
حکومت د اساسي قانون ۲۳ ماده او وسله والو مخالفينو د قران ايتونه تر پښو لاندې کړل
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
د هېواد اساسي قانون دويم څپرکی دروېشتمه ماده داسې وايي، "ژوند د خدای (ج) بخښنه ده او د انسان طبيعي حق دی، هېڅوګ له قانوني مجوزه پرته له دې حقه بې برخې کيدای نشي."
دا ماده د انسان د ژوند او په ځانګړې ډول د افغان د ژوند په اړه په څرګند ډول خبره روښانه کړې ده.
دا اساسي قانون هغه چا جوړ کړی، چې نن ورځ په افغان ولس واکمن دي. په دې اساسي قانون کې يوازې دا ماده نه ده تر پښو لاندې شوي، بلکې په لسګونه نورې مادې هم تر پښو لاندې شوې دي، خو دلته په دې ماده ځکه بحث کوو، چې د انسان او افغان د ژوند په اړه ده، او هر ژوندی موجود ته له هرڅه لوړ ژوند دی.
حکومت دا مسووليت، وجيبه، دنده لري او دا ژمنه يې له افغانانو سره کړي، چې له نورو ډېر څه سربيره يې به يې د ژوند ساتنه کوي، خو څرګنده شوه چې حکومت په دې مسووليت او ژمنه کې څومره پاتې راغی. له ۱۶ کلنۍ مرګ - ژوبلې تيريږو، په دې دوو اونيو کې د افغان ولس ژوند ته نظر کوو. ننګرهار، غزني، هلمند، پکتيا، لوګر او داسې نورو ولايتونو ته خو بهانه جوړه ده، چې سرحدي ولايتونه دي، لېرې پراته ولايتونه دي، دښمن لا وړاندې په کې نفوذ کړی او نور...
کابل خو نه سرحدي ولايت دی، نه يې کومه برخه د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده او نه هم نورې کومې داسې ځانګړې نميګړتياوو سره مخ دی. که د انټرکانتېننټال هوټل، د صدارت څلورلارې او قمبر څلورلارې د ورستيو بريدونو د مرګ - ژوبلې سر - سري احصايه راوخلو، له ۵۰۰ څخه زياتيږی. د ۵۰۰ عدد په ليکلو او ويلو اسانه دی، خو که د ۵۰۰ عدد، د انسان مرګ - ژوبله په ګوته کوي، نو که تر ژور فکر لاندې ونېول شي، ډېر دردونکی به وي.
ولس د حکومت او امنيتي ځواکونو د ملاتړ چيغې په داسې يو وخت کې وهي، چې يوازې په څو اونيو کې ۵۰۰ ټپيان او وژل کيږي. هغه حکومت چې د کابل دننه، د پوليسو، ګارنيزون، سرحدي ځواکونو، ملي اردو، کمانډو ځواکونو، نظم عامه، ملي امنيت او نړيوالو ملاتړ کوونکو ځواکونو په شتون کې دغه ملت نشي ژوغورلی، دغه ملت وژني، نو هغه ولسونه چې په داسې سيمو کې ژوند کوي، چې د حکومت بوی او رنګ په کالنو نه ويني نو څه ډول به له دې حکومت تمه وکړي، چې ژوند يې ور وساتي؟
له حکومت څخه د ولس ملاتړ په هغه صورت کې وي، چې حکومت ورته د ژووند اسانتياوې برابرې کړي، خو په افغانستان کې ولس يوازې په دې هم د حکومت ملاتړ کوي، چې ژوند يې ورته خوندي کړي، هغه نور ډېر څه چې د نورې نړۍ ولسونه يې له حکومتونو غواړي، د افغانانو لپاره خوب او لېرې خبره ده.
