
د امریکا د مالیې وزارت د۱۱۴ روسي سیاستوالو او ۹۶ سوداګرو لېست خپور کړی، چې کېدای د واشنګټن له جدي بندیزونو سره مخ شي.
په دغه لېست کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف او لومړي وزیر دیمیتري مېدویدوف نومونه هم راغلي دي.
که څه هم چې د امریکا د مالیې وزارت ویلي، خپور شوی لېست په دې مانا نه دی، چې ګواکي پر دغه کسانو به بندیزونه ولګول شي، خو روسي چارواکي وایي، د لېست خپرول هغه هم امریکا د مالیې وزارت له لوري کومه بله مانا نه شي درلودلی.