سروې: هند د ژوند کولولپاره دویم ارزانه هېواد

د یوه نړیوال راپور له مخې د ۱۱۲ هېوادونو په ډله کې له سوېلي افریقا وروسته دویم هېواد دی، چې په لږ لګښت په کې ژوند کېدای شي. دا ځکه چې په دغه هېواد کې د کورونو نیول او اجاره کول ارزانه دي او د خوراکي توکو او نورو اړینو وسیالو بیې په کې ټیټې دي.
 په را پور کې دا هم راغلي، چې هند د ۱.۳ میلیارد نفوس سره سره بیا هم د نړۍ د ۵۰ ارزانه هېوادونو په ډله کې تر ټولو د ډېر نفوس درلودونکی هېواد دی.
 په هند کې د کور اخیستل ۲۰،۹ سلنه، اجاره ۹۵،۲ سلنه، غذایي مواد ۷۴،۴ سلنه کالي او نور خدمتونه ۷۴،۹ سلنه تر نورو ټولو هېوادونو ارزانه دي.