
د ازبکستان د لومړني ولسمشر لمسی او د ګلناره ګریمووا ۲۵ کلن زوی غواړي په لندن کې سیاسي پناه واخلي.
ویل کېږي چې کوچني کریموف لس میاشتې مخکې په دغه هېواد کې د سیاسي پناه غوښتنلیک سپارلی دی.
دی له هغه وخته په لندن کې اوسېږي، چې مور یې ګلناره کریمووا پر ځینو جرمونو د تورنېدو له کبله محکمې ته ور وپېژندل شوه. نوموړې اوس په زندان کې شپې او ورځې تېروي. پر ګلنارې تور دی، چې په ۲۰۱۵ کال کې یې له مالیې ورکولو ډډه کړې ده، اختلاس یې کړی، باج یې اخیستی اود ځینې شرکتونو اسنادونه یې لغوه کړي دي.