهرنیو چارو د وزارت لوړ رتبه چارواکو د تیر کال د نومبر او دسمبر په میاشتو کې چین ته سفرونه وکړل تر څو د چین له لارې هم په پاکستان او هم په طالبانو فشار راوړي او هغوې دې ته قانع کړي چې د کابل په ارګ کې د رامحصور شوي ملې وحدت د مشترک حکومت سره معامله وکړي . چین هم دخپلو اقتصادي ګټو په خاطر چې په افغانستان کې یی لري د طالبانو سره ښه اړیکي لري . او څو ځله یی دطالبانو د غورزنګ هیئتونه چین ته دخبرو کولو له پاره ور بللي دی . طالبانو پخپله د ۲۰۱۵کال د جنوري په د میاشتې په دویمه په یوه اعلامیه کې دا خبره سپینه کړې او ویلي یی دي چې : د «د دوی یوه پلاوي چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره بیجنګ ته سفر کړی دی . ددې نه علاوه د پاکستان د ( دي نيوز انټرنېشنلthe news International) د ورځپاڼې دديپلوماتيکو سرچينو په حواله خبر ورکړى، چې دغه ډول یوسفر په تېر نومبر مياشت کې هم ترسره شوى دى.»
ویل کیږي چې دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت وروستنې هیئت چې د ۲۰۱۵ کال دنومبر په میاشت کې یی چین ته سفر درلود د چین نه په کلکه غوښتي چې د طالبانو سره دښو اړیکو ددرلودو له مخې هغوې د کابل د اوسنۍ ادارې سره خبرو اترو ته کینوي . ددې سره یو ځآي امریکایی چارواکو د طالبانو د آند دمعلومولوپه خاطر یو افغان سیاسي فعاله کارپوه د طالبانو سره د نژدې پيژندګلوۍ له مخې هم په قطر کې دهغوې دسیاسي دفتر خواته ور لیږلې و تر څو د طالبانو سره په هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت په خاطر خبرې وکړي ....
ترڅنګ یی امریکا د پاکستان په لوړ پوړو چارواکو هم پوره فشار راوړې او دپاکستان داوسنۍ سیاسي ادارې مسؤلین او نظامي تجربه لرونکې هیئتونه یی د همدې افغانستان د بحران له برکته دوه ځلې امریکا ته دپوره امتیازاتو سره ور وبلل تر څود هغوې د فشار له مخې طالبان او د اشرف غني د ملي وحدت د ادارې تر منځ د یو ځاې کیدو لارې چارې ولټوي .
په ځآې ده چې د پاکستان اوسنې لمړي وزیر اعلان وکړ چې مونږ د طالبانو سره دښمني نه لرو او نه یی په خلاف جنګ کوو ، بلکه غواړو چې هغوې د افغانستان د حکومت سره سلا او په یوه میز کینوو . خو په همدې وخت کې پاکستان د طالبانو غورزنګ د افغانستان د اوسنۍ ادارې یو متبادل نظام ګڼي. همدا علت دې چې په ترکمنستان کې د (ټاپي: ترکمنستان، افغانستان ، پاکستان او انډیاTAPI ) د ګاز او تیلو دنل لیکي د افتتاحي مراسمو نه وروسته ، چې په کې نواز ، اشرف غني ، هندی چارواکي او دترکمنستان ولسمشر ګډون درلود ، دپاکستان د بهرنیو چارو مشاور وزیر اعلان وکړ چې دوې به د ټاپې د نللیکي د امنیت دخوندي ساتلو په خاطر د طالبانو دغورزنګ سره خبرې کوي . ددې معنا داده چې پاکستانیان د افغانستان اوسنۍ حاکمي اداري ته د ډیفکټو نظام په شکل ګوري او دیوه رسمي حاکم نظام په څیریی منلو ته تیار نه دي .
د بله اړخه پاکستانیان څه نور شرایط هم لري او غواړي چې د طالبانو او د اشرف غني د اداري تر منځ د سولې دخبرو دپیلامي نه مخته باید هغه شرایط د افغان دولت له اړخه ومنل شي . په دې شرایطو کې تر ټولو لمړۍ د انګریزانو او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د افغانانو په خاوې باندې د انګلیسي ډیورنډ ناولې کرښه ده ، چې تر اوسه پورې د افغانانو هیڅ رژیم نه دې توانیدلې دا کرښه په رسمیت وپیژني ، خو د پاکستانیانو اوسني تاکتیکونه چې غواړي دا کرښه د افغانستان اوپاکستان تر منځ یوه رسمي بڼه پیدا کړې ( دکرښې د ساتونکو یا Boarder Guard)))تر نامه لاندې د افغاني اوپاکستاني ساتونکو ګډه قوه منځته راوړي . تر څنګ یی پاکستانیان لګیا دي ددې پولې په منځ کې ستر ستر دیوالونه جوړوی او دبی پيلوټه هواې ځواک په واسطه یی ساتنه کوي . همدا راز د تیرو څو ورځو راهیسی انځوریز خبرونه خپریږي چې پاکستانیانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې نوي تاسیساتو جوړکړي .
