د شر او خير سرچينې؛ پاکستان او اندونيزيا د افغانستان لپاره دوه مهم هېوادونه

د شر او خير سرچينې؛ پاکستان او اندونيزيا د افغانستان لپاره دوه مهم هېوادونه
شمس رحمانزی

د پاکستان له جوړښت څخه بيا تر نن، افغانستان او پاکستان دوه ښه ګاونډي هېوادونه نه، بلکې دښمن هېوادونه دي. په ۱۹۴۷ کال کې، چې کله پاکستان له هند څخه جدا شو نو د افغانستان هغه خاوره يې له ځان سره واخېستله، چې د بريتانوي هند په وخت افغانستان د يو تړون له مخې د انګرېزانو په لاس ورکړې وه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه ستونزه چې د ډيورنډ معامله هم ورته ويل کيږي له کالنو شتون لري، خو د غوايي له کودتا وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ دښمنۍ يو بل رنګ او زور واخېست.

د غوايي له کودتا را وروسته بيا تر نن ورځې پورې، افغانستان په خپلو کورنيو ستونزو، کړکېچونو، جګړو او سياسي بې ثباتيو کې ښکېل دی، چې دې هرڅه پاکستان ته موقع په لاس ورکړي، ترڅو د خپلو ملي ګټو په پار، د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي او په دې هېواد کې جګړه جاري وساتي، چې همداسې يې کړي هم دي.

پاکستان د خپلو ګټو په موخه له هېچا سره دايمي دوستي او دښمني نه کوي. هغه وخت چې جهادي ډلې په پاکستان کې وې، نو هر څه يې د پاکستان په خوله کول او پاکستان هم ورته له نړيوالې ټولنې مرستې او همکارۍ رانېولې. پاکستان چې په مجاهدينو کې خپلې ګټې کمې وکتلې نو د هغه مجاهدينو په وړاندې يې طالبان را ميدان ته کړل، چې ۱۴ کاله يې په پاکستان کې تېر کړي وو او د پاکستان په همکارۍ يې د کابل واک - ځواک خپل کړی وو.

پاکستان له طالبانو سره پنځه کاله ښې اړيکې درلودې، خو چې کله يې د طالبانو په پرتله په نړيوالې ټولنې او امريکا کې ډېرې ګټې ولېدلې، نو بيا يې د طالبانو په مقابل کې د امريکا او نړيوالې ټولنې ملاتړ وکړ او د طالب رژيم په نسکرېدو کې يې مهم رول بازي کړ.

د نړيوالې ټولنې او امريکا په راتګ سره افغانانو تر نن ورځې پورې ښه ورځ نه ده لېدلي. د هېواد په ګوټ - ګوټ کې ځانمرګي او موټر بم بريدونه، ډلېزې حملې، ترور، مخامخ د جګړې په ډګر کې جګړه، چاودنې او نور... هغه څه دې چې په ۱۶ کالنو کې يې افغان حکومتونو کنټرول ونشو کړی.

افغان حکومتونه له ۲۰۰۱ څخه بيا تر اوسه دا چيغې وهي، چې هغه وسله وال مخالفين، ترهګرې ډلې، طالب او داعش چې، په افغانستان کې جګړه کوي؛ په پاکستان کې تمويل کيږي، په پاکستان کې روزل کيږي، په پاکستان کې ساتل کيږي، پاکستان ورته د بريدونو او حملو طرحې ورکوي او په پاکستان کې پټنځايونه لري.

د افغان حکومت دغه چيغه کله - کله امريکا او نړيواله ټولنه هم بدرګه کوي، خو پاکستان په وار - وار دغه خبرې رد کړي او پر ځای يې ځان؛ د نړيوالې ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان او نړيوالې ټولنې لوی ملاتړ کوونکی او همکار هم يادوي.

