
د لوي او سپیڅلي خدای په نامه!
د یو ځوان په حیث مې دغه خبرې واورئ، مشرانو او ځوانانو!
د یو ځوان په حیث غواړم یو څه ووایم کوم څه مې چې تجربه کړي او همدارنګه هغه څه چې له مشرانو مې اورېدلي او همدا اوس یې عملا په دې بدبخته پښتني ټولنه کې وینم.
دا چې ځوانان د ټولنې د ملاتیر او همدارنګه د ټولنې هغه اساسي بنسټ اېښودونکي دي، چې د هغه ټولنې ټول مسؤلیت یوازې دوي ته متوجه وي.
او ځوانان هم همدا هڅه کوي تر څو د خپلې ټولنې ته تر خپله وسه خدمت وکړي، خو زموږ په هېواد کې برعکس بیا داسې څه ترسره کېږي.
زموږ په بدبخته ټولنه کې لا مو ځوانان ځوانۍ ته رسېدلي نه وي دوی یې په تعصب قوم پرستۍ د جنګ په تکتیک او په یوه داسې انګیزه روزي چې تر ځوانۍ نوی رسېدلي دوی هغه کرغړنې کړنې را اخیستې وي چې نه به یې د ځان په ګټه وي او نه هم د ټولنې او نه هم د هېواد، تر هغه تر څو چې ژوندی وي.
دا ټول د چا د لاسه ؟! یوازې د خپلو پلرونو، او قومي مشرانو او همدارنګه دغه د اوسنیو بدنامو او پلورل شوو او هغه ګوند بازانو خاینانو او د جهاد په نامه چې ناوړه استفاده کوي د هغه له لاسه بس همدا ځوانان دی چې روزي یې او بلاخره د مرګ تر سلګۍ ترې ناوړه استفاده کوي.
یو شخص چې د ښې ځوانۍ څښتن به وي د همدا پردي پالو له پاره به کار کوي تلویزیون کې به ناست او یوازې د خپلو بدنامو برنامو له پاره به اخته وي خپل ایمان به پلوري او د ځوانانو احساسات به را پاروي او یوازې تش په نامه شعاري خبرې دروغ په ناحقه نیوکې به کوي او په خپله جګر کې به یې الف نه وي او دې ته ورته ډير داسې ناغړ کارونه به تر سره کوي تل به په حکومت نیوکې کوي او کله چې یې په حکومت کې دنده ورکړې خپله دنده کې به همداسې تش پاتې وي او په هغه وخت کې چې بیا پوښتنه کوې هيڅ به هم نه وایی، خو کله یې چې بې طرفه کړې وروسته به یې پسې را اخیستې وي چې دا حکومت هیڅ نشي کولای او دا ولسمشر باید داسې او هغسې شي ....
اوس دلته ډيری داسې اشخاص دی چې ځانونه سیاستمنداران بولي خو له بده مرغه دوی به هیڅ د سیاست په تعریف هم نه پوهیږي خو یوازې به د خپلو مردارو ګټو په خاطر لګیا وي او په حکومت به نیوکې کوي.
نو ځوانانو د خدای په خاطر له دغو پلورل شوو مشرانو ځانونه وژغورئ ، دا پلورل شوي د نورو هېوادو غلامان دي د هغه هېوادو چې نه غواړي زموږ دغه دردېدلی هېواد ورغیږي، نو د داسې مشرانو تر هغه وخته یې پر وعدو او خبرو باندې باور مه کوئ تر څو مو چې په عمل کې څه نه وي ترې لیدلي د دې کسانو خو هسې هم نه ورته دونیا په امن کې ده او نه هم اخرت دوی هیڅ ته هم سپین مخ نه دی پرېښی دوی خدای اوس شرمولی دي.
د خدای په خاطر د خپل ځان، کور ، کلي، خپلې سیمې ، ټولنیې او خپل هېواد سره مینه پیدا کړئ، که خپل هېواد کورکلي ته مو وفاداره شوی زه باور لرم چې زموږ او زموږ د هېواد دښمن ناکام دی او هيڅ هم نشي تر سره کولای.
اوس خو کوم جنګونه او قوم پرستی روانې دي دا ټول د همدې هېواد غړي دي یوازې پلورل شوي او په نورو هېوادو یو او ځانونه مو پرې خرڅ کړي دي.
نو موږ ځوانان باید د دوی له دغه بدنامو او مردارو کړنو مثبت څه زده کړو او باید زده کړه وکړو تر څو د ژوند پر مثبت او منفي کړنو باندې ځانونه پوه کړو تر څو د خلکو په مردارو کړنو باندې ونه غولیږو ، تل خو به داسې د جنګ څخه ډک ژوند نه وي دا هېواد چې همدا موږ اوسني ځوانان ونه ژغورو بل څوک یې نشي ژغورلی. له احساستو کار مه اخلی ټولې نیوکې پر ولسمشر مه اچوی فکر وکړئ دغه حکومت بل هیچا نه دی وران کړی بیغیر له همدې کسانو چې ځانونه مجاهدین بولي د مجاهد له نامه ناوړه استفاده کوي..
نور په بله لیکنه کې.
د یو اباد او ودان افغانستان په هیله
حامد حقمل په هېوادنۍ مینه!!