دسیمي خلک وايي، پاکستاني پوځیانو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د ډیورند د کرښې پر اوږدوکې د تاسیساتو جوړول پیل کړي وو او اوسمهال یې د انګورو په اډه کې بنیادي دروازه جوړه کړې ده.
نادرخان ګټوازې وایی چې : د سیمې قومونو ډېرځلې د پاکستاني پوځیانو د پرمختګ مخه ونیوله؛ خو د حکومت د نه پاملرنې له امله؛ د ډیورند کرښه په اصلي ځای پاتې نه شوه او د انګور اډې ډېره برخه پاکستاني پوځیانو لاندې کړه:
"په تاریخي لحاظ د انګورو اډه د افغانستان خاوره ده؛ خو د مجاهدینو په وخت کې د جنګونو له امله دا کرښه په خپل ځای پاتې نه شوه او پاکستاني پوځیان په کې رامخته شول؛ تاسیسات یې جوړکړل او د اعتراضونو باوجود، سیمه د هغوی په ولکه کې ولوېده. حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي. خو د اقدام کولو وړتیا او جرئت نه لري .
د سیمې خلک هم وايي، د پاکستاني تاسیساتو د دروازې له جوړېدو سره د سیمې خلک د انګور اډې ته چې پلرنۍ سیمه یې ده؛ په ازاده توګه نه شي ورتللي.
دپاکستان بل شرط دادې چې دکنړ په اوبو کې ورته پوره برخه ورکړل شی ، او د کنړ په سیند د هر ډول بند د جوړیدو ترمخه بایدددوې موافقه تر لاسه کړل شي .
نه یواځي پاکستان زمونږ په خپل حریم کې دکنړ په خړوبونکې سرشاره سیند کې د ځان له پاره حق خوندي ګڼي بلکه د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په ډیره بیباکانه او سپکونکې توګه د افغانستا د اوسنۍ بیکفایته ادارې څخه په ګواښانه او تهدیدونکي توګه غوښتي چې «که د خپلو اتباعو پر وړاندې د ایران نرم او دوستانه دریځ غواړي باید ایران ته د ده په وینا د اوبو «حق» ورکړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د خپل هېواد د پارلمان په علني غونډه کې د اوبو د حق او د ایران او افغانستان د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ظریف وویل ایران باور لري چې باید په هامون جهیل، هلمند سین او هري رود کې د اوبو د حق موضوع د ایران او افغانستان د اړیکو د یوې اساسي موضوع په توګه په نظر کې ونیول شي.
ده همداراز ویلي: ((د افغانستان له اوسني او پخواني ولسمشر سره د ایران د ولسمشر په کتنو او د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار، اجرايي ريیس او بهرنیو چارو وزیر سره زما په ملاقاتونو کې دا موضوع مطرح شوې ده.))
ده زیاته کړې: ((نن سبا د اوبو حق او په هلمند، هري رود او هامون کې د اوبو رسولو بحث له افغانستان سره په خبرو کې زموږ یوه اصلي غوښتنه ده؛ هغه جامع قرارداد چې د ښاغلي کرزي د حکومت په مهال له ښاغلي روحاني سره وشو، یوه ماده یې په دغو درو ځایونو کې د ایران د اوبو د حق مسله وه.))
ده یادونه کړې چې د هامون موضوع د دوو هېوادونو تر دوه اړخیزو اړیکو یو څه پراخه مسئله ده؛ ځکه چې د نړیوالو جهیلونو او ډنډونو د ساتنې په برخه کې نړیوالې ژمنې شته چې ایران له دواړو لارو دا مسله تعقیبوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ګواښ کړی: ((که په افغانستان کې زموږ وروڼه او خویندې توقع لري چې د ایران اسلامي جمهوریت د مهاجرو د وضعیت او د افغانستان د پرمختګ په وړاندې د ملاتړ پالیسي په جدیت او دقت تعقیب کړي، په کار ده چې د افغانستان حکومت د ایران د اوبو حق په هامون، هلمند سین او هري رود کې په پام کې ونیسي.))
