کابل په چاودنه کې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن د سهار ۸:۲۰ بجو د کابل شش درک په سیمه کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې په پېښه یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه د زیانمنو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی او د برید مسوولیت هم چا پر غاړه ندی اخیستی.
برید په داسې سیمه کې شوی دی چې تل تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په ورته وخت کې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې هم موټر بم چاودنه وشوه، خو تر اوسه د نوموړي برید کره جزییات نشته.