
د سعودي عربستان حکومت هغه شهزاده ګان او د حکومت پخواني چارواکي خوشي کړل چې د بډو په تور نیول شوي وو.
د یادو کسانو شمېر نېږدې ۲۰۰ تنه و چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د ځانګړي فرمان له مخې د اداري فساد پر وړاندې جوړ شوي کمیسیون له خوا نیول شوي وو.
په فرمان کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته امر شوی و چې د یاد کمیسیون په مشرۍ کار پیل کړي چې د کار له پیل سره سم نوموړي کسان ونیول شول. چې د ریاض په یوه لوکس هوټل کې تر نظارت لاندې ساتل کیدل.
یاد کسان دولت ته د خپلې یو شمېر شتمنۍ ورکړې په بدل کې خوشي شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په بندیانو کې د سعودي ملیاردر شهزاده ولید بن طلال هم و.