دا باید ډاګیزه وي چې د ایران فاشستي صفوي رژیم تل دخپلو موخو له پاره د افغانستان یو شمیر په اصطلاح سیاسیون ، چې په دې ډله کې د افغانستان پخواني ولسمشر کرزی هم راځي د میاشتنې ډالریز معاش او مصرف په ورکولو سره اخیستي او د هیواد دغه ستر اومقدس مقام یی د ذلت اوسپکاوي سره مخ کړې ، ایرانیانو زمونږ هغه مهاجرین چې همدا اوس په ایران کې اوسیږي د اوبو د مسئلې دحل په خاطر برمته کړي همدا علت دې چې نن د ایران دبهرنیو چارو وزیر زمونږ دغه بیکفایته اداره ګواښي او اجرائیوي مسؤل ، عبدالله ایران ته ورغواړي تر څو ددغسې ناولو ژمنو په کولو ورته په هیواد کې د واک د اوږدولو تضمین ورکړي . عبدالله او اشرف غني د خپلو واکمنیواو اوږدیدو او تضمین په خاطر دهیواد خاورې او اوبو په پلورلو هیڅ ډول پروا نه لری. تر څنګ یی ایران دیو شمیر طالبانو په خاصو کړیو هم کار کوي ترڅو په راتلونکې نظام کې د ګډون په وخت کې ترې لږ تر لږه د ایران دګټو نه ددفاع په خاطر لکه د اوسنیو چارواکو په څیر ګټه واخلي ...
همدا راز پاکستانیان دا هم غواړي چې په افغانستان کې دهند دسیاسی دفترونو یا قونصلګریو شمیره راکمه کړل شی اوپه ځانګړې توګه د هند دغو سیاسي دفترونو ته چې ټول یی د استخباراتي مسؤلینو ډک دي ، د پاکستان سره په سرحدي ولایاتو کې دداسې فعالیتونو زمینه برابره نه کړل شی .
همداراز پاکستان او ایران دواړه افغانستان ځانته یوستر تجارتي مارکیټ ګڼي ، اوهیڅکله نه غواړی دامارکیټ له لاسه ورکړي . په دې خاطر هغوې تل په دې هڅو کې دي چې په افغانستان کې یو لاس پوڅې داسې نظام ولری چې دوې ته د بلې صیب پرته بله خبره و نه کړي . په دې اساس به نه پاکستان او نه هم ایران دخپلو خپلو شرایطو د منلو پرته هیڅکله هم دې ته حاضر نه شی چې دخپل اثر او رسوخ لاندې طالبان دې ته و هڅوي چې د اشرف غني د بې وزلې ، کمزوري اوبې کفایته ادرې سره خپل ځان را ګډ کړي . که څه هم پاکستانیانو دخپلو استخباراتي شبکو له لارې امریکایانو او چینایانو ته په دې اړه ډاډ ورکړي .
زمونږ دهیواد د ستونزو دزیاتیدو اصلي جرړې دهمدې مغرضو او خپل پالو ګاونډیو هیوادو ، ایران اوپاکستان پورې غځیدلي دي . او د امریکا او د ناټو دغړو هیوادو تر څنګ یی اوس روسان او هندوان هم خړوبوي .
طالبانو ته دامریکایانو پیغام :
دامریکا د سي اې ای CIA دشبکې یوه پخواني مامور په خپله یوه مرکه کې ویلی چې امریکا به په افغانستان کې نوره پنځوس کاله پاته شی . دهغه د وینا له مخې چې امریکا هلته د تیلو او نورو زمکنیو سرچینو د تر لاسه کولو او په منځني اسیا کې په ټولو طبیعي سرچینو باندې د ولکې له پاره ورغلې ، هلته د تیلو جنګ دې ، دا نورې خبرې هسې دې .....
ددې نه مخته په ۲۰۱۲ کال کې په کابل کی د امریکا سفیر وویل چي « مونږ تل په افغانستان کي نه پاته کیږو خو داوږدو پاته کیدو پروګرام لرو . » دهغې خپل کلیمات دادي ( We don’t want to stay permanently, but we are going to stay for a long term; we are leaving by 2014 , but we are going to leave a sizable noncombatant force in Afghanistan. . وایی چې « مونږ په افغانستان کي یواندازه ځواکونه پریږدو » خواندازه یی نه ده معلومه ..
