په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني دولت سیاسي استازی وایي چې د خوست ولایت سره د غلام خان بندر چې د ډیورنډ پر کرښه جوړ شوی دی د روان کال د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پرانیستل شي چې په ترڅ کې به یې د خلکو او سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان دولتونو په موافقه د خوست ولایت او د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ترمینځ د غلام خان بندر د عصري کیدلو په موخه موده وړاندې کار پیل شوی و چې په ترڅ کې یې د بندر لپاره وداني په دریو ترمینلونو کې جوړه شوه.
وروستي