
نامتو امریکایۍ فلمي ستورې او د ملګرو ملتونو د حسن نیت سفیره انجلینا جولي د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا غوښتي، چې په سوریه کې د روانې جګړې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي. نوموړې دغه څرګندونې د زعتري په کمپ کې کړې دي.
انجلینا جولي په خپلو خبرو کې ویلي، همدا اوس اردون، لبنان، ترکیې او عراق ته ۵،۵ میلیونه سوري وګړي کډوال شوي دي. جولي ویلي یوازې مرستې د دې هېواد درد نه شي دوا کولی بلکې د جګړې مخه باید په کې ونیول شي، چې خلک د ژوند ساه واخلي.