او هغوې دخپلو ځواکونو دپاته کیدو او په افغانستان باندې د تل پاتې کنترول په خاطر د اشرف غني او عبدالله د ملې حکومت د نوې ادارې سره هغه امنیتي تړون لاسلیک کړ چې دهیواد همغه پارلمان چې د امریکا او ناټو د هیوادو په بیدریغه پیسو د یوناما په واسطه منځته راغلې و هم دهغې مخالف وګرزید . خو بدبختانه چې کمزوري اداره او بیا دهغې ډیر کمزوري ممثلین په هر قیمت چې ورته شوني وي دخپل واک د استحکام او تضمین له پاره په دغه ډول سازشونو اتکاء کوي . په همدې خاطر د کابل د اداري دواړو مشترکینو د هیواد په خاوره سودا وکړه او د هیواد ټوله واکمني یی دامریکایانو په لاسو کې ور واچوله اوپخپله یی د هغوې دژاندارم د قومندانانو په څیرپه دندې کولولاس پورې کړ ې.
امریکایان په لومړیو کې داسې احساسوله چې دا اداره به دهغوې ستونزې ورکمې کړي او هیواد به په اسانۍ سره کنترول کړاې شی ، خو دهغوې دا احساس هغه وخت مات شو چې ویی کتل چې دملي حکومت د ادارې چارواکې د ارګ او یا د ولسمشرۍ د ماڼۍ نه د بیرون وتلو جوګه هم نه دی . ولس یی د مافیایی قراردادي کړیو په لاسو کې ورکړې ، او یو څو نازدانه ګان یی ،چې لاتر اوسه یی بریت شنه شوې هم نه دی ، پرې دخپلوۍ او ملګرتوب له لارې مسلط کړي .
په دې خاطر امریکان مجبور شول تر څو د اوباما ددورې د پاې ته د رسیدو نه مخته مخته د هیواد دمخالفو ځواکونو اوپه ځانګړې توګه د طالبانو د غورزنګ د ملا اختر منصور تر مشرۍ لاندې ډلې سره خبرو ته کښیني . دخبرو دکیناستې نه مخته امریکایانو دطالبانو په اړه اعلان وکړ چې : امریکایان د طالبانو سره کومه ستونزه نه لري او نه یی په خلاف جنګ کوي . حال داچې همدا امریکایان د ۲۰۰۱کا د اکتوبر په اومه د طالبانو د رژیم د له منځه وړلو په خاطر افغانستان ته راغلل او زمونږ هیواد یی د خپلو نوو اومډرن وسلو د سخت ګذار لاندې راوست . د یو شمیر راپورنو له مخې چې امریکا په افغانستان کې د خپل دغه ۱۵ کاله شتون په موده کې نژدې دوه لکه او شل زره افغانان شهیدان کړې او په میلیونو نور یی دخپلو کورنو او شتمنیو پریښودو ته اړ کړي ، او د افغانانو په مقابل کې یی د هیڅ ډول وحشت او بربریت نه ډه ډه نه ده کړې . د ګوانتانانو اوبګرام د زندانونو زړه بوګنونکی پیښې لا تر اوسه پورې د افغانانو په سترګو کې ژوندۍ بڼه لري.
امریکایانو طالبانو ته دا پيغام هم ورکړ چې : د اشرف غني اوعبدلله دحکومت سره کیني او خپله خبره ورسره جوړه کړي . خو په دې جوړښت کې به دامریکایانو موجودیت او یا هم د امنیتي تړون د شتون سره غرض نه لري . یعنې امریکایان غواړي طالبان چې تر اوسه یی د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په خلاف په سلګونو کسان له لاسه ورکړي ، خپلې سلطي ته د تسلیمیدو په لور راوبولې .
ویل کیږي چې امریکایان حاضر دي طالبانو ته په نظام کې د مهم رول په ورکولو قانع شي ،خو په دې شرط چې طالبان به د اشرف غني حکومت ته تسلیمیږي .او د امریکایانو د اشغال په دوران کې چې کوم غربي کلتور د فحش او فحشا سره یو ځآې دښځو د حقوقو تر نامه لاندې مسلط شوې ، دا به په مکمله توګه مني .
دافغانستان د دولت دریځ :
افغان ولسمشر اشرف غني وايي که د اپريل تر مياشتې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل نه شي نو جگړه به لا پراخه شي او اغېز به يې پر ټولې سيمې وي.
افغان ولسمشر پر پاکستان غږ وکړ چې له ترهگرۍ سره جگړه کې ورسره مل شي.