افغان حکومتونو داسې کره شواهد وړاندې کړل، چې پاکستان د ترهګرو د حمايه په توګه ثبوت کوي. خو نه پاکستان او نه هم نړيوالې ټولنې تر اوسه داسې څه کړي، چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.
پاکستان په ډېرې اسانۍ سره خلک او وسله وال مخالفين هڅوي ترڅو په افغانستان کې جګړه وکړي، پاکستان د افغانستان د جګړه لپاره د ين په لاس کې نيولی او د دين په نوم يې په افغانستان کې جګړه توده ساتلې ده. پاکستان هغه افغان چې په جغرافياوي لحاظ ځانونه له پاکستان لېرې او په افغانستان پورې نېږدې حساب کړي، نو ورته دين مخ ته کړي. پاکستان په جګړه ښکېلو افغانانو ته داسې يو ذهنيت ورکړی، چې افغانستان کې اشغال دی او دين په خاطر کې دی، پاکستان افغان وسله والو مخالفينو ته وايي، "د اسلام دين په مکه مکرمه کې منځ ته راغلی خو په افغانستان کې به د ټولې نړۍ لپاره له دې دين څخه دفاع او ساتنه کيږي."

د پاکستان ديني عالمانو په څرګند ډول او سختو ټکو ټولې هغې حملې او بريدونه چې په پاکستان کې تر سره کيږي، د اسلام له دين سره په ټکر کې ياد کړل او د فتوا په ورکولو يې حرام وګڼل.

خو په ګاونډ افغانستان کې يې هغه بريدونه او حملې چې وسله والو مخالفين يا د حکومت په اصطلاح ترهګر يې کوي، روا وګڼل او د جواز فتوا يې ورکړه.

پاکستان د افغانستان لپاره يو ډېر مهم هېواد دی، هغه په دې مانا نه چې، افغاسنتان ورسره سياسي، فرهنګي او يا هم اقتصادي اړيکې وساتي، بلکې په دې مانا چې له شر څخه يې ځان په امن کړي او د پاکستان په دوه مخو پالېسيو تمرکز وساتي.

له اندونيزيا سره د افغانستان د اړيکو د نوي فصل په پرانېستلو سره به، د پاکستان هغه ګټې چې د اسلام په نوم يې له افغانستان څخه کولې، تر يو بريده محدودې شي.

اندونيزيا نېږدې ۲۶۰ مېلېونه نفوس او د سر شمېرنو له مخې، له ۸۵ څخه تر ۹۰ سلنه پورې وګړي يې مسلمانان دي. په دې ترتيب اندونيزيا په نړۍ کې د مسلمانانو ترټولو لوی هېواد شمېرل کيږي.

له اندونيزيا سره د افغان حکومت اړيکې دوه اغېزمنې ګټې درلودلی شي.
۱- د اندونيزيا ديني عالمان او نور ديني بنسټونه د نړۍ د مسلمانانو په منځ کې د پوره باور او قدر وړ دي. که چېرې د اندونيزيا ديني عالمان او اسلامي بنسټونه په افغاسنتان کې د وسله والو مخالفينو بريدونه چې د پاکستاني عالمانو په فتوا سره روا ګڼل شوي، حرام او ناروا وګڼي، نو په کم وخت کې به يې مثبت اغېز را څرګند شي.

۲- له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبر په اړه، د اندونيزيا منځګړېتوب او د قطر پر ځای په اندونيزيا کې طالب وسله والو ته د دفتر پرانېسته، د سولې پروسه بريالۍ کولی شي.

په افغانستان کې دوسله والو مخالفينو جګړه د دين په نوم ده، په پاکستان له د دين له نوم څخه داسې ګټه اخلي، چې افغاسنتان ته يې د شر سرچينې راخلاصې کړې دي، خو د افغاسنتان په موضوع کې د اندونيزيا ورګډېدل به، د دين په نوم جګړه له شر څخه وباسي او په خير به يې بدله کړي.

د پاکستان په پرتله، اندونيزيا څو ځلې زيات، د نړۍ په مسلمانانو ښه اغېز لري او د نړۍ د مسلمانانو په منځ کې د ځانګړې ديني مقام څښتن هېواد دي.

د افغانستان د جګړې په اړه د اندونيزيا د اسلامي عالمانو رول موثر او د پاکستان پر وړاندې کلک ګوزار دی.