امریکایي لوړپوړي چارواکي پر پاکستان کلکه نیوکه کړې

د امریکا حکومت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې پاکستان تر اوسه د ترهګرو پر وړاندې کوم ګام نه دی پورته کړی.
د امریکا غږ د خبر له مخې نوموړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي چې اسلام اباد د حقاني شبکې د غړو وژلو او یا نیولو ته اړتیا نه لري بلکه یوازې باید دوی د خپلې ولکې لاندې خاورې څخه وشړي.
نوموړي زیاته کړې چې پر پاکستان باندې د امریکا مرستو بندیز سربېره هم امریکا تر اوسه د پاکستان له لوري په هغه هیواد کې میشتو ترهګرو پر وړاندې د کوم ګام پورته کولو شاهده نه وه.
له بل لوري پاکستان تل د امریکا او افغان دولتونو هغه ادعاوې رد کړي دي چې ګواکې په هغه هیواد کې د ترهګرو مرکزونه دي.