افغان ولسمشر وايي د پاکستاني پوځ له خوا شړل شوي اورپکي اوس د کرښې دواړو غاړو ته گواښ پېښوي.
خو تر څنګ یی دافغان حکومت همدا چارواکي وايي چې له وسله والو مخالفو ډلو سره به د تاوتریخوالي ډک عملونو د پرېښودلو په صورت کې خبرو ته کښېني .
ددې څرګنده معنا داده چې مخالف وسلوال باید وسلې په زمکه کیږدي ، ټول نظام و مني نو بیا به دولت دهغوې سره خبرو ته کښیني . اما پوښتنه داده چې بیا به د خبرو کیناستو ته اړتیا څه وي ؟
د افغانستان حکومت تراوسه د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د دغو شرطونو په اړه څرګندونې ندي کړي خو له دې مخکې یې د خبرو اترو د پیلیدو لپاره هرډول شرایط رد کړی دي. د افغانستان حکومت پردې خبرې تل ټینګارکړی چې سوله به له هغو ډلو سره وکړي چې د افغانستان اساسي قانون په رسمیت وپیژني او په دې هیواد کې د بشري حقونو په ګډون په ټولو برخو کې د څه باندې یوې لسیزې لاس ته راوړونو درناوی وکړي.
اما اشرف غنی بیا په قطر کې دپګواش د غونډې له لارې طالبانو ته د سیاسي مخالفینو په سترګو دکتلو خبر ورکړې . او ویلي یی دي چې : «طالبان د سیاسي مخالفینو په توګه منو او د مخامخ خبرو کولو لپاره ور سره چمتو یو» خو دا ډا ګیزه نه ده چې طالبان به د سیاسي مخالفت کړچار ادا کولو ته تیار شي او که تیار هم شی نه ګټه به یی ورته څه وي ؟
افغان چارواکي په ډاګیزه توګه وایی چې حکومت به د سولې خبرې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د څلور اړخیزو غونډو له طریقه مخته یوسي» او ددې ښکاره معنا داده چې دولت به هیڅکله هم د طالبانو سره خپل منځي خبرې د دې څلوریزو د اجازې پرته و نه کړی .
ځکه ددولت چارواکي وایی چې «موږ له هغو ډلو سره خبرې او مذاکرات کوو چې تاوتریخوالی پرېږدي؛ تروریستي کړنې پرېږدي او هغه څه چې په نړېوالو نورومونو او معیارونو کې دي هغه د سولې د خبرو په برخه کې د یو اصل په توګه ومني؛ خو هغه ډلې چې په موږ شرط ږدي هغه د افغانستان خلک نه مني." او ددې خبرې څرګنده معنا همدا ده چې ددولت د چارواکو په زعم اوګمان سره طالبان او دطالبانو اوسنۍ مبارزه د افغانستان د ولس خلکو ته دمنلو وړ نه ده .
طالبان دافغانستان د اوسنۍ ادارې سره دخپلو خبرو دپيلامې څخه مخته یو شمیر شرطونه ږدی او په خپلو شرطونو کې وایي چې ، د قطرپه پلازمینه دوحه کې د دوی سیاسي دفتر باید په رسمي توګه پرانستل شي، د مشرانو نومونه یې د ملګروملتونو او د امریکا د متحدو ایالتونو د بندیزونو له لست څخه وایستل شي او د ټولو پر سر اعلان شوې جایزې هم باید لغو شي.
طالبانوپه یادو شرطونو کې دا ډاګیزوي چې « د دوی په خلاف د تورو لېستونو د ختمولو تر څنګ یی باید ټول بندیان یې ازاد او دولت باید ددوې په خلاف د زهرجنو تبلیغاتو څخه لاس واخلي .
طالبانو د دغو خبرو په اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په قطرکې سیاسي دفتر یې یواځینۍ مرجع ده چې د دوی په استازیتوب به خبرې اترې مخ ته وړي.
باید په یاد وي چې د طالبانو او کابل د ادارې تر منځ د سولې د رسمي خبرو بهیرد ۲۰۱۵ کال د جولاې په میاشت کې وروسته له هغې په ټپه ودرید چې د طالبانو د پخواني مشرملاعمر د مړینې خبر خپورشو. د دغه خبرله خپریدو سره نه یواځې داچې طالبان د سولې له خبرو ووتل، بلکه د مشرتابه پرسر یې هم په خپلو منځو کې لانجې راپورته شوې.