ولسمشر، وزيرانو، واليانو، رئيسانو، قومندانو او بيا تر ورستي او ټيټ رتبه سرتيري او عسکر پورې، هېچا هم د هغه چا ژوند ونشو ژغورلی، چې په دې ورستيو دوو انيو کې ووژل شول، نو هغه مېليونه افغان ولس چې د وژل شوي ولس برخه او کورنۍ ده، څنګه به په ولسمشر، وزير، والي، رئيس، قومندان او سرتيري باور وکړي، چې څوګ د دوی د ژوند د ساتنې ژمنې ورته کوي؟
دا سمه ده، چې ستونزې شتون لري، حکومت هڅې کوي، وخت ته اړتيا ده او .....خو په لنډو کې ولس وژل کيږي، نو ولس به سبا په حل شويو ستونزو څه کوي؟ ولس به سبا د حکومت په هڅو څه کوي؟ او ولس به سبا د حکومت په کافي وخت څه کوي؟ حکومت چې نن ژمنه کوي او سبا يې عملي کوي، نو ولې د پرون ژمنه نن نه عملي کوي؟
حکومت او امنيتي ځواکونه بايد توپير وکړي او په ښه ډول وپېژني، هغه سياسي کړۍ چې په سياسي ګټو پسې سر او د سياسي ګټو په پار له حکومت ملاتړ کوي او يا حکومت ګواښي؛ او هغه ولس چې له حکومت څخه يې ملاتړ يوازې په دې کې دی، چې ورته ژوند وساتي او له حکومت سره به يې بايکاټ هم په دې کې وي، چې ورته ژوند نه شي ساتلی.
دا څرګنده ده، وسله وال مخالفين نه دهېواد ټول اساسي قانون مني او نه هم پورته ذکر شوي ماده،
خو وسله مخالفين خو به دا مني "مِنْ أَجْلِ ذٰلِكَ كَتَبْنَا عَلٰى بَنِىٓ إِسْرٰٓءِيلَ أَنَّهُۥ مَن قَتَلَ نَفْسًۢا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِى الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنٰتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذٰلِكَ فِى الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ.
ژباړه له همدې امله موږ پر بني اسرائيلو دا فرمان ليكلى ؤ: چا چي يو انسان د ويني له بدلې يا په ځمکه کښي له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسي وګڼه لكه چي هغه ټول انسانان ووژل او چا چي څوك له مرګه وژغوره، داسي وګڼه لكه چي هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه." - خو د هغو حال دا دى چي زموږ پېغمبران پرله پسې له روښانه څرګندو لارښودنو سره ورته راغلل؛ سره له دې هم د هغو زياتره كسان په ځمکه کښي زياتى كوونكي دي. [سُوۡرَةُ المَائدة : ۳۲]"
وسله وال مخالفين خو به دا مني "يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَأْكُلُوٓا أَمْوٰلَكُم بَيْنَكُم بِالْبٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجٰرَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ ۚ وَلَا تَقْتُلُوٓا أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا
ژباړه: اې مؤمنانو! په خپلو منځو کښي يو د بل مالونه په ناروا توګه مه خورئ، مګر (خورئ یې) که راکړه ورکړه د دواړو خواو په خوښۍ سره (په روا توګه) وي، او خپل ځانونه مه وژنئ. باور ولرئ چي الله پر تاسي مهربان دى. [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۲۹]"
خو نن؛ حکومت د قران او اساسي قانون د دواړو له حکمونو سره په ټکر کې افغان قتل کړ او وسله مخالف د قران له حکم سره په ټکر کې دا کار وکړ او انسان يې قتل کړ.
که پوښتنه دا وي، چې حکومت خو بريد نه دي کړی، حکومت خو افغان نه دی قتل کړی، حکومت دغه بريد غندلي، نو ځواب يې دا دی، چې وسله والو مخالف مستعقيم قاتل او حکومت يې لامل يا غېرې مستعقيم قاتل دی.
غني خان حکومت او وسله وال مخالف ته وايي:
چې په اور راته مخ تور کړي بيا مې پټې سترګې بيايي
زه به هغه جنت څه کړم چې دوزخ يې دروازه ده
په درنښت
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن