سینګاپور د نړۍ په کچه درېیم هېواد دی چې په امریکا کې یې ډېره پانګونه کړې ده

په ۲۰۱۷ کال کې سینګاپور، له چین څخه یو ګام وړاندې په نړۍ کې درېیم او په اسیا کې لومړنی هېواد دی، چې په امریکا کې یې د ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.
 سینګاپور له ۲۰۱۲ کال را په دېخوا تر ۲۰۱۶ کال پورې ډېره لږه پانګونه په امریکا کې پیل کړې وه، خو په ۲۰۱۷ کال کې له فرانسې او کاناډا وروسته درېیم هېواد دی، چې په امریکا کې په دومره لوړه کچه په ساختماني او نورو برخو کې پانګونه کوي.
چینایي شرکتونو هم په ۲۰۱۷ کال کې۵،۹ میلیارد ډالره پانګونه په دغه هېواد کې کړې ده، خو د ۲۰۱۶ کال په پرتله په دغه پانګونه کې ۱۷،۳ سلنه کموالی راغلی دی. چین دغه پانګونه هغه وخت کمه کړه، چې د امریکا له لوري پر چینایي شرکتونو ځینې سختۍ وضع شوې. سنګاپور بیا په ۲۰۱۷ کال کې په بهرنیو هېوادونو کې د خپلې پانګونې کچه ۴۰ سلنې ته لوړه کړې ده، چې دا د یوه اسیایي او کوچني هېواد لپاره ډېره لوړه شمېره ده.