اوس مهال طالبان په درې سترو ټوټو ویشل شوي دي . چې لمړنۍ ځواکمنه ټوټه یی د ملااخترمنصور تر مشرۍ لاندې کار کوي . ویل کیږي چې پخپله ملا اخترمنصور دخپلو اجرائیوی غړو سره یو ځآي د پاکستان دکویټې په ښار کې پروت دی او د قطر دفتر غړي هم دهغه تر لاس لاندې کار کوي . خو دقطر ددفتر پخوانې مسؤل د ملامنصور او طالبانو په دې درواغو چې امیر یی ملا محمد عمر مجاهد نژدې دوه دونیم کاله مخته وفات شوې دې ، او نوموړې یی نه دې خبر کړې ، ګوښه ناسته اختیار کړه .
د طالبانو بلی ډلی هم ملا محمدرسول د تیر کال د نومبر په دویمه خپل مشر و ټاکه ، د ملا محمد رسول په اړه ویل کیږي چې هغه په افغانستان کې دې او دکابل د رژیم سره په کلکه ډغره وهي .
دطالبانو دریمه ډله هغه شمیر خلک دې چې ددغو پورته دوو دواړو ډلو نه بیزاري څرګندوي ، ددوې ګڼ شمیر کسان یا په کورونو کې ناست دي ، یایی خپل جوړښتونه جوړ کړي اویا هم د داعش یا اسلامی خلافت تر نامه لاندې د نوې راپیدا شوې ډلې سره یو ځای شوي دي .
دپګواش په دغه نوی کانفرانس کې اوس دطالبانو یواځي یوه ډله ګډون لري ، او دا نورې داوړه ډلې یی مخالفت کوي .
دطالبانو دملا اختر منصور ډلې د قطرد خبرو په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د سولې خبرو ته لیواله او ژمن دي خو په دې شرط چې پرافغانستان د بهرنیانو پوځي یرغل پای ته ورسیږي او په دې هیواد کې یوخپلواک اسلامي نظام رامنځ ته شي. او دا هغه شرط چې نه امریکایانو ته دمنلو وړ دې او نه یی دکابل اوسنۍ اداره په اړه کوم تصمیم نیولې شي.
طالبانو د اسلامي نظام، ملي ګټو او د ارزښتونو په رڼا کې دغه راز د مدني ټولنوفعالیتونو، د بیان آزادیو او د ښځو حقونو ته د خپلې ژمنتیا یادونه هم کړی.
طالبانو دا هم ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د دوه اړخیزدرناوي پربنسټ له نړۍ سره د ښواړیکو غوښتونکی دی.
په خپره کړې خبرپاڼه کې طالبانو ویلي چې دوی نه غواړي چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او نه هم نورو ته د زیان رسولو لپاره له خپلې خاورې چاته دګټې اخیستو اجازه ورکوي.
دریمګړې جوړښت او ددې خبروپایلې :
یو شمیر سیاسي شنونکې بیا په دې عقیده دي چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د اوسنیو خبرو په پایلو کې شوني ده چې یو دریمګړې جوړښت رامنځته شي . اوپه دې جوړښت کې دطالبانو او د دولت دواړو شرایط په نظر کې و نیول شي .
تمه ده چې د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د سولې په هدف دوه ورځنۍ غونډه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ یو درېیمګړي جوړښت ته زمینه برابره کړي.
د دې غونډې یو شمېر ګډونکوونکي وايي؛ هڅه کېږي چې یوه تفاهم ته زمینه برابره شي چې مطرح شوي شرایط دواړه لوري ومني او د سولې خبرې وغځیږي.
اما ددولت له اړخه دا اعلان چې هیڅ ډول شرایط به ونه مني ، بلکه ټول مخالفین باید خپلې وسلې کیږدي اوبیا دخبرو میز ته را وګرځي ، په هیڅ ډول د سولې دخبرو له پاره ښه شګون نه لري . د بله اړخه د کابل ولسمشر بیا د مخالفینو سره دجګړې کولو اودهغوې دځپلو غږ کوي .وایی : « چې دی به له هغو طالبانو سره خبرې کوي، چې وسله پر ځمکه ږدي او دوی سره خبرې کوي، يعنې هغه غواړي، چې طالبان ځانته تسليم کړي»
ډاکتر قیوم کوچې ، د ولسمشر اشرف غني کاکا په ناهیلۍ سره وایی چې : طالبان غورې ډېرې کوي، چې سولې ته ژمن دي او سوله کوي، مګر تاسې ګورئ، چې دې ژمي کې هم ډېر ګرم شوي، کومو سيمو کې لکه کندهار، هلمند او کندز کې، چې دوی بری ترلاسه کړی، دوی فکر کوي، چې دوی يې په زور ګټي. زما له نظره دې کار يې د سولې پروسې ته زيان رسولی دی. دوی فکر کوي، چې ملت له موږ سره دی او زموږ امارت به د خلکو په ملاتړ بېرته واک ته ورسيږي. زه فکر کوم، چې دوی سخته اشتباه کوي. دوی په خپله هم وايي، چې موږ انحصار طلبي نه غواړو او دوی وايي، چې موږ د واکمنۍ پر مهال کوم اشتباهات کړي، بيا يې نه تکراروو، مګر اوس ګورو، چې دوی خپلې تېروتنې بيا تکراروي. د طالبانو په موقفونو کې زه تضادونه وينم، يو پلو وايي، چې پاکستان پر دوی اِغېز نه لري او بل پلو کابل کې خلک وايي، چې دوی اوس هم مستقيما د پاکستان له لوري اداره کيږي. که دوی د پاکستان تر اثر لاندې نه وي، نو ولې په ازاده توګه کابل ته نه راځي او کابل حکومت سره ولې خبرې نه کوي. موږ د طالبانو په شرطونو او غوښتنو پوهېږو، دوی ته بايد دفتر خلاص شي، له تور ليسته لرې شي، مګر طالبان سخت تبليغات کوي. دا اوس شهراني وويل، چې کوم خارجي ته يې ويلي، چې د افغانستان ۵۳ سلنه خاوره د دوی په لاس کې ده او خلک د دوی ملاتړ کوي، دا اوس يو بل طالب شاهين وايي، چې زموږ طلاعات دا دي، چې اويا سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده، که اويا فيصده ستا په لاس کې وي، ستا مشکل خو بيا حل دی، بيا ورشه امارت دې جوړ کړه، مګر دا خبرې هوايي ډزې دي. هلته په کابل ما د شمالي ولايتونو له خلکو اورېدلي، چې طالبان اصلا د افغانستان خلک نه دي او دوی سره بايد مذاکرات ونه شي. دوی دې د افغانستان دښمنان بولي او ته وايې، چې زه اويا فيصده خاوره په واک کې لرم.
ډاکټر کوچی د نن ټکې اسیا د پوښتنې په ځواب کې وایی چې : ګوره، چې چا د نړيوالو اړيکو او سياست تاريخ لوستی وي، پوهېږي، چې د دوو هېوادو او يا په يو هېواد کې د ددو قومونو ترمنځ هم جګړه وي او هم مذاکرات کيږي دا بايد روان وي او حکومت ځکه له پاکستانه سوله غواړي، چې د طالبانو ډېر مشران په پاکستان کې دي، که څوک يې مني، که نه، د طالبانو په موقف کې تضادونه شته، هغه دا، چې مشر يې دوه نيم کاله مخکې مړ و، د دوی مشران او قطر دفتر ترې نه و خبر، دغسې تضادونه شته او دوی بايد يو موقف ونيسي او د کابل حکومت ته ورشي خبرې ورسره وکړي. طالبان د کابل حکومت د حکومت په شکل نه مني، دوی وايي، چې دا يوه اداره ده. دغه اداره خو د ټول ټاکنو له لارې راغلې، سره له دې، چې دې کې به مشکلات وو، د نړيوالو او امريکا لاسوهنې په کې وې، طالبان هم له نړيوالو سره اړيکې لري، طالبان خو حتا له روسانو سره هم اړيکې لري او روسيې په دې اړه اعلاميه هم خپره کړې ده، چې دوی طالبانو سره مرستې کوي. طالبان له روسيې او ايران سره اړيکې لري، چې څومره په افغانستان کې مداخله کوي او د کابل حکومت ته اداره وايي.
تر څنګ یی د طالبانو یو پخوانې چارواکې سید محمداکبر اغا چې اوس د خلاصون د شورا په نامه یوه ډله لري وایی چې : د پګواش ناسته بې پايلې او تکراري تجربه ده، د پګواش ناسته به کومه عملي لاسته راړونه ونه لري او دا يوه تکراري تجربه ده.
نوموړي ویلي ، چې پګواش نړيوال بنسټ تېر ځل هم يوه ناسته جوړه کړې وه چې عملي پايلې يې محسوسې نه شوې او برعکس دا ځل حکومتي استازو هم په کې ګډون ونه کړ.
د هغه په خبره طالبانو هم ويلي، چې دوی يوازې د دې لپاره په دې غونډه کې ګډون کوي، چې خپل پيغام چې لا پخوا يې درلود يو ځل بيا تکرار کړي، چې دا کومه ګټه نه لري.
د نوموړي په خبره سوله په هغو لارو نه راځي چې اوس افغان حکومت نيولې، بلکې اوسنۍ ټولې پاليسۍ بايد تغيير شي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې د سولې پر شوری او حکومت هم نيوکې وکړې او زياته يې کړه (د سولې عالي شورا د حکومت له بوديجې تموليږي او سانسوريږي، د څلور اړخيزو خبرو مشري په خپله حکومت کوي، د پګواش په ناسته کې حکومت نه شته، چې دا هر يو يې يوه جلا نيمګړتيا ده نو ځکه د بين الافغاني خبرو او ناستو اړتيا ليدل کيږي).
طالبانو هم د سولې خبرو ته په دوه ډوله چمتوالی ښودلی و، چې يو بهرني اړخ له امريکا او بل يې کورني اړخ له افغانانو سره ياد کړی و.
اکبر اغا هم وايي، چې د سولې مشري بايد داسې کسان وکړي، چې له طالبانو او حکومت سره تړلي نه وي او د ملت ريښتنی خير وغواړي.»
دپورتنیو متضادو اندونو او د طالبانو دشرایطو او وړاندیزونو د رامخته کولو او ددولت د مسؤلینو له اړخه د هغې مکمل شاته غورځول او په مقابل کې یی د طالبانو او نورو وسلوالو اوسیاسي مخالفینو بې شرطه تسلیمي ددې معنا ورکوي چې نه خو دا مذاکرات بریالي کیدي شی او نه یی دګاونډیو په ګډون بین المللي استعماری ځواکونه د بریالیتوب له پاره پریږدي .
په هر صورت د طالبانو اسلامي غورزنګ په افغانستان باندې عملا نزدې شپږ کاله حکومت کړې ، خو حکومت یی د بین المللي استعماری کړیو د حلق نه د تیریدو نه و ، ځکه طالبانو دهغوې د اوامرو د منلو څخه سر رغړاوه ، او دا د طالبانو دغورزنګ د مشر ملا محمد عمر مجاهد ډیر ستر تاریخې او نه هیریدونکې کړچار و چې دامریکایانو اونورو بین المللی استعماري ځواکونو د هر ډول فشارونو مقابله یی وکړه او د ډیر ستر قیمت په ورکولو یی دخپل افغاني اواسلامي دود په مطابق یی خپل ځان د هغوې د غلامۍ د حلقې نه بیرون وساته .
دولتي مسؤلین او بین المللي ټولنه که په ریښتیا هم غواړي په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شي نو تر هرڅه دمخه دې په خپل هیواد افغانستان کې د افغانانو د خپل منځي ډیالوګ د رامنځته کولو له پاره زمینه برابره کړي او ټولو مخالفینو ته دې فرصت ورکړي تر څو دخپل هیواد او دخپل ولس ددغې غمیزې د پاې ته رسیدو په خاطر خپلمنځي اوافغاني لارې چارې و لټوي . ددې نه پرته بله هره لار هسې د وخت او پیسو ضایع کول او د افغان ولس په سترګو کې دخاورو داچولو په معنا دي .
په دې مسئلې دغور او دقت له پاره باید یو ځل بیا دحزب اسلامي همغه شرایط چې په کې دولس شموله ټولو اړخونو تر منځ د بین الافغاني ډیالوګ او ددې بجران د حل له پاره د وتلو څرګنده لاره شته ، وړاندیز کوم ، که چیرې همغه وړاندیزونه د یوې ملي وثیقې په څیر ومنل شی او دهمغې له مخې بین الافغاني ډیالوګ ته لاره همواره شی نو شوني ده چې مونږ به دپردیو دمداخلې پرته دخپل بحران څخه د وتلو له پاره ابرومندانه لاره پیدا کړې وي . په دې ترتیب به د ملت ټولې حساسې ادارې او دسولې تر نامه لاندې ټول تجارتي جوړښتونه ، که ریښتیا هم غواړي په هیواد کې د سولي اوامنیت د قیام له پاره قدم پورته کړي ، په یوې سهې لارې قدم ایښې وي .
قریب الرحمن سعید
۲۷ جنوري ۲۰۱۶کال
یادونه : په دې لیکنه کې د اسلامي اژانس ،اسوشیتیډ پریس او دیو شمیر بریښنایی پاڼو دشنونکود لیکنو نه په مننې سره استفاده شوې ده .
وروستي